ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


زیر آسمان کبود

زیر آسمان کبود

27.04.2024 ازادي راډیو

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

27.04.2024 امریکا غږ

روسیې په یو 'ستر' برید کې د اوکراین د بریښنا فابریکې په نښه کړي

په کیف کې مقاماتو د شنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوايي اتمه) وویل چې روسیې تیره شپه په یو "ستر" برید کې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات هدف ګرځولي دي.

27.04.2024 امریکا غږ

دوحې او اسلام اباد ته د یو لوړپوړي امریکايي دپلومات سفر- اشنا

دوحې او اسلام اباد ته د یو جګپوړي امریکايي دپلومات سفر، چین ته د روسیې سره د مرستې په سر د امریکا خبرداری، په کابل کې د افغانستان-قزاقستان نندارتون او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.

27.04.2024 امریکا غږ

د امریکې خارجه وزارت مرستیال د افغانستان او سیمې پر مسلو د خبرو لپاره قطر او پاکستان ته ځي

واشنګټن — د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو ځایناستی مرستیال جان باس قطر او پاکستان ته سفر کوي چې ددغو هیوادونو له چارواکو سره به د دوه اړخیزو اړیکو اړوند مسئلو باندې له خبرو سره سره د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه هم خبرې کوي. خارجه وزارت وزارت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، جان باس به د اپرېل له 26 تر 30 پورې قطر او پاکستان ته سفر وکړي. قطر او پاکستان له د دې اعلی امریکایي چارواکي د سفر په اړه څه نه دي ویلي. د خبرپاڼې له مخې جان باس به په دوحه کې د قطر له لوړپوړو چارواکو سره ویني او د یو شمېر نورو هیوادونو له سفارتکارانو سره به د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي جان بس به اسلام‌اباد ته په سفر کې د پاکستان له لوړوپوړو چارواکو سره د امریکا او پاکستان او هم پر یو لړ سیمه ییزو او دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبري وکړي. پخپله جان باس د جمعې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه سیمې ته د خپل سفر خبر ورکړی او لیکلي یې دي: "زه له قطري او پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او زموږ د ګډو سیمه ییزو او امنیتي ګټو په اړه د خبرو لپاره دوحې او اسلام اباد ته روان یم".   دا نه ده څرګنده چې دغه امریکایي چارواکی به په قطر کې د طالبانو له استازو یا نورو افغانانو سره هم د افغانستان د مسایلو په اړه ویني که نه، خو د ازادي رېډیو د خبر له مخې په قطر کې د طالبانو د حکومت سیاسي دفتر ویلي تر اوسه له دوی سره د جان باس د لیدنې او خبرو په اړه څه نه دي شریک شوي. جان باس د 2021م کال تر اګست میاشتې مخکې په افغانستان کې هم د امریکې د سفیر په توګه کار کړی دی. اسلام اباد ته د جان باس تر دې سفر مخکې د امریکې په بهرنیو چارو وزارت کې د انتظام او وسایلو د چارو مرستیال ریچرډ ورما هم د روان 2024م کال د جنورۍ په دویمه اوونۍ کې پاکستان ته په سفر تللی وو. ریچرډ ورما د پاکستاني چارواکو په ګډون د نړیوالو ادارو له استازو او همنظرو شریکانو سره هم لیدلي وو او د هغو افغانانو د ملاتړ په اړه یې د امریکا پر ژمنو ټینګار کړی وو چې د امریکې په استازیتوب یې په افغانستان کې کار کړی وو. پاکستان ته ددغه لوړپوړي امریکايي چارواکي تر سفر مخکې د تېر کال په دسمبر کې هم یو امریکايي پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو او په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو د بهیر په اړه خبرې کړې وې.

27.04.2024 ډیوه

تر شنه اسمان لاندې

تر شنه اسمان لاندې

27.04.2024 ازادي راډیو

اقتصادپوهان: د پاکستان اقتصاد هله پیاوړی کېدای شي چې پوځ امنیت اؤ حکومت اقتصادي اصلاحاتو ته پام وکړي

اسلام اباد — د اقتصادي چارو ماهرين وايي که د پاکستان پوځ امنیت ټینګ وساتي او حکومت پراخه اقتصادي اصلاحات وکړي نو بيا ممکن ده چې پاکستان په اقتصادي لحاظ سره يو څه استحکام ومومي.  تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير وېلي وؤ، په اوسني دور کې د اقتصادي استحکام پرته بشپړه ازادي ممکنه نه ده او زياته کړې یې ده چې د پاکستان د سوکالۍ او پرمختګ په وړاندې به بې ثباتي ونه زغمل شي. د پاکستان د پوځ مشر دغه خبره په داسې وخت کې کړې ده چې د پاکستان حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف ته د نورې قرضې خواست کړی دی او ورسره هڅه کوي چې د دوستو هېوادونو څخه پانګونې هم راوړي. پاکستان دا وخت د خراب اقتصادي صورتحال، سياسي عدم استحکام او د ترهګرۍ د ګواښ سره مخ دې او څېړونکي وايي د اي اېم اېف څخه د پور د يو اوږد مهاله پروګرام لاسلیک کولو ترڅنګ دغه هېواد ته د پراخه اقتصادي اصلاحاتو هم ضرورت دی. د اقتصادي چارو کارپوه او استاد ډاکټر انور شاه وايي د آي اېم اېف پور د پاکستان د اقتصادي ستونزو عارضي حل دې. وي او اې ډيوه سره خبرو کې  ډاکټر انور شاه وایي د پاکستان اصل مسله داد ه چې د ډالرو په امدن او لګښت کې توازن نه شته او د ده په وینا دا عدم توازن به هله ختميږي چې پاکستان د نورو هېوادونو سره تجارت زيات کړي: "چې داسې د بهر دنيا نه ډالر وګټو، بهرنیو هیوادونو ته خپل لېبر فورس ولېږو، نو تر څو چې داسې ونه کړو نو د آي اېم اېف سره 24 څه چې 26 پروګرامونو ته هم تللې شو". د پوځ د ویاندې ادارې آي اېس پي ار ترمخه ، جنرل عاصم منير ویلي، پوځ به د پاکستان د اقتصادي پرمختیا دپاره هر ډول ممکنه مرستې ورکوي، او پوځ به د کوټلي ملي امنیت او ګډې خېر ښېګړې د هڅو په لړ کې خپل کردار ادا کوي. له دې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب تمه څرګنده کړې وه، چې د روان مالي کال 2023 / 2024 تر پائ به د پاکستان د غېر ملکي ذر مبادلې ذخيره لس اربه ډالرو ته ورسيږي. د مالي چارو کارپوهان وايي د پاکستان حکومت د پوځ تر مشرۍ لاندې د نړیوالو پانګوالو هڅولو لپاره د اېس اي اېف سي جوړه کړې ده خو دغه ادارې لا تراوسه پورې کوم عملي کار نه دې کړې. اقتصاد پوهه  شهريار بټ ډیوه سره خبرو کې وویل ، که چرې د پاکستان حکومت د معیشت په دستاویزي کولو کې کامياب شي د توک پرچون کاروبار کونکي او واړه دوکانداران، زراعت او د مځکو کاروبار کوونکي يې د ټېکس په داېره کې راوستل نو دا به د هېواد د کمزوري اقتصاد ښه کولو په لوري غوره ګام وي. نړيوال بېنک د تېر زيارت په ورځ خبردارې ورکړی ؤ چې په منځني ختيځ کې روانه شخړه، د ګرانۍ د ستونزې په هواري کې په نړيوالو هڅو کې ځنډ اچولې شي او دا په ګرانې کې د لا نورې اضافې سبب ګرځېدې شي اقتصاد پوهه ډاکټر عابد قيوم سلهري وایي ،که په مينځني ختيځ کې تاو تريخوالې سېوا کېږي نو د تېلو نرخونه به ورسره هم زياتيږي نو د ډالرو د کمي سره مخ د پاکستان لپاره به دا يو بد حالت وي. د نړیوال بېنک د اندازې ترمخه د موجوده حالاتو په تناظر کې د ګرانۍ په کچه  کې به سږ کال نزدې يو فيصد اضافه کېږي.

27.04.2024 ډیوه

د منځني ختیځ کړکېچ - یوه موضوع څو زاویې

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اوکراین، تایوان او اسرائیل لپاره د ۹۵ میلیاردو ډالرو مرستې فرمان توشیح کړ. په دې بسته کې د اسرائیلي ځواکونو د پیاوړتیا او له ځانه د دفاع لپاره ۲۶ میلیارده ډالره مرسته ځانګړې شوې ده. همدارنګه په غزه کې د هغو فلسطینیانو لپاره چې د اسرائیل له سختو بریدونو سره مخامخ دي، یو میلیارد ډالر بشري مرسته پلان شوې ده.

27.04.2024 امریکا غږ

په بلوچستان کې د ويکسين په اړه د پوهې زياتولو لپاره د خبريالانو غونډه شوې

کوټه / واشنګټن — د سرحدي سيمې کلاعبدالله روغتيايي چارواکي وايي، د وېکسين په اړه د خلکو د پوهې په زياتولو کې مهم رول د رسنيو دی او په دې اړه بیا بیا د کمپېنونو او دیني عالمانو د خبرو په بنیاد رپوټونو د پولیو انکاریان کم کړي دي. د سيمې د خبريالانو په رابلل شوې غونډه کې له خبريالانو غوښتل شوي، چې د ويکسين پر ارزښت او د پوليو ناروغيو په شمول د نورو ناروغيو په مخه نيولو کې د پوليومخنيوي پروګرام ملاتړ وکړي. دا غونډه افغانستان ته څېرمه په کلاعبدالله سيمه کې د روغتيا د بېړنيوعملياتو په سيمه يز دفتر ډي اي او سي کې جوړه شوې وه چې ورته د سيمې د ټولنيزو، چاپي او برېښنايي رسنيو خبريالان رابلل شوي وو. د سيمې روغتيايي چارواکي وايي، په ټولنه کې خبريالان ډېر نفوذ يا اثر لري، که د پوليومخنيوي د پروګرام ملاتړ وکړي، د خلکو په  ذهنونو کې د ويکسين په اړه د موجود د منفي پروپېګنډو مخه به ونيول شي. د کلا عبدالله مرستیال ډي ايچ او ډاکټر فضل کاکړ وایي، په ټولنه کې د رسنيو ډېر اغېز وي، وایي د ويکسين اوونۍ يا اميونايزېشن ويک دوام لري له څلرويشتم اپريل تر دېرش اپريل پوري او پر نهه ويشتم اپريل د پوليو ضد کيمپېن پيل کېږي: "خبريالان بايد په دې کې زموږ ملاتړ وکړي، خلکو ته د ويکسين په اړه معلومات ورکړي، ځکه چې رسنۍ په هر ځای کې کتل کېږي اورېدل کیږي، تېر ځل هم په کمپېن کې رسنيو زموږ ډېر ملاتړ کړی وو". د کلاعبدالله په ډي اي او سي کې جوړې شوې په دې غونډه کې د رسمي رسنيو ترڅنګ د خواله يا ټولنيزو رسنيو استازو هم ګډون کړی، چې د روان روټين وېکسين په کمپېن او په راتلونکي د پوليو ضد کمپېن کې د صحت محکمې کومک وکړي. د کلا عبدالله ځايي خبريال محمد مسعود اڅکزی وایي  نه يواځې کوښښ کوي، بلکې دا یې عملي کړې هم ده چې د خپلو رسنيو په واسطه د ټولنې خلکو ته تر کمپېن وړاندې د ويکسين ورکولو پيغام ورسوي: "لکه اوس چې پر نهه ويشتمه نېټه د پوليوضد کيمپېن پيلېږي. په چمن کې په دې وروستيو کې د پوليو مثبت کېس راغلی، چمن او کلاعبدالله ګاونډي ضلعې دي او د خلکو تګ راتګ هم زيات وي. موږ خلکو ته دا پيغام ورکوو چې خپل ماشومان وېکسين کړي او د پوليوضد دوې قطرې ورکړي". د مرکز کوټې په شمال کې پرته کلاعبدالله  د پوليو وايرس له پلوه د بلوچستان يوه له حساسه يا های رسک ضلعو ده. په تېرو کلونو کې د پوليو زياتره  مثبت  کېسونه  په  همدې کلاعبدالله  ضلع کې رپوټ  شوي  وو.

27.04.2024 ډیوه

معالجوي توریزم او پاکستان ته د تلونکو افغان ناروغانو ستونزې - بوعلي سینا

د هغو افغان ناروغانو ستونزې چې پاکستان ته د درملنې لپاره ځي، په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې د مخنیوي لارې چارې، په جرمني کې د یو افغان ډاکټر هلې ځلې، د پروستات سرطان او د مخنیوي لارې چارې، او د روغتیا د نړۍ نور موضوعات د بوعلي سینا په خپرونه کې وګورئ.

27.04.2024 امریکا غږ

د پښتو مشهور ولسي سندرغاړي فضل وید استاد د 85 کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې

پېښور — د پښتو ستر ولسي سندرغاړی فضل وید استاذ د 85 کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړي اؤ ټاکل شوې ده جنازه یې سبا د اتوار- یکشنبې په ورځ د قبایلي سیمې مومند په تحصیل صافي زیارت ادمزو سیمه کې ترسره کیږي. د فضل وید استاد نمسي اجمیر صافي وي او اې ډيوه ته د خپل نیکه مړینه تایید کړې اؤ ویلي یې دي چې هغه د تېرو دوؤ میاشتو راهسې د سینې په ناروغۍ اخته ؤ اؤ صحت یې خراب شوی ؤ خو وایي نن د خالي- شنبې په ورځ د زړه د حرکت بندیدو له امله مړ شوی دی. پښتنو لیکوالانو، خبریالانو اؤ هنرمندانو د فضل وید استاد مړینه یوه ستره ضایع بللې اؤ د پښتو د ولسي موسیقۍ د ودې لپاره یې د هغه خدمتونه په زرینو ټکو کې ستایلي دي. فضل وید استاد د مومند قبایلي ضلعې په صافي تحصل زیارت ماربل سیمه کې د ادم زو په قبیله کې په کال 1939 د شهزاد میر کره سترګې غړولې وې اؤ اؤ کچه ځوانۍ د موسیقۍ میدان ته راوتلی ؤ. د مومند ضلعې یو وتلی خبریال اؤ لیکوال حیران مومند چې د فضل وید استاد سره زیات نزدې پاتې شوی، ډیوه ته وایي چې له فضل وړاندې یا وروسته د هغه په کورنۍ کې هیڅوک د موسیقۍ د میدان سره وابسته نه دي پاتې شوي اؤ هغه په شوقیه توګه د هنرمیدان ته راوتلی ؤ. د حیران مومند په خبره ، د فضل وید استاد د سندرو شمیر په زرګونو کې دی ، هغه په سوونو کیسې په کیسټو کې ویلي ، په سوونو لوبې، چاربیتې اؤ مذکورونه یې هم په کیسټو کې ریکارډ کړي اؤ ددې ترڅنګ یې له شمیره وتلي میداني پروګرامونه کړي چې په هغې کې ترې هم خلکو کیسټې ډکې کړي اؤ خلک یې یې تر نن ورځې اوري. دفضل وید استاد نمسی اجمیر صافي وایي هغه په کال 1995 کې له سندرو لاس اخستی ؤ اؤ د دین تبلیغ یې شورو کړی ؤ چې له هغې وروسته به یې په هنري فعالتونو کې برخه نه اخسته اؤ یوازې د کلي مړی ، ژوندی به یې کولو . حیران مومند وایي ، فضل وید ورته پخپل ژوند ویلي وؤ چې تر 4000 زیاتې کیسټې یې ډکې کړې دي. د هغه په خبره فضل وید چې کوم وخت کې سندرې ویلي نو حتی د افغانستان د ننګرهار اؤ کونړ ولایتونو خلکو به خپلو ودوونو ښادیو له بوتلو اؤ خپلۍ ښادۍ به یې د هغه په سندرو تودولې. حیران مومند زیاتوي چې په مومند اؤ باجوړ سیمو کې خو به یو وخت خلکو تر هغې د واده ښادۍ نېټه نه اېښوده تر څو چې به فضل وید استاد په دغه ښادۍ کې د مېلس کولو لپاره نېټه نه وه ورکړې اؤ وایي ځېنې وختونو کې به کال اؤ یو نیم کال پورې خلکو خپلې ښادۍ فضل وید استاد ته ایسارولې. د فضل وید استاد اکثره لوبې، چهاربیتې، بګتۍ اؤ نیمکۍ اولسي بڼه لري چې په افغانستان اؤ پاکستان په ځانګړي ډول قبایلي سیمو کې به پښتنو ډیرې په مینه اورېدلې اؤ نن هم ډيرو خلکو د هغه زړې سندرې، کیسې، چهاربیتې اؤ مذکورونه د ټولنیزو رسنیو بیلابیلو پاڼو لکه یوټیوب، فیس بک وغیره ته خیژولي دي. هغه زیاتره رومانوي اؤ ټولنیز داستانونه هم په کیسټو کې د موسیقۍ سره ریکارډ کړي دي چې د تاج محمد نمرو، ګل زمین ، د درې جنګ ،فقیر، مومن خان شیرینۍ اؤ ځېنې نورې کیسې پکې زیاتې مشهورې شوې وې. د هغه په سندرو کې دې سندرو بیا زیات شهرت موندلی ؤ چې : د پورې کلي د ملک لور مې په ګودر کې ولیدله د راډ پشانتې په جینکو کې سپینه ، سپنه پړقیدله. ---------- پیر بابا له تلله په لاره یې ملګرې وه هلک د سلارزو، جینۍ د تېمرګرې وه ---------- زما یې خوښیږي اوچت غرونه ځه چې ایله زئ ته لاړ شو د سیل لپاره ــــــــــــــ راوړه لونګ چې لونګ چې لونګین درله تیار کړمه هله به دې یار کړمه هغه زیاتره د عوض خان مومند اؤ د سنګر جمال کیسې، سندرې،چهاربیتې اؤ مذکورونه په کیسټو کې ریکارډ کړي دي. فضل وید استاد زیاتې غبرګې سندرې هم د تېرو وختونو د مشهورو اولسي سندر غاړو فضل قیوم اؤ یار خان سره ویلي چې پکې اکثره مشورې شوې دي. د کال 1980نه تر کال1995 پورې د هغه د هنر چرچې په هر لوري خورې وې خو بیا یو ناساپه د هنر نه یوې ډډې ته شو اؤ زیات وخت یې د دین تبلیغ کې صرف کولو. په سوشل میډیا ګڼو فنکارانو، هنرمندانو، لیکوالانو اؤ صحافیانو د هغه په مړینه غمرازي ښکاره کړې اؤ د پښتو ولسي موسیقۍ په وده کې یې د هغه خدمتونه ستایلي دي.

27.04.2024 ډیوه

بلینکن سعودي عربستان کې د غزې او نړیوال اقتصاد په اړه غونډه کې ګډون کوي

په سعودي عربستان کې د نړیوال اقتصاد په اړه د جوړېدونکې غونډې تنظیموونکو ویلي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم په دغه غونډه کې ګډون کوي.

27.04.2024 امریکا غږ

پېښور کې له نشو روغه شوې مېرمن "سدره" د نشې د مخنیوي هسپتال کارمند ته واده شوه

پېښور — په پېښور کې د اییس په نشته اخته یوه مېرمن سدره په هسپتال کې له نشې اوښتو وروسته د همدغه هسپتال په یو سکیورټي ګارډ یا ساتونکي واده شوه اؤ خپل نوی ژوند یې پیل کړو. پيښور کې ځای په ځای د نشې عادي خلک لیدل کیږي، څوک په لارو او کوڅو کې  بې یار و مددګار پراته وي او څوک کباړ ټولوي چې هغه خرڅ کړي اؤ ځانله پرې نشه واخلي، سدره خان هم پينځه میاشتې مخکې د آيس د نشې عادي وه او پېښور کې به د یو پول لاندې  پرته وه. سدره بي بي پينځه کاله د آیيس یا کرسټل میت د نشې عادي وه او ګډا به یې کوله چې  په دغه پيسو ځان ته نشه واخلي. هغه د نشې دې عادت د کور نه وتلو او د پطښور د یو پول د لاندې په ژوند کولو باندې مجبوره کړې وه چرته چې به نور هم د نشې عادي خلک پراته وو، خو  تېرو پينځوؤ میاشتو کې د سدره علاج وشو او اوس هغې یو نوې ژوند شورو کړ. په کوم هسپتال کې چې د سدره علاج شوی هم ددغه هسپتال یو سیکورټي ګارډ سدره بی بي په نکاح واخسته. د خپل واده دستوره کې د ناویتوب په سره جوړه اؤ سره بنارسۍ کې تیاره شوې سدره ډیوه سره د خبرو په مهال خپل د نشو ژوند یادوي اؤ وایي "‌‌‌ډيره سخته زندګي وه زما، ‌‌‌‌‌‌ډيره ګنده زندګي وه او اوس شکر دی، بس توبه وباسم د هغه زندګۍ نه او د هغه هر څه نه". هغه د خپل ژوند د نوي ملګري اؤ خپل واده په اړه وایي "ددې هلک زه ‌‌‌‌‌‌ډېره خوښه وم او ماته یې د حیا عزت د څادر پسرولو وویل نو ما وويل چې دا ښه موقعه ده د هغه دنیا او هغه تیارو نه د راوتلو نو بس د عزت زندګی ښه ده".   د پېښور  یوې غیر دولتي ادارې سیو لایف ‌فاؤنډيشن د سدره ژوند نه دغه تیارې لرې کړلې، د هغې علاج یې وکړو او هم د دغه ادارې یو کارکوونکي محمد عابد چې پخپله یې هم د نشې عادت نه دعلاج د لارې ځان خلاص کړی،  سدره سره د نکاح د لارې هغې ته د یو نوي ژوند شورو کولو موقع ورکړه. ‎محمد عابد ډيوه سره خبرو کې وایي" چئيرمین صیب د دې (سدره) څه ویډیوګانې شریکې کړې چې دا جینۍ اوس ښه شوې ده اؤ دا به اوس له علاج وروسته چرته ځي، نو ما خپل مور پلار ته وویل چې زه به دې جینۍ سره واده کوم، د عزت څادر به پرې اچوم او هغوي مې څه په منت زارۍ رضا کړل. انشاء الله دې ته به څه تکلیف نه وي دا به ما سره خوشحاله وي". ‎د محمد عابد او سدره بي بي دې نوې ژوند شورو کولو کې د سیو لايف فا‌ؤندیشن  مشر حکیم خان  لکه د یو پلار پوره پوره مرسته کړې ده هغه وایي: "دوي ته ما د خپل طرف نه کور، دواړو ته جاب، د دوي  د جهیز سامان چې څومره وو. د پروګرام د دې نکاح چې څومره اخراجات وؤ هغه ټول ما برداشت کړل اؤ د یو لور په حیثیت سره د دې دپاره زما د سکه لور په شان جذبات دي او د دوئ په سر به زما لاس وي". ‎د واده دستوره کې شاملو یو شمیر کسانو ډیوه ته وویل د سدره بي بي په شان د نشې د نورو عادی خلکو علاج لپاره حکیم خان غوندې خلکو او ادارو سره د حکومتي مرستو ضرورت دی چې دغه سهولتونه عام شي او د نشې لعنت له مینځه ووځي.

27.04.2024 ډیوه

حماس وايي‌ د اسرائیل سره د اوربند پر تازه وړاندیز غور کوي

حماس د شنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوايي اتمه) خبر ورکړ چې په غزه کې د احتمالي اوربند په اړه د اسرائیل پر تازه وړاندیز باندې غور کوي. له دې یوه ورځ وړاندې یو مصری پلاوی د سولې د ځنډېدلو خبرو اترو د بیا پیلولو په نیت اسرائیل ته رسیدلی و.

27.04.2024 امریکا غږ

حماس وایي‌ د ډزبندۍ لپاره د دوی د وړاندیزونو په اړه د اسرایل جواب یې تر لاسه کړ

واشنګټن — په غزه پټۍ کې د حماس ډلې مرستیال مشر په یوه بیان کې ویلي، د شنبې- خالي په ورځ یې د ډزبندۍ لپاره د دوی وروستي وړاندیز ته د اسرایلي حکومت رسمي جواب تر لاسه کړی او تر جواب ورکولو مخکې به یې مطالعه کړي. د حماس مرستیال مشر خلیل الحیا چې اوس په قطر کې اوسیږي، د خپلې ډلې له خوا په خپاره شوي بیان کې ویلي: "حماس نن د صیهونیسټي قبضې رسمي غبرګون تر لاسه کړ چې د اپرېل په دیارلسمه د مصر او قطر منځګړو ته سپارل شوی وو". په غزه کې د اسرایل او حماس د جګړې تر شپږ نیمو میاشتو زیاته موده شوه خو د اوږدې ډزبندۍ لپاره خبرې اترې په ټپه ولاړې دي ځکه چې حماس پر خپلو غوښتنو ټینګ ولاړ دی او وایي هر ډول تړون به هغه وخت کیږي چې جګړه ودرېږي. د مصر یوه پلاوي د جمعې په ورځ له اسرایلي چارواکو سره د خبرو لپاره اسرایل ته سفر وکړ، چې مقصد یې د جګړې د ختمولو او له حماس ډلې سره د پاته یرغمل شویو کسانو د بیرته را خوشي کولو لپاره د خبرو بیا پیل کولو ته یوه لاره برابرول دي. یو چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل، اسرایل د خبرو لپاره کوم نوی وړاندیز نه لري، خو وایي د یوې محدودې ډزبندۍ په اړه غور کولو ته تیار دي چې په بنیاد به یې حماس د 40 یرغملو پر ځای- چې مخکې پرې بحث روان وو- 33 یرغمل خوشي شي د پنجشنبې- زیارت په ورځ امریکې او 17 نورو هیوادونو له حماس ډلې وغوښتل چې د بحران ختمولو ته د یوې لارې جوړولو لپاره له ځان سره ساتلي ټول یرغمل کړي کسان خوشي کړي. حماس مخکې ویلي وو نړیوال فشار ته به غاړه نه ږدي خو د جمعې په ورځ یې په یوه بیان کې ویلي چې "د هر هغه نظر یا وړاندیز لپاره تیار یو چې زموږ د خلکو اړتیاوې او حقونه په پام کې ونیسي." خو حماس پر خپلو مهمو غوښتنو ټینګار کوي چې اسرایل رد کړې دي او د امریکې او نورو هېوادونو پر خپره شوې ګډه اعلامیه یې نیوکې کړې دي چې وایي د دایمي ډزبندۍ او له غزې پټۍ د اسرایلي ځواکونو د وتلو غوښتنه یې نه ده کړې. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوېن د جمعې په ورځ وویل چې د جګړې د پای ته رسولو او د پاته یرغمل شویو کسانو د بیرته را خوشي کولو په برخه کې یې په خبرو کې نوی حرکت لیدلی دی. د امریکې اکسیووس رسنۍ د دوو اسرایلي چارواکو په حواله رپوټ کې ویلي، اسرایل د جمعې په ورځ مصري منځګړو ته وویل دوی چمتو دي چې درېدلو خبرو اترو ته "یوه وروستۍ موقع" ورکړي او په رفح کې تر عملیاتو مخکې له حماس سره یو تړون ته ورسیږي. د غزې پټۍ رفح ښار د شاوخوا یو میلین خلکو لپاره وروستی د پناه ځای دی، په دې ځای کې هغه فلسطینیان په کېمپونو کې مېشت دي چې اسرایلي ځواکونو د بمباریو له کبله هلته کډه شوي دي. امریکا او غربي نړۍ بیا بیا له اسرایلي حکومته غواړي چې په رفح کې له عملیاتو ډډه وکړي، خو د اسرایل وزیراعظم هم په تکرار سره ټینګار کوي چې د حماس د بشپړ ځپلو لپاره به خامخا په رفح کې مځکني عملیات کوي. په رفح کې د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، پر یوه کور د اسرایلي ځواکونو په تازه هوايي برید کې لږ تر لږه پینځه کسان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي. د تېر کال د اکتوبر پر اوومه چې حماس پر اسرایل برید کړی وو او د چارواکو په وینا ‍1,200 تنه یې وژلي او 250 یې یرغمل کړي وو. اسرایلي چارواکي وایي په یرغمل کړو کې 100 ژوندي لا هم د حماس په ولکه کې دي او تر 30 زیاتو کسانو مړي په غزه کې دي. د غزې د روغتیا وزارت وایي په تېرو شپږو میاشتو کې د اسرایلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي فلسطینیان تر 34,300 زیات شوي او تر 77,200 ټپیان شوي دي، چې زیات پکې ښځې او ماشومان دي خو په وژل شویو او ټپیانو کې یې د وسلوالو او عامو خلکو شمېر جلا نه دی ښوولی.

27.04.2024 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more