هند که پاکستان؛ کوم یو یې ډېرې اتومي وسلې لري
هند او پاکستان د شنبې په ورځ جنوري ۱ (مرغومي۱۱) په نوي ډهلي او اسلام آباد کې د خپلو دپلوماتانو د لارې د بندیانو لستونه تبادله کړل.
کابل کې مظاهره کوونکو یو ځل بیا د افغانستان د پیسو ازادولو غوښتنه وکړه
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د یوې مظاهرې په ترڅ یو ځل بیا د امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوو پیسو د ازادولو غوښتنه وکړه.
د هغې نجلۍ داستان چې ۷ کلنۍ کې یو ډېر مسن سړي ته واده شوه
فاطمه اوه کلنه وه چې د یو داسې د پاخه عمر سړي ته واده شوه چې د هغې د نیکه هومره عمر یې درلود. فاطمه د خپلې خسرګنۍ په کور کې ووهل شوه، وډبول شوه، جنسي تیری پرې وشو، لوږې یې وزغملې او آن دا چې د خپل ځان د وژلو کوښښ یې وکړ.
مولوي عارف؛ طالب سرتیرو ته: خلکو ته د ږیرو پرېښودو سپارښتنه وکړئ
د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د اسلاح او روزنې رئیس طالب سرتیرو ته لارښوونه کړې چې خلکو ته د ږيرو پرېښودو او موسیقۍ نه اورېدو سپارښتنې وکړي.
امریکا کې اور څه باندې ۱۰۰۰ کورونه وران کړي
د امریکا د متحده ایالاتو د کولوراډو په ایالت کې چارواکي وایي پدې ایالت کې اور چې په ځنګلونو کې لګیدلی، تقریباً ۱۰۰۰ کورونه یې تبا کړي او لږ تر لږه درې کسان بې درکه شویدي.
روغتیا وزارت: سره صلیب د افغانستان د ۱۷ تخصصي روغتونونو د چلولو مسولیت اخیستی
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې په افغانستان کې د څو حوزوي روغتونونو په ګډون د ۱۷تخصصي روغتونونو د چلولو مسولیت په غاړه اخیستی دی.
پاپ په نړۍ کې د تاوتریخوالي د پای او د سولې د ټینګیدو غوښتنه وکړه
د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس، د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ ورځ چې د سولې د نړیوالې ورځې د ۵۵کالیزې سره برابره ده، د تاوتریخوالیو د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.
امنیتي ستونزې؛ د پنجشنبې په ورځو طالبانو ته د پاسپورت ویشل لغو شول
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست د طالبانو او د هغوی د کورنیو د غړو لپاره د پاسپورتونو تر لاسه کولو لپاره د پنجشنبې ورځ لغوه کړه.
هند له افغانستان سره د کروناویروس واکسین ۵۰۰زره ډوزه مرسته وکړه
هندوستان له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو په لړ کې نن شنبه د کرونا ویروس ضد واکسین ۵۰۰زره ډوزه مرسته وکړه.
یونیسف: افغانستان په تیرو ۱۶ کلونو کې د ماشومانو تر ټولو زیات تلفات لرل
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د ۲۰۰۵ میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو تر ټولو زیات مرګ ژوبله لرل.
کاناډا د افغانستان ښځینه قاضیانو ته پنا ورکوي
د کاناډا د کډوالو د چارو وزارت وایي د افغانستان هغه قاضیانې د کورنیو سره یو ځای مني چې په یونان کې بې سرنوشته پاتې دي.
هند کې په ټیل ماټیل کې ۱۲ تنه مړه شوي
د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې چارواکي وایي د شنبې په ورځ وختي په یو مذهبي زیارت کې د خلکو په ټیل ماټیل کې لږ تر لږه ۱۲ تنه مړه شوي او ۱۳ ټپي شویدي.
روسیې ته د امریکا خبرداری: په اوکراین یرغل به په لوړه بیه تمام شي
د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وایي د خپل روسي انډول سره یې په ټیلیفوني خبرو کې یو ځل بیا پدې ټینګار کړی چې د اوکراین پر ضد د اقدام له کبله به په مسکو بندیزونه ولګوي او متحده ایالات به په اروپا کې خپل حضور ډیر کاندي.
د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه
د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.
د اریانا سعید سندره د بلینکن د خوښې وړ سندرو په لیست کې
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن نن د ډسمبر په ۳۱مه (مرغومي ۱۰) نيټه د خپلې خوښې وړ سندرو لست خپور کړ چې په ۲۰۲۱ کې تولید او خپرې شوې دي.