شاته

امنیتي ستونزې؛ د پنجشنبې په ورځو طالبانو ته د پاسپورت ویشل لغو شول

وروسته تر هغه چې تیره پنجشنبه د پاسپورت ریاست مخته د ځانمرګي برید د مخنیوي خبر ورکړل شو، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست د طالبانو او د هغوی د کورنیو د غړو لپاره د پاسپورتونو تر لاسه کولو لپاره د پنجشنبې ورځ لغو کړه.

د پاسپورت رئیس عالم ګل حقاني نن شنبه په یو ویډیوي پیغام کې ویلي: "ټولو هیوادوالو، دولتي کار کوونکو او مجاهدینو وروڼو ته خبر ورکول کیږي چې د پنجشنبې ورځ د مجاهدینو لپاره مختص شوې وه، هغه ورځ لغوه او نور دي مجاهدین پر دغه ورځ د پاسپورت اخیستلو لپاه مراجعه نکوي."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست شااوخوا درې اونۍ مخکې وویل چې د پنجشنبې په ورځو به یوازې طالبانو او د هغوی د کورنیو غړو ته پاسپورتونه ورکوي.

د یاد ریاست تر اعلان یوه اونۍ وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وویل چې د پنجشنبې په ورځ یې د پاسپورت ریاست مخته د یوه ځانمرګي برید مخه نیولې ده.

طالبانو وویل چې یاد کس غوښتل د پاسپورت ریاست ته داخل شي چې د یاد ریاست د ساتونکو لخوا تر پيژندلو وروسته په ډزو ووژل شو.

د پاسپورت ریاست عمومي سرپرست پخپل ویډیويي پیغام کې ویلي یاد ریاست تر بادې پېښې وروسته یاد ریاست د امنیتي ستونزو له امله د مراجعینو پر مخ بند دی.

نوموړي زیاته کړې چې د دغه ریاست لپاره پر امنیتي تدابیرو باندې کار روان دی په خبره یې ډېر ژر به د مراجعینو پر مخ پرانیستل شي.

ښاغلي حقاني ویلي چې تر دې وروسته به د جمعې ورځې ترڅنګ د پنجشنبې په ورځ هم د پاسپورت ریاست رخصت او د مراجعینو پر مخ به بند وي.

د پاسپورت رئیس له طالبانو څخه غوښتي چې په عامو ورځو کې په محدودو شمېر کې د پاسپورت اخیستلو لپاره دغه ریاست مراجعه وکړي.

د دغه برید مسؤلیت د داعش ـ خراسان څانګې په غاړه اخیستی و.