ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کابل ته د ملګرو ملتونو د مرستو انتقال او د بشري وضعیت د خرابیدو خبرداری

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته د لومړي ځل لپاره روانه اوونۍ له بیځایه شویو افغانانو سره د مرستې په هدف کابل ته په یوې الوتکې کې ۳۳ ټنه مواد انتقال کړل. 

04.11.2021 امریکا غږ

د بلاروس یوې بار وړونکي الوتکې سقوط کړی او ټوله علمه یې وژل شوې

په سربیا کې د بلاروس د یوې الوتکې د سقوط او سوځیدو له امله په الوتکه کې ټول نهه سپاره کسان وژل شوي دي. 

04.11.2021 امریکا غږ

پنټاګان: کابل کې د امریکا هوایي برید د جګړې قانون نقض کړی ندی

د امریکا دفاع وزارت له څیړنو وروسته د چهار شنبې په ورځ نومبر ۳ (لړم ۱۲) وویل چې د اګست په میاشت کې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې چې له امله یې ۱۰ ملکي افغانان ووژل شول، هیڅ قانون تر پښو لاندې شوی ندی. 

04.11.2021 امریکا غږ

داعش د سوریې په مرکزي‌ او ختیځو برخو کې بریدونه ډیر کړي

د سیمه ایزو راپورونو له مخې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پورې اړوندو جنګیالیو په وروستیو ورځو کې د سوریې په مرکزي او ختیځو برخو کې خپل بریدونه زیات کړي دي. 

04.11.2021 امریکا غږ

امریکا کې د ویرجینیا او نیوجرسي ایالتونو د والیانو ټاکنې ترسره شوې 

د امریکا د ویرجینیا او نیوجرسي ایالتونو د والیانو په ټاکنو کې په ویرجینیا کې جمهوري غوښتونکی ګلن یانګکین ګټونکی اټکل شوی او په نیوجرسي ایالت کې جمهوري غوښتونکی جک چیتاریلي د خپل دموکرات سیال، فل مورفي څخه مخکې دی. 

03.11.2021 امریکا غږ

یونیسف: د نجونو زده کړو لپاره غواړو په مستقیمه توګه افغان ښوونکو ته معاش ورکړو 

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) وایي د داسې یو سیستم په جوړولو بوخت دي چې په مستقیمه توګه افغان ښوونکو ته معاشونه ورکړي. دوی دا کار په داسې حال کې کوي چې نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت ته د پیسو په انتقال باندې بندیز لګولی دی. 

03.11.2021 امریکا غږ

افغانستان کې له بانکونو څخه د پیسو ایستلو ونډه دوه چنده شوه

د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د افغانستان د بانکونو د ډالرو انفرادي حساب لرونکي کولای شي له دې وروسته په اونۍ کې ۴۰۰ډالر (۳۰زره افغانۍ) او یا په میاشت کې یو ځل ۱۲۰۰ډالر (۱۰۰زره افغانۍ) د خپلو حسابونو څخه وباسي. 

03.11.2021 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

03.11.2021 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

03.11.2021 امریکا غږ

ملګري ملتونه: افغانستان کې ۳.۵ میلیون کسان د جګړو په وجه بیځایه شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري (UNHCR) په افغانستان کې د داخلي بیځایه شویو د ناوړه وضعیت په هکله اندیښنه ښودلې.

03.11.2021 امریکا غږ

یاهو شرکت په چین کې خپل خدمات بند کړل

یاهو شرکت ظاهرا تر ډیره په یوه سمبولیک اقدام کې د سه شنبې په ورځ نومبر ۲ وویل چې په چین کې یې د ستونزمن عملیاتي محیط له امله خپل خدمات بند کړي دي. 

03.11.2021 امریکا غږ

کولمبیا کې د ځمکې د ښوویدو له امله ۱۰ کسان وژل شوي 

د ژغورنې مسولین وایي چې د کولمبیا په جنوب غرب کې د سختو بارانونو وروسته پر یوه هوټل د ځمکې د ښوویدو له امله لس کسان وژل شوي دي. 

03.11.2021 امریکا غږ

د سي آی اې مشر د امریکا او روسیې د اړیکو په اړه مسکو ته تللی

د امریکا د متحده ایالتونو د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر ویلیم برنز د واشنګټن او مسکو د اړیکو په اړه د بحث لپاره په یوه کم ساري سفر کې روسیې ته سفر تللی دی.

03.11.2021 امریکا غږ

په تیر یو کال کې افغانستان کې ۱۲خبریالان وژل شوي

د افغان خبریالانو د مصوونیت کمیټې ویلي چې د تیر کال د نومبر میاشتې راپدیخوا تر اوسه ۱۲خبریالان په افغانستان کې وژل شوي او ۲۳۰نور خبریالان د وهلو ټکولو، ګواښلو او سپکاوي په ګډون د تاوتریخوالي له مختلفو بڼو سره مخامخ شوي دی. 

02.11.2021 امریکا غږ

د سعودي په مشرۍ ایتلاف وایي ۱۱۵حوثي یاغیان یې وژلي

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف ویلي چې د یمن د مارب ستراتیژیک ښار په شاوخوا کې ددې ایتلاف په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۵ حوثي یاغیان وژل شوي دی. 

02.11.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more