ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینه ماڼۍ: امریکا د ایراني کښتۍ له ګواښونو وروسته خلیج ته نور ځواکونه استوي
د امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ مۍ ۱۲ (غوایي ۲۲) وویل د تیلو په بډایه اوبو کې د ایراني کښتیو له ځورونې وروسته یې پریکړه کړې چې خلیج ته نور ځواکونه ولیږي.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د امریکا غږ اشنا راډیو د سپینې خبرې په خپرونه کې په ترکیې کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو د خپرونې له میلمنو سره بحث لرو.
د قطر صدراعظم په کندهار کې د طالبانو له رئیس الوزرا سره وکتل
د قطر صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د جمعې په ورځ مۍ ۱۲ ( غوايي ۲۲مه) د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ته سفر وکړ او هلته يې د طالبانو له رئیس الوزرا محمد حسن اخند سره وکتل.
په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو بندیز
د شنونکو په وینا، د پاکستان حکومت لخوا د دغه هېواد د پخواني صدر اعظم، عمران خان د نیول کیدو په تړاو د سترو لاریونونو د مخنیوي لپاره پر ټولنیزو رسنیو وروستي بندیز، د نوموړي په ګټه تمامه شوې ده.
د حایل اونیزه خپرونه
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه
د دیرش دقیقو په دغه خپرونه کې په پاکستان کې د هغه هیواد د پخواني صدراعظم عمران خان تر نیول کېدو وروسته د بدلونونو په اړه رپوټ او د میلمه سره بحث لرو. په خپرونه کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه طالبانو ته د چین د سپارښتنو په اړه رپوټ او له میلمنې سره بحث هم کتلای شئ.
چین: طالبانو د اسلامي غورځنګ د مخنیوي لیکلې ژمنه کړې
چین وايي، د طالبانو حکومت دوی ته لیکلي ورکړي، چې شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ به د چین پر ضد د افغانستان خاوره نه کاروي.
ژوند په امریکا کې- وطني بنډار په امریکا کې
دا اونۍ په امریکا کې میشت یو افغان، ذبیح الله عطایي سره مرکه لرو چې په افغانستان ، پاکستان ، او امریکا کې یې ژوند کړی او خپل خاطرې بیانوي.
د نرسانو نړیواله ورځ؛ 'د نرسانو پرته د روغتیایي نظام شتون ناشونې دی'
د نرسانو نړیوالې ورځې په مناسب د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې نرسان د روغتیایی خدمتونو په وړاندې کولو کې مهمه ونډه لري او د دوی پرته د روغتیایي نظام شتون ناشونې دی.
محکمې په ضمانت د عمران خان د خوشې کېدو پرېکړه وکړه
د اسلام اباد عالي محکمې د جمعې په ورځ مې ۱۲ (غوايي ۲۲) د پخواني صدارعظم عمران خان په ضمانت د خوشې کېدو پرېکړه وکړه.
طالبان: لا هم له بلغاریا څخه افغانستان ته د ۱۸ افغانانو د جسدونو د انتقال هڅه کوو
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د پرله پسې هڅو سره سره دا وزارت له بلغاریا څخه افغانستان ته د هغو ۱۸ افغانانو د جسدونو په انتقال نه دي بریالي شوي، چې نږدې درې میاشتې وړاندې یې صوفیا سره نږدې په یوه پیښه کې ژوند له لاسه ورکړی و.
د اسلام اباد پولیس معترضینو ته: امنیت مه خرابوئ
د پاکستان په ځینو ښارونو کې د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د ګوند د پلویانو له خوا د تیرو دریو ورځو د تاوتریخوالي ډکو لاریونونو وروسته د اسلام اباد پولیسو ددغه ګوند پلویانوته خبرداری ورکړی، چې د امنیت د خرابولو څخه دې ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان: د طالبانو له خوا د اعدام سزا اعلان ټکان ورکوونکی دی
د ملګروملتونود بشري حقونو د شورا کارپوهانود طالبانو د سترې محکمې له خوا د سنګسار او تردیوال لاندې کولو په ګډون د فزیکي سزاګانو وروستي تصویب د اعلان په اړه ژوره اندیښنه ښودلې ده.