د حایل اونیزه خپرونه
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه
د دیرش دقیقو په خپرونه کې اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د سفر او د ملګرو ملتونو لخوا په دوحې کې د افغانستان په اړه د ترسره شوې غونډې په اړه رپوټ او له میلمه سره بحث لرو. په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه هم په دې خپرونه کې بحث لرو.
د روغتیا نړیوال سازمان د کوویډ-۱۹ بیړني وضعیت د ختمولو پرېکړه وکړه
د روغتیا نړیوال سازمان نن جمعه د مۍ پنځمه (غوايي ۱۵) وویل چې د کوویډ-۱۹ وبا چې په تیرو دریو کلونو کې یې د میلیونو انسانانو ژوند واخیست او اقتصادي کړکیچونه یې رامنځته کړل، نور یو بیړني نړیوال روغتیایی وضعیت نه دی.
ژوند په امریکا کې - د اشنا تلویزیون د خپرونو د پردې تر شا
د امریکا غږ له خبریالانو سره در کار پر مهال خبرې او د اشنا تلویزیون د خپرونو د پردې تر شا ، په دې خپرونه کې کتلی شی.
امیرخان متقي د چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ټاکل شوې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ د بهرنیو چارو د وزیرانو په پنځمه نوبتي غونډه کې د ګډون لپاره د جمعې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته لاړ شي.
د طالبانو محکمو د قصاص او سنګسار شاوخوا ۲۰۰ حکمونه صادر کړي
د افغانستان ستره محکمه، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي وايي، چې دغې محکمې تراوسه د قصاص، دیه، سنګسار او رجم شاوخوا ۳۰۰ حکمونه صادر کړي دي.
د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار سعودي عربستان ته ځي
ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان راتلونکې اوونۍ د سعودي عربستان د مشرانو سره د خبرو لپاره ریاض ته په رسمي سفر ولاړ شي.
بلجیم کې ۷ تنه داعش سره د ملاتړ په شک نیول شوي
په بلجیم کې چارواکي وایي ۷ تنه یې پدې شک نیولي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې ملاتړ یې کاوه او د" ترهګریز برید" د کولو دسیسه یې جوړوله.
بلنکین: ارمنستان او آزربایجان ۳۰کلنې شخړې پای ته رسیدو لپاره موافقې ته نږدې شوي
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وایي ارمنستان او آزربایجان دسولې یوې موافقې ته نږدې شوې چې له مخې به یې د ناګورونو – قره باغ سیمې پر سر د دې دواړو هیوادونو دیرش کلن جنجال پای ته ورسیږي.
رونډا کې د ځمکې ښویدو په پيښې کې لږ تر لږه ۱۳۰ تنه وژل شوي
په رونډا کې چارواکي وایي د ډیر باران ورښت له کبله د دې هیواد په شمالي برخو کې په شدیدو سیلابونو او ځمکې ښویدنې په پیښو کې لږ تر لږه ۱۳۰ تنه وژل شوي او د خلکو زرګونه کورونه تبا شویدي.
نیومن: اروپايي ټولنه د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه فکر نه کوي
د اروپايي پارلمان غړې حنا نیومن چې تازه افغانستان ته تللې وه، د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې نړیواله ټولنه د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو او د نجونو د زده کړو په اړه مجبوره ده چې د طالبانو سره خبرې وکړي او دا تعامل د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دی.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
بایډن د جګړې له کبله په سودان باندې د نویو بندیزونو لګولو ګواښ وکړ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن پنجشنبه مۍ څلورمه (غوايي ۱۴) وویل چې «باید» په سودان کې روانه جګړه «بنده» شي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
په پاکستان کې په یو ښوونځي باندې برید شوی او ۷ تنه وژل شوي
د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې پولیس او مقامات وايي چې د پنجشنبې په ورځ مۍ څلورمه (غوايي۱۴) په یو ښوونځي کې د سني او شیعه وو ترمنځ په مذهبي شخړې کې پنځه ښوونکي او دوه کارګر وژل شوي دي.