ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نیکلسن: ننګرهار کې د داعش سلګونه جنګیالي وژل شوي

په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان وایي په تیرو دوو اونیو کې د امریکا د متحده ایالاتو په ملاتړ افغان ځواکونو د داعش شاوخوا ٣٠٠ جنگیالي وژلي دي. جان نیکلسن وایي د ننگرهار په ولایت کې تعرضي عملیات د امریکا د متحده ایالاتو د هغو عملیاتو یوه برخه ده چې هدف یې په ټوله نړۍ کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) ځپل دي. د داعش ډله چې د اټکل له مخې د افغانستان په درې یا څلورو ولسوالیو کې شتون لري، تیره میاشت یې په کابل کې د هزاره لږکیو پر لاریون باندې د برید مسؤلیت ومانه چې په کې لږ تر لږه ٨٠ تنه وژل شوي وو. جنرال نیکلسن د چهارشنبې په ورځ د هند په پلازمینه نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل، افغان ځواکونه د امریکا په ملاتړ د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې د ترهگرۍ ضد عملیات پرمخ بیایي "دوی ددغه سازمان څو مهم مشران او نژدې ٣٠٠ جنگیالي وژلي دي". هغه زیاته کړه "د پوره شمیرې ترلاسه کول مشکل دي، خو دا په افغانستان کې ددې سازمان لږ تر لږه د ٢٥ فیصدو جنگیالیو له منځه تلل دي چې هغوی ته یوه سخته ضربه ده". د اسلامي دولت ډله دمخه په افغانستان کې د طالبانو په پرتله یو کوچنی گواښ گڼل کیږي. د سه شنبې په ورځ په افغنستان کې د ناتو ماموریت پوځي مقاماتو وویل په ننگرهار کې یو شمیر امریکایي سرتیرو وروسته له هغې چې داعش پرې برید وکړ مجبور شول چې خپل تجهیزات او وسلې پریږي او په شا لاړ شي. د داعش جنگیالیو په انترنیټ کې هغه تصویرونه خپاره کړي چې یو شمیر امریکایي وسلې او مهمات په افغانستان کې د دوی د جنگیالیو په لاس کې دي.

10.08.2016 امریکا غږ

د کندز د ملي امنیت رئیس په یو برید کې ټپي شوی

چارواکي وایي، د کندز د ملي امنیت رئیس، په موټر نن سهار وختي وسله والو ډزې کړي چې له امله یې هغه ټپي شوی، خو روغتیایي حالت یې ښه دی.

10.08.2016 امریکا غږ

پخواني چارواکې: ټرمپ به خطرناک جمهور رئیس وي

د ملي امنیت په چارو کې پنځوسو پخوانیو سلاکارانو خبرداری ورکړی چې سپینېماڼۍ ته د رسیدو په صورت کې به ډانلډ ټرمپ د متحدو ایالتونو په تاریخ کې یو "ستر بي پروا" جمهور رئیس وي. د امنیتي چارو دغه پوهان وایي چې ټرمپ د جمهوري ریاست لپاره "لازم شخصیت، ارزښت او تجربه" نه لري. د هغو کسانو په ډله کې چې په لیک یې دستخط کړی، اکثرو ېې له وړاندې نه د ډانلډ ټرمپ له نوماندۍ سره مخالفت درلود. پدېکې د استخباراتو او کورني امنیت پخواني رئیسان، د جمهوریت غوښتونکو د پخوانيو جمهور رئیسانو ستر سلاکاران او نور شامل دي. په لیک کې چې یوه کاپې د نیویارک ټایمز لخوا خپره شوې په ډاګه ویل شوي چې که ټرمپ جمهور رئیس شو نو د متحدو ایالتونو ملي امنیت به له خطر سره مخامخ کړي. د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست لپاره د جمهوریت غوښتونکو نوماند په ګوند کې دننه له سختو ستونزو او جنجالونو سره لاس او ګریوان دی. د لیک په یوه برخه کې راغلي: "موږ پدې معتقد یو چې هغه (ټرمپ) به یو خطرناک جمهور رئیس وي او زموږ د هېواد ملي امنیت او سلامتیا به له خطر سره مخامخ کړي." ​ که څه هم چې په لیک کې ویل شوي ندي چې آیا دغه کسان به د ټرمپ دیموکراتې سیالې، هیلري کلنټن ته رایه ورکوي خو دا په ډاګه لیکل شوي چې لدې پنځوسو کسانو څخه به یوه هم ټرمپ ته رایه ورنکړي. پدې تړاو دانالډ ټرمپ غبرګون ښودلی او ویلي چې دې چې دې د خپل هېواد لپاره عالي لیدلوری لری. ټرمپ د لیک لاسلیک کونکي او خپله سیاله، هیلري کلنټن پدې تورنه کړې چې د داعش ډلې ته یې د سر پورته کولو اجازه ورکړې ده. لدې سره سره، د ټرمپ او هیلري انتخاباتې منډې ترړي په درز سره روانې دي. د میشیګن ایالت د ډیترویت په اقتصادي خونه کې د خپل اقتصادي پلان د تشریح کولو پر مهال، ښاغلي ټرمپ ژمنه وکړه چې پر امریکایانو به مالیه را کموي. ښاغلي ټرمپ وویل "زه د ټولو لپاره پر عایداتو د مالیې د کمولو وړاندیز کوم په خاصه توګه د منځني طبقې پر امریکایانو باندې. دا به نوې او ډیر ښه معاش لرونکې دندې پیدا کړي. بډای به خپله برخه ورکوي خو هیڅوک به هومره مالیه ورنکړي چې وظایف له منځه یوسي او یا د یو ملت په توګه زموږ وړتیا ته دومره  تاوان ورسوي چې له نورو سره سیالی ونکړی شو. هاخوا دیموکراته نومانده، هیلري کلنټن په فلوریدا ایالت کې امریکایانو ته د دندې موندلو په لارو چارو وغږیده.  ژمنه یې دا وه چې "زه غواړم د دندو په پیدا کولو او د عاید په زیاتولو کې مرسته وکړم. زه به د خپل کار په لومړیو سلو ورځو کې له دواړو ګوندونو سره کار وکړم چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د دندو د موندلو سترې پانګونې ته رایه ورکړي. د امریکا عمومي انتخاباتو ته شاوخوا درې میاشتې وخت پاتې دی او پدې موده کړې دواړه نوماندان،  میرمن هیلري او ټرمپ هڅه کوي چې خپل پروګرامونه خلکو ته تشریح کړي.

09.08.2016 امریکا غږ

سږکال ۲۴۰۰۰ افغانان حج ته ځي

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي ټاکل شوې چې سږکال ۲۴زره افغانان د حج لپاره عربستان ته ولاړ شي. پر هر حاجي باندې ۲۳۰۰ ډالره لګښت راځي.

09.08.2016 امریکا غږ

وزیري: د اچین په عملیاتو کې سلګونه داعش جنګیالي وژل شوي

 د افغانستان په ختیځ کې د داعش د ظهور په لومړنۍ سیمه اچین کې ددغې ډلې پر وړاندې د قهر سېلاب عملیاتو لړۍ د مامند تنګي په خوله کې روانه ده . د مامند دره او پېخې خوړ دوه هغه سیمې دي،چې د داعش ډلې زور ور ټول شوی  او له حکومتي ځواکونو سره په کلک مقاومت کې دي. عملیات له تېرو دوو اونیو راهیسې پیل شوي،حکومت کابو پنځه کیلومتره مخکې تګ کړی، خو د سوکه تلو لامل یې په یوه خوړ د سېلاب راوتو له امله د لارې خرابي ګڼل کېږي. په پاکو شویو سیمو کې نژدې ټول کورنه خالي او ځینې یې ان کنډواله شوي دي. مونږ د شډل بازار ته ورسېدو هغه چې حکومتي ځواکونو په تازه عملیاتو کې نیولی دی. دغه بازار هیڅ داسې نه ښکاري،چې ګوندې یو وخت دې پکې سلګونو کسانو پیر او پلور کوو. بڼه یې بیخي بدل شوې، د اکثرو یې چتونه رالوېدلي،څه یې سوځېدلي او ځینې یې بیخي ړنګ شوي دي،په ټوله کې ددغې بازار وضعیت د یوې ترخې جګړې او تباهۍ ګواهي کوي. د حکومت لخوا په نیول شویو سیمو کې نژدې ټول کورنه خالي دي،ځینو ته قلپونه پراته دي،خو ډېر یې داسې دي چې دروازې یې ړنګې شوي او د سیمه ییزو خلکو په باور داعش د د قرارګاوو او سنګرونو په توګه ګارولي دي.  ددې سیمې اکثره خلک وروسته له دوو کالو د خپلو مېنو لیدلو ته ورغلي. دوی وايي که ټولې سیمې پاکې شي نو له سختۍ او کډوالۍ ژونده به خلاصی پیدا کړي.  سید پاچا د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه وايي:"مونږ سره داعش ډېر ظلم کړی دی،که ټولې ساحې پاکې شي او مونږ ته موقع برابرې شي نو مونږ به بېرته خپلو کورنو ته لاړ شو". ځايي خلک وايي حکومتي دې نیولې سیمې د راتلونکې لپاره وساتي کنه له عملیاتو وروسته بیا ځلې هم د وژنو لړۍ پیلېدلی شي. په ختیځ زون کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري هم د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلی، هغه وايي عملیات یې بریالي دي،خو ځايي خلک باید د خپلو دروازو قلپونه برسېره کړي. هغه وايي: " نورې ټولې ساحې پاکې شوي دي، دمامند درې خولې ته رسېدلي یو او د پېخې خوړ پاتې دی، ډېر ژر به هغه هم پاک شي،خو خلک باید خپلو کورنو ته راشي". نوموړی وايي په دغه کډو عملیاتو کې یې سلګونه داعش جنګیالي وژلي دي. حکومت وايي په ننګرهار کې اکثره جنګېدونکي داعش وسله وال پاکستاني دي،خو د ازبکستان،چیچنیا او ځینو نورو هېوادونو اوسېدونکي هم دلته جګړې له راغلي دي. په دغو عملیاتو کې د ناټو ځواکونو طیارو هم د افغان ځواکونو ملا ورتړلې. د افغان ولسمشر په امر دغه داعش ضد عملیات په هممهال ډول،کوټ، نازیانو او هسکې مېنې ولسوالیو کې هم دوام لري،چې ډېرو سیمو یې داعش جنګیالي ویستل شوي دي. د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي چې له داعشه په پاکو شویو سیمو کې د بیا روغونې د ګڼو پروژو پلي کېدا یې په لومړیتوبونو کې ده دي.

09.08.2016 امریکا غږ

څیړنه – د مدیترانې خواړه د دماغ د سلامتۍ ضمانت کوي

د مدیترانې د حوزې د وگړو په څیر له غذایي رژیم نه گټه اخیستنه ښایي د مغزو د ښه سلامتۍ او په زړښت کې د اداراک له کمو خطرونو سره د مخامخ کیدو لپاره گټوره وي.

09.08.2016 امریکا غږ

مسلمان زده کوونکي د تګزاس پر پولیسو او معارف دعوه کړې

هغه تنګي مسلمان امریکايي د تکزاس د فدرال ادارې ضد دعوه کړې، چې پولیسو په کور کې د یو ساعت د جوړولو له کبله نیولی وی.

09.08.2016 امریکا غږ

د کابل د کرکټ شپږیزه لېگ سیالۍ پیل شوې

په لومړي ځل دې سیالیو کې د افغان لوبغاړو سره سره د پاکستان اووه لوبغاړي هم برخه اخلي

09.08.2016 امریکا غږ

د افغانستان امریکايي پوهنتون بند دی، استادان یې تښتول شوي

په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون چارواکي وایي چې نامعلومه کسانو د دوی دوه پروفیسوران تښتولي دي.

09.08.2016 امریکا غږ

د سوريې جنگ د سولې خبرو ته خنډ پیښولاي شي: ملگري ملتونه

په محاصره شويو سیموکې بند پاته د ١.٢ ملیونه انسانانو څخه یواځي ۴٠ فيصده خلکو ته مرستي رسیدلي دي.

09.08.2016 امریکا غږ

کریم امین: د سولې موافقت لیک به ډیر ژر لاس لیک شي

د حکمتیار د اسلامي حزب استازی وایي د ملي وحدت حکومت او اسلامې حزب دواړه د موافقت لیک پر ټولو ټکو باندې پوره موافقه لري.

09.08.2016 امریکا غږ

هډه وال : د کلدارو پر ضد کمپاين د افغانۍ ارزښت لوړکړ

د افغانستان د مرکزی بانک مرستيال خان افضل هډه وال اشنا راډيو ته وويل ،  په ځينو ولايتونو کې د خلکو له خوا د کلدارو پر ځاې د افغانۍ کارولو ، د افغانۍ ارزښت لوړ کړې او مرکزي بانک هڅه کوي چې دا ارزښت ثابت وساتی . هډه وال زياته کړه، د خلکو له خوا په خپله خوښه به دا کمپاين ددې سبب شي چې د افغانۍ ارزښت لوړ پاتې شی . په وروستيو کې يو شمير افغانانو د محلي چارواکو په مرسته د جنوب ختيځو ولايتونو په بازارونو او سودا گريز کاروبار کې په کالدارو د راکړې ورکړې د مخنيوي او پر ځاې يی د افغانۍ کارولو لپاره کمپاين پيل کړې . ښاغلي هډه وال دا هم وويل چې له پخوا څخه اوس په بازار کې افغانۍ ته تقاضا ډيره شوې چې دی سره دهيواد په کچه اقتصاد ته گټه رسيدلې . ځينې سوداگر او صرافانو اشنا راډيو سره په خبرو کې ويلی ، سره له دی چې په کارونو کې د لږ تاوان سر مخ دي خو بیا هم خوشحاله دي چې دا مهال يی سوداگريزې چاری د هيواد د اقتصاد په گټه تماميږي . خان افضل هډه وال سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :  

08.08.2016 امریکا غږ

کندهار کې پر کلدارو بندیز هره ورځ یو ملیون افغانۍ ګټه لري

په کندهار کې چارواکي وایي د پاکستانیو کلدارو پر ځای د افغانیو د رایجیدو په کمپاین کي د افغانستان بانک ته هره مورځ نږدې یو ميلیون افغانۍ ګټه رسیږي .

08.08.2016 امریکا غږ

د فراه د احتمالي سقوط په اړه اندیښنې

د فراه ولایت د ولایتي شورا رئیس وایي د مرکزي حکومت د نه پاملرنې په وجه کیدای شي د کندز په څیر طالبان د فراه ولایت هم ونیسي.

08.08.2016 امریکا غږ

په نړیوال معیار په کابل کې د شپږیزې لیک سیالۍ

سږکال به د افغانستان کرکټ په سترو سیالیو، الکوزی شپږیزې لیګ سیالیو کې د تیسټ، پنځوس اوریزو او شل اوریزو لوبو کې اوه بهرني نړیوال لوبغاړي ولوبیږي.

08.08.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more