ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اصف درانی: د ټي ټي پي خلع سلاح کول او مهارول د طالبانو مسوولیت دی

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي چې په افغانستان کې نږدې شپږ زره د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې وسله وال حضور لري چې د پاکستان په سرحدي سیمو باندې په بریدونو کې لاس لري.

12.11.2023 امریکا غږ

ډبلیو ایف پي: ژمي کې افغانانو ته د مرستې لپاره ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې مخکې له دې چې د راروان ژمي د موسم واورې د لرو پرتو سیمو لارې بندې کړي دا پروګرام ډیرو زیاتو مرستو ته اړو افغانانوته د خوړو د مرستې د برابرولو لپاره څلور سوو میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

12.11.2023 امریکا غږ

ملګرو ملتونه: هرات کې له څه باندې ۱۷۶زره زلزله ځپلو سره مرستې شوي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" وايي چې هرات ولایت کې د رښتر په کچه د ۶.۳ درجو دریو سختو پرله پسې زلزلو یوه میاشت وروسته د مرستې رسونې موسسو له ۱۷۶ زرو او ۷۰۰ زلزله ځپلو سره مرسته کړې ده.

12.11.2023 امریکا غږ

بې پولې ډاکټرانو سازمان: سږ کال مو د نږدې ۲۷۰ زرو ناروغانو درملنه کړې

افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) وايي چې په افغانستان کې ددغه سازمان روغتونونو ته د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ناروغانو په شمیر کې د تیرکال پرتله زیاتوالی راغلی دی.

12.11.2023 امریکا غږ

د عربي او اسلامي هیوادونو مشرانو په غزې د اسرائیل بریدونه وغندل

د عربۍ نړۍ او اسلامي هیوادونو مشران چې شنبه نومبر ۱۱ (لړم۲۰) د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې راټول شوي و، په غزې کي د اسرائیلي ځواکونو کړنې یې "وحشیانه" وبللې.

12.11.2023 امریکا غږ

ټرمپ د جمهور رئیس کیدو په صورت کې د میلونونو کسانو شړلو پلان لري: راپور

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې شنبه نومبر ۱۱ (لړم۲۰) په یو راپور کې ویلي چې د متحده ایالاتو مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پلان لري چې د خپلې مخکنۍ دورې د کډوالو ځپلو بهیر پراخ کړي.

12.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

12.11.2023 امریکا غږ

د امریکا یوه نظامي الوتکه مدیترانیې بحیرې کې لویدلې

په اروپا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ ویلي یوه نظامي الوتکه شنبه نومبر ۱۱ (لړم۲۰) د مدیترانیې بحیرې په ختیځه برخه کې د روزنې ماموریت پر وخت لویدلې ده.

12.11.2023 امریکا غږ

په لندن کې لاریون کوونکو په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه

د بریتانیا يه پلازمینه لندن کې نن د شنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) شاوخوا ۳۰۰ زره کسانو په یو لاریون کې ګډون وکړ او په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه.

11.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ - ورځنی مسایل

د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي، چې ښایي دغه افغانان په افغانستان کې چې طالبان په کې واکمن دي، د ګواښونو سره مخ شي

11.11.2023 امریکا غږ

په امریکا کی افغانانو ته د کاروبار پیداکولو لپاره هڅې - نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې په امریکا کې افغانانو ته د کاروبار پیداکولو لپاره د هڅو په اړه ددې خپرونې له میلمه، د اقتصادي او تجارتي کاروبار کارپوه، سیام پسرلی ارزونه اورئ.

11.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

11.11.2023 امریکا غږ

کرکټ نړیوال جام: انګلنډ پاکستان ته د ۹۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د کرکټ په نړیوال جام کې د شنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) انګلنډ پاکستان ته ۹۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

11.11.2023 امریکا غږ

په افغانستان کې د ښځو د ازاديو محدودیدل - سپینې خبرې

یوه نوی سروې ښیي چې په افغانستان کی د ښځو ازادۍ محدودې شویدي او کړاوونه زیات شویدي. له پاکستان نه، د سلګونو افغان کډوالو ښځو او نجونو ايستل دغه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي. د حل لاره څه ده ؟

11.11.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

11.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more