شاته

د عربي او اسلامي هیوادونو مشرانو په غزې د اسرائیل بریدونه وغندل

د عربۍ نړۍ او اسلامي هیوادونو مشران چې شنبه نومبر ۱۱ (لړم۲۰) د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې راټول شوي و، په غزې کي د اسرائیلي ځواکونو کړنې یې "وحشیانه" وبللې.

دا غونډه چې د عرب لیګ او اسلامي همکارۍ سازمان غړيو هیوادونو مشران پکې راټول شوي و، د اسرائیل پر ضد یې د سزا ورکوونکو اقتصادي او سیاسي اقداماتو منظوریدو څخه پکې ډډه وشوه.

سره لدې چې ویره ده د حماس – اسرائیل تر منځ روانه جګړه به د منځني ختیځ نورو سیمو ته خوره شي، خو پدې ګډې غونډې کې دې جګړه ته د ځواب ویلو پر سر د سیمې د هیوادونو مشران یوه خوله نه و.

د غونډې په اعلامیې کې د اسرائیل دا ادعا چې په غزې باندې بریدونه یې د "خپل ځان دفاع" په خاطر دي رد شویده او غوښتنه یې کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسرائیل د "تیري" د بندیدیو په خاطر "قاطع او لازم الاجرا" پریکړه لیک منظور کړي.
په اعلامیې کې همدرانګه په اسرائیل د وسلو د پلور بندیدو غوښتنه شوې او په راتلونکو کې د هر ډول سیاسي پریکړه لیک باطلیدل یې غوښتي چې د غزې تړانګه د اسرائیل لخوا د قبضه شوې لویدیځې غاړې څخه بیلوي.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان چې د دې جګړې پیل کیدو څخه وړاندې یې اسرائیل سره د دیپلوماتیکي اړیکو بیرته عادي کیدو باندې غور کاوه، دې غونډې ته یې وویل چې د "فلسطینیانو پر ضد د شویو جنایتونو ملامتي د اسرائیلي چارواکو په قبضې اچوي".

په عین حال کې د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي بیا په غونډې کې وویل چې اسلامي هیوادونه باید د اسرائیل پوځ د "ترهګر سازمان" په توګه ومني.

د متحده ایالاتو په ګډون اروپایي اتحادیه د حماس ډله چې د تیرې اکټوبر میاشتې په سر کې یې په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ او د اسرائیلي چارواکو په وینا پکې ۱۲ سوه کسان ووژل شول، د بهرنیو ترهګرو سازمان په توګه پیژندلې.

سره لدې چې ټاکل شوې وه د عرب لیګ سازمان او اسلامي همکارۍ سازمان غړیو چې ایران یې هم غړی دی په جلا جلا ډول غونډې کړې وی خو دا غونډه وروسته تر هغه یو ځای شوه چې د عرب لیګ غړي د نهایي اعلامیې پر سر موافقې ته ونشوی رسیدلی.

د الجزایر او لبنان په ګډون یو شمیر هیوادونو پدې غونډې وړاندیز کړی و چې په عزې د اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې دي په اسرائیل او متحدینو یې د تیلو صادرات بند شي او هم دې د عرب لیګ هیوادونو غړي ورسره اقتصادي او سیاسي اړیکې پرې کړي.

خو ځینو دیپلوماتو چې د نوم نه څرګندولو په شرط یې د فرانس پریس خبري اژانس سره خبرې کولې ویلي چې عربي متحده اماراتو او بحرین چې د په ۲۰۲۰ کال کې یې د اسرائیل سره دیپلوماتیکي اړیکې عادي کړلې، دا وړاندیز ونه مانه.

په عین حال کې د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو د شنبې په ورځ په یوې تلویزیوني وینا کې وویل چې د عربي هیوادنو مشران باید د حماس پر ضد ودریږي. ښاغلي نیتن یاهو د حماس ډله د "ترهګرۍ ائتلاف" مهمه برخه وبلله چې د هغه په وینا مشري یې ایران کوي.

په غونډې کې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان بیا په لویدیځو هیوادونو انتقاد وکړ.

ښاغلي اردوغان وویل، "دا شرم دی چې دا هیوادونه تل د بشري حقونو او آزادۍ په هکله خبرې کوي خو په فلسطین کې ډله ایزې وژنې باندې بیا غلي دي".

په اسرائیل د حماس ډلې لخوا د اکټوبر ۷ مې نیټې بریدونو په غبرګون کې چې اسرائیلي چارواکو ویلي ۱۲ کسان پکې وژل شوي، اسرائیلي ځواکونو په غزې هوایي بمبارۍ پیل کړلې په غزې کې د عامې روغتیا مسؤلینو په وینا پکې تر دې دمه ۱۱ زره کسان وژل شویدي.

فورم \ دبحث خونه