افغان ځواکونه بیرته د ګرمسیر ولسوالۍ مرکز ته ورستانه شوي
هلمند کې امنیتي چارواکي وایي، افغان ځواکونو تیرماسختن د ګرمسیر ولسوالۍ مرکز ته بیرته ورستانه شوي او دا ولسوالۍ یې په خپل کنټرول کې راوستې ده.
بغلان کې خلکو د کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ لاره تړلې ده
د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ کې د دغه ولایت د اندراب اوسیدونکیو د کابل - شمالي او شمال ختځیو ولایتونو ته غځیدلې لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
بغلان کې د خلکو له خوا د کابل – شمالي ولایتونو د لارې تړل
د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ کې د دغه ولایت د اندراب اوسیدونکیو د کابل - شمالي او شمال ختځیو ولایتونو ته غځیدلې لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
په نائجریا کې د پولیو یا ګوزڼ دوه تازه قضیې ثبت شوي
د روغتیا نړیوال سازمان دوه کاله وړاندې اعلان وکړ چې نائجریا د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ویروس نه پاک شو خو اوس پکې دوه تازه پیښې ثبت شوي.
په پاکستان کې په زور د هندو نجونو د مسلمانولو پرضد مظاهري شوي
په زور د اهل هنود د جینکیو د مسلماناولو ټوله ملامتي د میا میټهو په نامه په یو مذهبی مشر اچول کیږي.
غني: هغه کسان مې په انحصار تورنوي چې ګټې یې په خطر کې دي
د افغانستان جمهور رئیس ټینګار کړی چې شته ستونزې باید ملي موخو پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.
ارګ د عبدالله څرګندونې د "دولتدارۍ د روحې مخالفې" وگڼلې
د افغانستان جمهوری ریاست د حکومت د اجرائیه رئیس د پنجشنبې د ورځې په څرگندونو تاسف ښودلی او هغه یې د دولتدارۍ له موازینو خالف گڼلي دي.
هلمند والي: ناوه کې مو له طالبانو نورې سیمې هم نیولي
د هلمند والي وایي،افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په دغه ولایت کې په روانو جګړو کې افغان ځواکونو نور پرمختګ هم کړی او دغو ځواوکونو د ناوې بازار له طالبانو بیرته نیولی.
ترکیې سوریه کې د روسیې سره د ګډې مبارزې غوښتنه وکړه
ترکیه وایي چې د اسلامي دولت یا داعش ډله ګډ دښمن دی او پکار ده چې په ګډه ورسره مبارزه وشي.
د سوریې جګړه؛ بمباریو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده
په سوریې کې ډاګټرانو وایې چې د هوایې بمباریو له کبله لسکونه کسان مړه او تپیان شوي دي
عراق، سوریې ته تللي امریکایان د چا په ضد جنګیږي؟
په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۱۱۴ امریکایان د عراق او سوريې په جګړو کې ښکیل و.
په ناوې ولسوالۍ کې لسګونه وسله وال وژل شویدي
د هلمند امنیتي مسؤلین وایي چې د ناوې ولسوالۍ محاصره یې ماته کړې او لسګونه وسله وال مخالفین یې وژلي دي.
کابل شپږیزه کرکټ: بند امیر ښاماران او امو نهنگان د دریمې ورځ اتلان شول
په کابل کې د کورني کرکټ لیګ په ترڅ کې نن د بندامیر ښامارانو لوبډلې د بست ساتونکو او د آمو نهنګانو لوبډلې د مس عینک اتلانو ته د زړه پورې سیالیو نه پس ماتې ورکړې. لومړۍ لوبه د محمد نبي په مشرۍ د بندامیر ښامارانو او د نجیب ځدران په مشرۍ د بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ وه،بندامیر شل اوریزه لوبه کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۷ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې ابراهیم ځدراڼ ۵۲ منډې جوړې کړې. د بست ساتونکو لوبډلې توپ اچونکو له لوري محمد نسیم بړیڅ درې لوبغاړي وسوځول. خو د نجیب ځدرن په مشرۍ بست ساتونکو ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۳ منډې جوړې او سیالي یې بندامیر ښامارانو ته وبایلله. د بندامیر ښامارانو له لوري عبدالله عادل، محمد نبي عیسی خیل او نصرت الله دوه دوه لوبغاړي وسوځول. ابراهیم ځدراڼ د سهارنۍ سیالۍ غوره لوبغاړي ډالۍ وبلل شو دوهمه لوبه د نوروز منگل په مشرۍ د مس عینک اتلانو او میرویس اشرف په کپتانۍ د آمو نهنګانو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د آمو نهنګانو کپتان وګټله او توپوهنه یې پیل کړه. دوی د سیالۍ په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۸ منډې جوړې او مس عینک اتلانو ته یې د ۱۵۹ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې جاوید احمدي ۶۳ منډې جوړې کړې. د مس عینک اتلانو توپوهونکو له لوري فضل نیازي ۴ لوبغاړي وسوځول.. مس عینک اتلانو د امو د نهنگانو د توپ اچونکي شرف الدین شرف د غوره بالنگ له کبله ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او د سیالۍ په اتلسم اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۱۵ منډې جوړې او لوبه یې آمو نهنګانو ته وبایلله. د امو نهنګانو له لوري شرف الدین اشرف ۴، میرویس اشرف ۲ او ابراهیم عبدالرحیم هم ۲ لوبغاړي وسوځول.شرف الدین اشرف د سیالۍ غوره لوبغاړي وبلل شو د دریمې ورځې د شپږیزې کرکټ لیگ د سیالیو نه پس شپږ لوبې وشوې چې دې کې د کابل بازانو او د بند امیر ښامارانو دوه گټلي، د امو نهنگانو او د مس عینک یوه یوه گټلې او یوه یوه بایللې، د بست ساتونکو او سپین غر زمریان خپلې دواړه بایللي. د جمعې په ورځ د سپین غر بازان د بست ساتونکو سره او د بند امیر ښار د امو نهنگانو سره مخامخ کیږي..
امریکا په نړۍ کې د مذهبي آزادیو په اړه اندېښنه لري
د متحدو ایالتونو حکومت په نړۍ کې د مذهبي آزادیو په تړاو خپل کلنی راپور خپور کړ.
ابدالي :امریکا او هند افغانستان کې د سولې په اړه یو نظر لري
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندانجنرال جان ویلیم نېکولسن وايي، امریکا غواړي چې هند له افغانستان سره په امنیتي برخو کې نورې مرستې هم وکړي. جنرال جان ویلیم نېکولسن چې د چهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې خبرې کولې وویل، دا په هند پورې اړه لري چې له افغانستان سره په کومه بڼه مرسته کوي خو ده زیاته کړه چې متحد ایالات هند نورو مرستو ته هڅوي. نوموږي ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو ته د بشري سرچینو په برخه کې د نوي ډیلي ستره مرسته هغه بهیر دی چې روان به وي. په دې اړه مو چې کله په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفیر ډاکټر شېدا محمد ابدالي نه پوښته وکړه چې دوي له هند نه د امریکايي جنرال دې غوښتنې ته څنگه گوري؟ نو هغه وویل چې امریکا او هند دواړه د افغانستان دوست او همدرد هیوادونه دي،نو امریکا لخوا په هند تاکید او افغانستان سره مرستو ته هڅونه د افغانستان سره د دواړو ملکونو په ملاتړ دلالت کوي او دا هم څرگندوي چې دواړه ملکونه افغانستان کې د سولې په اړه یو نظر لري. هغه وویل چې راتلونکې میاشت کې د افغانستان لوی درستیز هم هند ته سفر کوي او افغان حکومت چې هند ته د نظامي مرستو په لړ کې کوم غوښتنلیک ورکړی په هغې به ورسره خبرې کوي.