شاته

په نائجریا کې د پولیو یا ګوزڼ دوه تازه قضیې ثبت شوي

دغه دوه تازه پیښې د نائجریا د بورنو په ایالت کې ثبت شویدي چې د بوکو حرام وسله واله ډله پکې زیات فعالیت لري. دې ډلې په عامه توګه د پولیو د واکسین سره مخالفت ښودلی او واکسیناتوران یې دیته نه پریښودل چې د هغوي تر کنترول لاندې سیمو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي.

د نائجریا د روغتیایي چارو مسؤلین وایي چې د دغو تازه پیښو له وجې به د بورنو په ایالت کې شاوخوا پنځه میلیون ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.

د بورنو ایالت والي اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې د واکسین مواد په هیلوکوپترو کې دغه ایالت ته رسیدلي دي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې پدې ایالت کې د څو کالونو راپدیخوا د پولیو یا ګوزڼ ویروس خپور و خو څوک پرې نه و خبر. پدې سازمان کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤل مایکل زفاران وایي چې " د بورنو ایالت ته تګ راتګ سخت دی او همدا وجه ده چې هلته د پولیو د ویروس په هکله چا معلومات نه درلودل."

د نائجریا د عامې روغتیا وزیر ایساک ایدولي وایي چې د بورنو په ایالت کې پوځ تازه تعرضي عملیات وکړل او همدا وجه ده چې هلته د پولیو دغه نوې قضیې روغتیايي مسؤلینو معلومې کړې.

پولیو په ماشومانو کې د دایمي فلج سبب کیږي. دغه ناروغي درملنه نلري او یوازې د واکسین له لارې یې مخه نیول کیږي. دغه ویرویس په ټولې نړۍ کې ورک شویدی خو یوازې په افغانستان، پاکستان او نائجریا کې لا هم پاتې دي.