طالبانو د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ ونیوله
په بغلان ولایت کې امنیتي چارواکي وایي، دهنه غوري ولسوالۍ څخه افغان ځواکونه وتلي او دا ولسوالۍ تیره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.
په واشنګټن کې د افغاني هنرونو نندارتون جوړ شو
دا نندارتون د فیروز کوه هنري او کلتوري ادراې د متحده ایالاتو د واشنګټن ډي سي په ښار کې جوړ کړی و چې زرګونه خلک یې نندارې ته ورغلي و.
ناراضه طالبانو مولوي هبت الله ته بیعت کړی
طالبان وايي د ملا دادالله او منصور داد الله پلار او وړونو او ځینو نورو طالب قوماندانانو د دوې نوي مشر مولوي هبت الله آخندزاده ته بیعت کړی او ژمنه یې کړې ده چې طالبان به یو صف کې په افغانستان کې روانې جګړې ته دوام ورکړي. طالبانو پخپل رسمي وبپاڼه کې د ملا دادالله منصور د پلار یوه ویډیو هم خپره کړې ده چې وايي "شیخ هبت الله آخندزاده د ټولو امیر دی". ملامنصور دادالله او ملادادالله رهبر د طالبانو دوه ځواکمن قوماندانان و. ملا دادالله په ۲۰۰۷ کال کې په هلمند ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو. منصور دادالله بیا د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په میاشت کې د طالبانو د خپلمنځي نښتو په پایله کې په زابل ولایت کې ووژل شو. د امریکايي ورځپاڼۍ وال ستریت ژورنال په حواله چې د دادالله ځواکمنه کورنۍ پداسې حال بیرته د طالبانو لیکو سره یوځاې کیږي چې افغان حکومت هڅې کړي چې طالبان په مخالفو ډلو وویشي. دغې ورځپاڼۍ همداراز راپور ورکړی چې د طالبانو د یوې بلې جلا شوې ډلې مشر ملامحمد رسول تېره میاشت په پاکستان کې ونیول شو او تر اوسه یې بیا څرک ندی لیدل شوی. تېر کال د طالبانو د لمړي مشر ملامحمد عمر د مړینې او وروسره د ملا اخترمحمد منصور د مشرۍ تر اعلان وروسته، ځینو طالب مشرانو ملامنصور ته له بیعت ډډه وکړه او جلا ډلې یې جوړې کړې. ملامنصور هم څو میاشتې وړاندې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په بمبارۍ کې ووژل شو او روپسې مولوي هبت الله د طالبانو مشر وټاکل شو. ویل کیږي چې د ملارسول مرستیالانو اوس مولوي هبت الله ته بیعت کړی دی. د طالبانو تر منځ د جوړجاړي خبر پداسې حال کې ورکول کیږي چې د دې ډلې او افغان حکومت تر منځ د سولې مذاکرات په ټپه دریدلي دي.
داعش په زابل کې د روزنې او استخدام مرکز جوړ کړی
د زابل ولایتي چارواکي وایي که پدې ولایت کې د داعش چاره ونشي د ننګرهار ولایت نه به هم خطرناک حالات رامنځته شي.
د سوریې په عدلب کې هوايي بریدونه شوي
د سوریې د بشري حقونو ډله وايي د یکشنبې په ورځ د سوریې د عدلب د ولایت په بیلابیلو ځایونو کې ۲۶ هوايي بریدونه شوي دي.
بهرني ډيپلوماتان د غني او عبدالله ترمنځ منځګړتوب کوي
د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو له عبدالله عبدالله سره کتلي چې له ولسمشر غني سره یې پېدا شوې لانجه حل کړي.
کابل بازان او امو نهنگان د کابل شپږیزې کرکټ لیگ دویم پړاو ته ووتل
په کابل کې د شپږیزې کرکټ لیگ په نوم د کورني کرکټ د شل اوریزو سیالیو په پینځه ورځ شوو سیالیو نه پس دویم پړاو ته د وتلو په زغل کې د دوه ټیمونو نومونه څرگند شویدي خو د باقي دوه نورو فیصله به سبا کیدونکو سیالیو په اساس کیږي. تر اوسه شوو لسو سیالیو کې شپږو ټیمونه نه هر یو ټیم څلور څلور سیالۍ کړیدي او د گټې او بایلات په اساس ېې پواینټونه گټلي دی، چې دی کې د کابل بازانو ټیم چې مشري ېې د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزی کوي، خپل څلور واړه سیالۍ گټلي دي او د اتو پواینټونو په گټلو سره مستقیم د دې سیالیو سیمي فاینل ته رسېدلې ده. دویم مقام د میرویس اشرف په مشرۍ د امو نهنگانو د ټیم دی، چې څلور ېې کې ېې درې گټلي او یوه بایللې او شپږ پواینټه لري او د دویم پړاو ځای ېې ځانته خوندي کړیدی . د کابل بازان او امو نهنگان نه علاوه د نوروز منگل ټیم مس عینک اتلان او د محمد نبي ټیم بند امیر ښاماران څلورو سیالیو کې د دوه بریاو او دوه ماتو نه پس څلور څلور پواینټونه گټلي دي او یوه سیالي ورته بل گټل دي چې دوي هم د کوارټر فاینل مرحلې په څلورو ټیمونو کې شامل شی. د سپین غر زمریانو ټیم په څلورو کې فقط یوه سیالي گټلې ده او دوه پواینټه لري. نو که چرې مس عینک اتلانو سره سبانۍ لوبه په لوی توپیر سره وگټي نو امکان لري چې بل پړاو ته لاړ شي. د بند امیر ښاماران د کابل بازانو سره سیالي لري، د هغوي لوبه هم د دویم پړاو د باقي پاتې دوه ټیمونو په سرنوشت کې مهم رول لري.بست ساتونکو ته د پرمختگ چانس نه دی پاتې. نن شوو سیالیو کې د مس عینک اتلانو ټیم د بند امیر ښامارانو په اسانۍ په پینځو وکټو ماتې ورکړه او دویمه سیالۍ کې د نجیب ځدران د بست ساتونکو د کابل بازانو د قوي ټیم سره مقابله وکړه خو بری ېې ونه مونده. د کابل د کرکټ شپږیزو سیالیو بل پړاو کې د لومړي پړاو د سر ټیم به د دویم مقام لرونکي ټیم سره یو کوارټر فاینل کوي،که ېې وگټي نو راسا فاینل ته ځي او که نه نو گټونکی ټیم به فاینل ته ځي او دی به د گروپ د دریم او څلورم ټیم گټونکي ټیم سره سره کیدونکي سیالۍ گټونکي سره بیا مخامخ کیږي. چې هغه د ایلمینټر په نوم یادیږی. او اخري سیالي به د اگست په نولسمه نیټه وی.
د افغانستان پخوانی جګړه مار ایټالیا کې د داعش مشر دی
د لیبیا چارواکو ایټالیا ته خبردار ورکړی، چې د میلان په شاوخوا سیمو کې د داسلامي دولت د ډلې یوه شبکه فعالیت کوي.
وسله والو په نیویارک کې د یو جومات ملا امام وژلی دی
د نیویارک پولیس وايي د الفرقان د ملا امام او د هغه د یو ملګري د وژلو او د بریدګرو د معلومولو لپاره یې تحقیقات پیل کړي دي.
مشرانو جرګه: حکومتي مشران دې خپل اختلافات ژر ختم کړي
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار له ولسمشر غني غوښتي، چې له خپل اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره دې خپل اختلاف ژر پای ته ورسوي.
د سوريې د منبج نه د داعش د ایستلو وروسته خوشحالي
د سوریې د منبج ښارګوټي ته په زرګونو کسان بیرته ستانه شوي دي. د سوریې دیموګراتو قوتونو دغه ښارګوټی په جمعې د داعش نه ونیوه.
کابل: چې پاکستان عملي اقدام وکړي، د سولې خبرې بیا پیلوو
ارګ وايي تر هغه چې اسلام اباد په څلور اړخیزې غونډې کې خپلې شوې ژمنې عملي نکړي، له طالبانو سره د سولې خبرې نکوي.
د اشرف غني او عبدالله عبدالله دوه په دوه خبرې وځنډېدې
ټاکل شوې وه چې نه اجرايي رئیس عبدالله عبدالله له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې وګوري، خو غونډه ونشوه
د پنجاب دغورځېدلې الوتکې سپاره اسلام اباد ته ورسېدل
پاکستاني چارواکي وايي د پنجاب د هغې څرخي الوتکې شپږ سپاره روغ رمټ اسلام اباد ته رسېدلي، چې په لوګر کې غورځېدلې وه.
جرمني له لویو کمپنیو څخه کډوالو ته کارونه غواړي
د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل د دوو سترو کمپنیو فولکس واګن او زیمنس له مشرانو سره ګوري چې کډوالو ته کارونه پیدا شي.