پاکستان د کرونا د خپرېدو مخنیوي لپاره پوځ سړکونو ته راویستی
د پاکستان حکومت د کرونا ویروس د پېښو له زیاتېدو وروسته د پوځ سرتېري د مرکز اسلام اباد په ځينو لارو او کوڅو کې ځای په ځای کړي چې د دغه ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.
افغانستان کې د کرونا په تازه پېښو کې لږ تر لږه لس تنه مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۱۳ مثبتوپېښو ثبتېدو او ۱۰ ناروغانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
د شاه او عروس د اوبو بند ولې نه پرانیستل کیږي؟
که څه هم د افغانستان حکومت له دې مخکې ژمنه کړې وه چې د روان کال په وري میاشت کې د شاه او عروس د اوبو بند د اوبه زېرمه کولو چارې پیل شي خو لا هم دغه بند ګټې اخیستنې ته نه دی سپار شوی.
کاروان
کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.
کرونا ویروس د نړۍ تر ټولو لوړ غره ته ورسید
د ناروې یو غر ختونکی د ایوریسټ د غره په یو کمپ کې د کرونا په ویروس اخته شوی.
بایډن د ولسمشر په توګه په لومړي ځل بهرنی سفر کوي
سپینه ماڼۍ وايي جوبایډن به د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه د روان کال د جون په میاشت کې خپل بهرني سفرونه پیلوي او اروپا ته به ځي.
د افغانستان، پاکستان او ترکیې په غونډه کې په سملاسې اوربند ټېنګارشوی
د افغانستان، پاکستان او د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډې اعلامیې کې د سوله ایز، خودمختار، خپلواک، دیموکراتیک او یو موټي افغانستان سره په ملاتړ ټینګار شوی.
روسیې د اوکراین سره د ګډې پولې نه خپل عسکر وایستل
د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د اوکراین سره په ګډې پولې کې تازه میشتو شویو عسکرو ایستل نن جمعه، اپریل ۲۳ (وري ۳) پیل شوي.
هند کې د کروناویروس د پېښو نوی ریکارد؛ روغتونو کې اکیسجن نشته
هند کې د کروناویروس د پېښو تازه ریکارد ثبت شو
په افریقا کې د چین پوځي حضور د امریکا پوځ اندېښمن کړی
افریقا کې د چین د پوځي حضور په اړه د امریکا اندېښنه
غزني کې جګړې؛ د ناوې ولسوالۍ امنیه قوماندان چاودنه کې وژل شوی
د غزني سیمه ییز چارواکي وایي، د یاد ولایت د ناوې ولسوالۍ امنیه قوماندان رحمت الله مبارز د سرک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د افغان سرتیرو د وړتیاو په اړه د امریکايي جنرال اندېښنې
د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکنزي له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو تر وتلو وروسته د افغان ځواکونو د وړتیاوپه اړه اندېښنې ښودلې دي.
د کابل ـ کندهار پر لار د ترافیکي پېښې له امله ۱۴ تنه مړه شوي
د کابل ـ کندهار پر لویه لار د زابل ولایت په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۴ مسافر مړه شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
امریکایي ځواکونو ته د ناقابله ژباړونکو ګمارل؛ شپږ تنه په درغلۍ تورن شول
شپږ تنه په افغانستان کې امریکایي ځواکونو ته د ژباړونکو په توګه د ناقابله کسانو د استخدامولو په تور مجرم ګڼل شوي دي.
د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه