د امریکا په انډیانا کې یو وسله وال اته کسان وژلي
د امریکا متحده ایالاتو کې په انډیانا ایالت کې یو کس په ډزو اته کسان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
افغانستان او ترکمنستان د تاپي پروژې امنیتي پلان لاسلیک کړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ايي، د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي پروژې امنیتي پلان لاسلیک شو.
غني: افغانستان د سقوط مرحله کې نه دی، ځواکونه مو د دفاع وړتیا لري
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې افغانستان د سقوط په مرحله کې نه دی.
د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
د ګواښونو زیاتیدل؛ فرانسه خپل هیوادوال له پاکستان څخه وباسي
په ټول پاکستان کې د فرانسې پر ضد د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو وروسته په پاکستان کې د فرانسې سفارت خپلو اتباعو او ددې هیواد شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې په موقتي توګه له پاکستان څخه ووځي.
طالبانو ته د بایډن خبرداری او د ځواکونو ایستلو ته ددې ډلې غبرګون
جو بایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو د نیټې د اعلانولو وروسته د طالبانو ډلې ته خبرداری ورکړ چې په دغه موده کې پر ځواکونو باندې د برید په فکر کې ونه اوسي او که داسې وکړي د جدي غبرګون سره به مخامخ شي.
د امریکا استخبارات: افغانستان څخه وتل کیدای شي جدي خطر اوسي
د امریکا لوړپوړي استخباراتي مقامات وایي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو طرحه کیدای شي د القاعده او داعش په څیر تروریستي ډلو ته پر متحده ایالاتو باندې د برید لپاره د اړتیا وړ قوت او د بیا راژوندي کیدو فرصت ورکړي.
بلینکن په کابل کې له غني او عبدالله سره وکتل
د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یو ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی.
افغانستان کې تازه د کرونا ۷۸ مثبتې پېښې ثبت شوي، دوه تنه مړه شوي
د کروناویروس د شمیرو په اړه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تازه راپور ښيي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د کروناویروس ۷۸ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
امنیت شورا: افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع وړتیا لري
له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو د نېټې له څرګندېدو وروسته د دغه هېواد ملي امنیت شورا ویلي چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د فاع وړتیا لري.
زابل کې په پوځې مرکزونو باندې د طالبانو بریدونه
د زابل سیمهییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د شاهجوی ولسوالۍ په هولان رباط کې د سیمهيیزې اردو په یو مرکز موټرم برید شوی او وسله والو طالبانو د بهرام چینې، هلال چینې او سرې کلا پر قرارګاو ډله ییز بریدونه هم کړي.
ناټو: د مې په لومړۍ نېټې د ځواکونو ایستل پیلوو
وروسته له هغې چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو نېټه اعلان کړه، ناټو هم ویلي چې د مې په لومړۍ نېټې به له دغه هېواد څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کړي.
د آشنا تلویزیون د چهارشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
بایډن: د ځواکونو ایستل به د مۍ میاشتې په لومړۍ نیټه پیل شي
د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۴ (وري ۲۵) په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو ایستل به د مۍ میاشتې په لومړۍ نیټه پیل شي.
غني: د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د تصمیم درناوی کوو
جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن سره یې په ټیلیفون خبرې کړي.