میلر: افغانستان کې مو د ځینو پوځي اډو څخه وتل پیل کړي
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي چې له افغانستان څخه د انتقال غیر رسمي پروسه لا مخکې پیل شوې او په وینا یېد تجهیزاتو ټولولو او د ځینو پوځي اډو د خالي کولو بهیر یې پيل کړی دی.
افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۷۰ سلنه زیاتې شوي ـ روغتیا وزارت
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه هیواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په بېساري ډول د زیاتېدو په حال کې دي.
عراق کې د کرونا درملنې په روغتون کې اور ۸۲ تنه مړه کړي
په عراق کې د صحت او امنیت د برخو چارواکي وايي د کرونا ویروس د درملنې په یوې عاجلې خونې کې اور لګېدلی او لږ تر لږه ۲۳ تنه مړه شوي دي.
افغانستان کې د غوزانو تولید پام وړ زیات شوی
د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې دغه هېواد کې د غوزانو د تولید کچه نیږدې ۱۵ زره متریک ټنو ته رسېدلې ده.
د پاکستان پلاوی په سوله او امنیت باندې د خبرو لپاره کابل ته راغلی
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د سولې، امنیت او نورو اړوند مسائلو پر سر له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی.
د تاوتریخوالي نوې څپې؛ 'طالبانو لسو ورځو کې ۶۳ ملکیان وژلي'
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په تیرو لسو ورځو کې د ۶۳ ملکي وګړو د وژل کېدو او ۱۸۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
د آشنا تلویزیون د شنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
د آشنا تلویزیون د شنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
د فلورېډا په"خیالي کور کې د شاهي جوړې" د واده ناکامه هڅه
د امریکا د فلوریډا په ایالت کې یوې ښځې او خاوند کوښښ کړی و په یوې داسې ماڼۍ کې خپل واده په وړیا او پټه توګه تیر کړي چې ۵.۷ میلیون ډالره ارزښت لري.
د اندونیزیا ورک شوی اوبتل غرق شوی؛ ۵۳ کسان په کې وو
د اندونیزیا بحري ځواکونه وایي د ورک شوي اوبتل ټوټې میندل شوي او داسې ښکاري چې په اوبتل کې د ۵۳ سپرو کسانو د ژوندي پاتې کیدو هیڅ هیله نه وي.
د افغانستان څخه د عسکرو د وتلو په هکله د امریکا امنیتي تدابیر
د امریکا د دفاع وزارت وایي د افغانستان نه د عسکرو د ایستلو لپاره یې د خوندیتوب اوامنیت لازم تدابیر نیولي دي.
د افغانستان د مهمو داخلي سیالیو لوبډلې اعلان شوې
د افغانستان کرکټ بورډ د دغه هېواد د مهمو کورنیو یوې ورځنیو سیالیو لپاره لوبډلې او د دغو لوبو مهالوېش اعلان کړ.
افغان ځواکونو ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات سپارل کیږي ـ محب
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، افغان ځواکونو ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات سپارل کیږي.
کابل کې تازه هدفي بریدونه؛ د پوهنتون یو استاد او څلور سرتېري وژل شوي
افغان امنیتي چارواکي وايي، په کابل کې په درې بېلابېلو پېښو کې د یو خصوصي پوهنتون د استاد په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
امریکا کې روژه کې جوماتونه پرانیستل شوي؛ مسلمانان خوښ دي
د امریکا په متحدو ایالتونو کې یو شمېر مسلمانان خوشحاله دي چې په روژه کې جوماتونه د لمونځونو، ختمونو او تراویحو لپاره بېرته پرانیستل شوي.