د ملي اردو د یوه معلول سرتیري ستونزې
د انصاف په لټه کې د ازادي رادیو د دې اوونۍ خپرونه د ملي اردو د یوه سرتیرې ستونزو ته ځانګړې شوې ده.
حکومتي ادارو کې د مقررۍ له حاله خبر شئ!
د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی د څو مهمو خبرونو سرټکي در اوروو لکه: جمهور رئیس او اجرایه ریاست، د مخالفینو وروستۍ
محمد جواد ظريف او نيکولاس مادورو پر ځينو مسايلو خبرې وکړې
د ايران د بهرنيو چارو وزير د وينزويلا له ولسمشر سره پر ځينو مسايلو خبرې وکړې. د محمد جواد ظريف او نيکولاس مادورو خبرې په نړۍ کې د تېلو د بيې د ثابت ساتلو او د تېلو د صادروونکو هېوادونو د سازمان يا اوپيک پر غښتلتيا متمرکزې وې. وينزويلا ته د جواد ظريف د سفر پرمهال دواړو هېوادونو په خپلو کې څو موافقې هم لاسليک کړې. د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف تېره شپه د دغو تړونونو لاسليک له وينزويلا سره د خپل هېواد د اړيکو د پياوړتيا په لار کې يو مهم ګام وباله. ښاغلي ظریف زیاته کړه: "زه ډاډه يم هغه اهميت چې دواړه هېوادونه يې خپلو اړيکو ته ورکوي، نن شپه کولاى شو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخو همکاريو زمينو ته امکانات برابر کړو." د وينزويلا ولسمشر مادورو پرون د ايران د بهرنيو چارو له وزير سره تر مذاکرو وروسته د خپل هېواد د دولتي ټلويزيون له لارې وويل: "موږ د تېلو د بازار د ثبات په هدف، د ګډ درک او نوې اجماع د ايجاد او د اوپيک سازمان د صنعت د غښتلتيا لپاره خپل کار ته ادامه ورکوو." په ٢٠١٤میلادي کال په نړۍ کې د تېلو بيې په ناڅاپي ډول ټيټې شوې چې د وينزويلا او ايران په څېر د هغو هېوادونو اقتصاد يې سخت زيانمن کړ چې تر ډېره پر انرژي متکي دى.
له هېواده تېښته د ځوانانو ستونزې حلولای شي؟
د اګسټ د میاشتې ۱۲مه نېټه په ټوله نړۍ کې د ځوانانو د ورځې په توګه ولمانځل شول،د ځوان فکر په پروګرام کې ...
د پکتیا د موسیقۍ اداره ولې غیر فعاله ده؟
په نننۍ خپرونه کې اورئ چې د پکتيا ولايت د اطلاعاتو فرهنګ رياست مربوطه د موسیقي اداره ولې له درېيو کلونو راهيسې غېر فعاله ده...
شریفي: د اریانا هوایي شرکت خدمات تر پخوا ښه شوي
د اریانا افغان هوایي شرکت مسؤلین وایي، د دغه شرکت خدمات د پخوا په پرتله ښه شوي او تمه کیږي له دې سره د دوی...
د ګردیز بالاحصار تاریخ او اوسنی وضعیت
لرغونپوهان وايي چې د پکتیا په مرکز او و لسوالیو کېلسګونه لرغوني ځایونه او اثار تاریخي اثار موجود دي چې دا مهال د تاریخي...
له هېواده تېښته د ځوانانو ستونزې حلولای شي؟
د اګسټ د میاشتې ۱۲مه نېټه په ټوله نړۍ کې د ځوانانو د ورځې په توګه ولمانځل شول.د ځوان فکر په پروګرام کې...
د المپیک بیرغ د راتلونکو لوبو لپاره توکیو ته ورسېد
د المپیک بیرغ د راتلونکو لوبو کوربه ښار توکیو ته ورسېد. د توکیو والي مېرمن یویکو کویکې پرون د المپیک بیرغ د ال نیپون هوايي شرکت په الوتکه کې توکیو ته یووړ. دې ته د المپیک بیرغ د یکشنبې په ورځ د برازیل په ریو ډي جینیرو کې د دغه ښار ښاروال ادواردو پاییس او د المپیک د نړیوالې کمېټې رئیس توماس باخ د المپیک سیالیو د پای په مراسمو کې وسپاره. توکیو به په ۲۰۲۰میلادي کال د المپیک سیالیو کوربه وي. په ۱۹۶۴ میلادي کال هم د المپیک سیالۍ په جاپان کې شوې وې.
د فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز غړو خپل کارونه پیل کړل
د فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز غړي نن بشپړ شول او په رسمي ډول یې خپل کارونه پیل کړل. د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه مرکز به د فساد پر وړاندې په جدي توګه مبارزه وکړي. ښاغلي حمیدي وايي چې د فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز غړي د لوړو معیارونو له مخې په دندو ګمارل شوي او د اساسي قانون او نورو اړوندو قوانینو له مخې به خپل کار مخ ته وړي. دا مرکز په داسې حال کې په خپل کار پيلوي چې اوس هم خلک په عدلي او قضايي بنسټونو کې له فساده سرټکوي، خو لوی څارنوال ډاډ ورکوي چې د دې مرکز په پرانېستلو سره به له فساد سره جدي مبارزه وکړي.
د یوې معلولې ښځې رقیې ستونزې
د انصاف په لټه کې د دې اوونۍ ځانګړي خپرونه د دایکندي ولایت د یوې معلولې ښځې رقیه ستونزو ته ځانګړي شوي.
د سوري ماشوم وېډیو د ملګرو ملتونو غونډې د بحث محور وګرځېده
د سوریې حلب ښار کې د یوه ټپي شوي ماشوم وېډیو چې نړۍ تهیې ټکان ورکړ د سوریې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرونۍ غونډې د بحثونو اصلي محور و. د امنیت شورا یوه جګپوړي مقام او د دې شورا نورو غړو په حلب ښار کې چې ډېره برخهیې د بشارالاسد د رژیم د وسلهوالو مخالفینو په ولکه کې ده او له څو میاشتو راهیسې دولتي ځواکونو کلابند کړی، د بشري مرستو د رسولو لپاره په جګړو کې د وقفې غوښتنه وکړه. د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال سټیفن اوبراین د امنیت شورا غونډې ته وویل، یوازې یوه شېبه فکر وکړئ او تصور یې کړئ چې که دا ماشوم ستاسو وای. هغه ماشوم چې له وېروونکې جګړې پرتهیې بل هېڅ نهدي لیدلي. د امنیت شورا غونډې تقریباً ټولو ګډونوالو د عمران دقنیش په نوم د هغه پنځه کلن ټپي ماشوم یادونه کوله چې وېډیو یې په ټوله نړۍ کې خورا زیاته ولیدل شوه. په دې وېډیو کې چې څو ورځې مخکې پر ټولنیزو شبکو خپره شوه دا پنځه کلن هلک په یوه امبولانس کې ناست دی، د جګړې خاورې او دوړې یې چې پر مخ او سر دي وینې ترې بهېږي ناست دی. عمران او د کورنۍ غړي یې تېره اوونۍ په قطرجي نومې سیمه کې چې د وسلهوالو مخالفینو په ولکه کې ده، له بمبارۍ وروسته وژغورل شول خو د هغه لس کلن ورور وروسته د ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.
۲۰۲۰کال کې به توکیو د المپیک لوبو کوربه وي
د برازیل د ریو ډې جینیرو د المپیک لوبې په ماراکانه لوبغالي کې له رنګونو ډکو اور لوبو او په جشنونو پای ته ورسېدې...
له حکومت نه د افغانستان د بېلابېلو قومونو د استازو غوښتنه!
د افغانستان د بېلا بېلاو قومونو استازي وايي،ژبې د هېواد د فرهنګ یوه برخه ده او د حکومت له خوا د هغو قومونو ځنډي ته کول ...
ټرمپ د خپل ګوند د انتخاباتي کمپاین د مشر استعفی ومنله
د امریکا د جمهوری ریاست انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالد ټرمپ د خپل ګوند د انتخاباتو د کمپاین د مشر استعفی ومنله. پاول منافورت تېره ورځ د دې راپورونو له خپرېدو وروسته استعفی وکړه چې ده د اوکراین د یوه سیاسي ګوند په ګټه تبلیعات کړي دي. مانافورت له دوه زره څلورمه تر دوه زره لسمه د اوکراین د پخواني روسیي پلوه ولسمشر ویکتور یانوکویچ سلاکار و. د ټرامپ د سیالې کاندیدې هیلري کلنټن انتخاباتي کمپاین ویلي دي چې له دې استعفی سره په دې اړه ټولې پوښتنې نه دې ځواب شوي چې ټرمپ له روسیې سره دوستانه اړیکي لري. ټرامپ په یوې اعلامیې کې د منافورت د کار ستاینه کړې او هغه یې یو رښتینی مسلکي کس بللی دی. د اوکرایین د اداری فساد په وړاندې د مبارزې دفتر د تېرې میاشتې په لومړیو کې ویلي وو، دوی داسې شواهد لري چې ښيي، په نظر کې وو منافورت ته نېږدې دیارلس ملیونه ډالره ورکړل شي، خو دا روښانه نه ده چې ده دا پیسې ترلاسه کړې او که نه.