ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


چارواکي: د غني او عبدالله ترمنځ خبرې دوستانه ماحول کې ترسره شوې

د افغانستان د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست په وینا په ارګ کې د چهارشنبې د ورځې په مازدیګر د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ خبرې په دوستانه ماحول کې ترسره شوې. جمهوري ریاست وایي چې له پلان سره سم ولسمشر د اجرایي رییس خبرو ته غوږ ونیو. تیره اونۍ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ځوانانو یوې غونډې ته اجرایي رییس ولسمشر تورن کړ چې یو شمیر پریکړې یې د ملي وحدت د حکومت له تفاهم لیک سره سمې نه دي. د اجرایي ریاست ویاند وویل، تمه ده چې په راتلونکې غونډه کې چې بیا به د دواړو چارواکو تر منځ په څو ورځو کې جوړه شي، ولسمشر غني خپل نظر وړاندې کړي او په دریمه غونډه کې به نتیجه ترلاسه شي. په پرونۍ غونډه کې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د اجرایي رییس لومړي مرستیال محمد خان هم ګډون کړی و.

18.08.2016 ازادي راډیو

هنډرسن: د افغان پوځي الوتکو لپاره به کافي پيلوټان وروزو

په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواکونو د روزونکي ماموریت مشر وايي، د افغانستان د پوځي الوتکو لپاره به کافي شمېر پيلوټان او تخنیکي کارکوونکي وروزي. تروی هنډرسن پرون سې شنبې وویل، د الوتکو او نورو تخنیکي وسایلو اخېستل اسان کار دی خو ستره ستونزه د پیلوټانو پیداکول او د انساني "ځواک" روزنه ده. د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري تایید کړه چې د پیلوټانو او تخنیکي کارکوونکو روزنه وخت او زیات مالي لګښت غواړي خو باید "ستره" ستونزه نه وي. دولت وزیري زیاته کړه:  "دا ستونزه د حل لار لري. کله چې امریکا د الوتکو مرسته راسره کړې، افغان پیلوټان یې هم روزلي دي. دا کار زیاته پانګه غواړي خو موږ په بهرنیو هېوادونو کې پيلوټان روزو او مسلکي کار کوونکي ورته برابروو. " د افغانستان د هوايي ځواک ګڼ شمېر محصلین اوس‌مهال د امریکا په ګډون په بهرنیو هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي.

17.08.2016 ازادي راډیو

د یوه زده کوونکي ضیاءالحق ستونزې

د انصاف په لټه کې ازادي راډیو د دې اوونۍ خپرونه د لغمان ولایت د روښان د لېسې د یوه زده کوونکي ضیاءالحق ستونزو ته ځانګړې شوې ده.

16.08.2016 ازادي راډیو

حیات: د هلمند جګړه کې ۵زره کورني او بهرني وسله وال برخه لري

د هلمند والي وايي د دغه ولایت په جګړو کې له څلور تر پنځو زرو کورني او بهرني وسله وال برخه لري. حیات الله حیات که څه هم نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې په هلمند کې د داعش موجودیت تایید نه کړ، خو په ټینګار سره یې وویل چې د دغه ولایت په جګړه کې له افغان طالبان سره د بېلابېلو هېوادونو وسله وال همکاري کوي: "هغه اسناد چې موږ ته په لاس راغلي په دغو جنګیالیو کې پاکستانیان، لشکرې طیبه، د غربي ګاونډیانو تاجکستانۍ او ازبکستانۍ ډلې په کې شته دي." هغه له پاکستان او ایران سره د افغانستان خلاصې پولې ته په کتو اندېښنه وښوده چې د بهرنیو وسله والو فعالیت به هلمند کې د اعش فعالیت ته زمینه برابره کړې. د راپورونو له مخې له تېرو څو میاشتو راهیسې د هلمند په یوشمېر ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړې روانې دي.

16.08.2016 ازادي راډیو

پر وانت وايګل ولسوالۍ د وسلوالو حمله په شا وتمبول شوه

د نورستان چارواکي وايي پر وانت وايګل ولسوالۍ يې د دولت-ضد وسلوالو حمله يې په شا تمبولې ده. د نورستان والي وايي چې د کونړ او خپله د نورستان ولايت وسلوالو طالبانو په ګډه پر دې ولسوالۍ نن سهار تهاجمي حمله پيل کړه. حافظ عبدالقيوم ازادۍ راډيو ته وويل، چې د افغان قواوو د مقاومت په نتيجه کې وسلوال له سيمې تښتېدلي او مرګ ژوبله هم وراوښتې ده. والي وويل چې له دولت ضد وسلوالو سره ځينې بهرني نښته ويشتونکي هم ملګري وو. خو هغه ونه ويل چې د کوم هېواد اتباع. په دې حمله کې درې افغان سرتېري هم وژل شوي او شپږ تنه ټپيان دي.

14.08.2016 ازادي راډیو

صديقي: په هلمند کې لا هم امنيتي ګواښونه شته

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په هلمند ولايت کې لا هم امنيتي ګواښونه شته. دغه وزارت وايي د کورنيو چارو وزارت ارشد معين ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن او د لوى درستيز مرستيال ډګرجنرال مراد علي مراد په ګرمسېر ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو د څارنې لپاره دغې ولسوالۍ ته ورغلي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د کورنيو چارو وزارت پر رسمي فېسبوک پاڼه په يوه ويډيويي پيغام کې په مجموع کې د هلمند پر وضعيت خبرې کړي: ”وضعيت د بدلون په حال کې دى، خو د هلمند په څو سيمو کې ګواښونه شته، ډېره هڅه کوو، چې دغه تهديدونه ليرې شي“ د هلمند چارواکي وايي په وروستيو ناامنيو کې له بېلابېلو ولسواليو شا و خوا ٤زره کورنۍ بېځايه شوي دي. د هلمند په اړه بل خبر دا دى په درېيو ولسواليو نادعلي، ګرمسېر او ګريشک کې ٢٥ تنه وسلوال وژل شوي دي. د هلمند د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي، چې په دغو عملياتو کې ٧ تنه نور وسلوال ټپيان شوي دي.

14.08.2016 ازادي راډیو

اجرائيه ريس له درېيو بهرنيو چارواکو سره په يوه ورځ وکتل

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله نن له څو بهرنيو چارواکو سره د ملي يووالي حکومت پر سياسي موافقې او تعهداتو، دغه راز نورو مسايلو موضوعاتو خبرې وکړې. د اجرائيه رياست په اعلاميه کې راغلي، چې اجرائيه رئيس او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادا ميچي ياما موتو، د دې موافقې عمل کېدل ضروري ګڼلي دي. ښاغلي عبدالله په جلا کتنه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي فرانز ميشل ميلبين سره په کتنه کې هم د ملي يووالي حکومت د سياسي موافقې د موادو پر تطبيق ټينګار کړى دى. اعلاميه زياتوي، چې عبدالله عبدالله دغه راز د افغانستان لپاره د هند له سفير امر سينها سره په کتنه کې ويلي، افغانان د هغو ژمنو عملي کېدل غواړي چې د ملي يووالي حکومت مشرانو ورسره کړي دي.

14.08.2016 ازادي راډیو

امیرګل: د مرکزي بغلان نښته کې ۶ وسله‎وال طالبان وژل شوي

د بغلان امنیتي مسوولین وايي چې په مرکزي بغلان کې د امنیتي ځواکونو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. د بغلان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر جنرال امیرګل حسین خیل نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه نښته تېره شپه هغه مهال پیل شوه چې وسله‎والو طالبانو پر امنیتي پوستو برید وکړ. ښاغلي حسین خیل وویل چې په دغه نښته کې ۶ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي. په سیمه کې د ازادي راډیو خبريال وايي چې تر مرکزي بغلان سربېره په دهنه غوري کې هم د جګړې په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

14.08.2016 ازادي راډیو

ایران به سبا د سیمي په کچه د ایکو سازمان غونډې کوربه وي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې ایران به سبا د سیمې په کچه د ایکو سازمان د مشرانو د غونډې کوربه وي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بهرنیو اړیکو مشر ښاغلي اذرخش حافظي چې خپله په دې غونډه کې ګډون کوي ازادي راډيو ته وویل، د ایکو په غونډه کې به د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځ ته کولو خبرې وشي: "دلته به د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، خدماتو، توریستي او سنتي اسانتیاوې برابري شي دغه هېوادونه به له یو بله سره مرسته وکړې چې په سیمه کې سوداګرې او راکړه ورکړه اسانه شي." ایکو د اقتصادي همکاریو سازمان دی چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشران په کې ګډون کوي او افغانستان یې غړیتوب لري.

13.08.2016 ازادي راډیو

د کرکټ شپږیزو سیالیو په دوام کابل بازانو مس عینک ته ماتې ورکړه

د کرکټ د شپږیزو سیالیو د څلورم دور لوبو په دوام نن د کابل بازانو ټيم وتوانید چې د مس عینک ټیم ته د ۶۵ منډو په توپير ماتې ورکړه.  د لوبي پچه یا ټاس د کابل بازانو ټيم وګټله او د مس عینک لپاره یي په ۲۰ اورونو کې ۱۶۳ منډي هدف وټاکه او د مس عینک ټيم په ۱۷ اورونو کې یي ۹۸ منډي وکړي او ټوله لوبغاړې یي وسوځېدل. د شپږیزي په دغو سیالیو کې د افغانستان له پنځو زونونو څخه پنځو ټیمونو او یوټیم د کابل څخه ګډون کړی دی. دغه سیالۍ هرکال د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا جوړیږي.  

13.08.2016 ازادي راډیو

ارګ: د عبدالله عبدالله وروستۍ څرګندونې د حکومتوالۍ د اصولو خلاف دي

د افغانستان جمهوري رياست وايي د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله پرونۍ څرګندونې د دولتدارۍ له اصولو سره په ټکر کې دي.

12.08.2016 ازادي راډیو

ترکیه وايي د داعش په وړاندې مبارزه به یې دوام لري

ترکيه وايي د لوېديځ او انقرې ترمنځ له وروستي کړکېچ سره- سره به د داعش پرضد د مبارې لپاره د امريکا تر مشرۍ ائتلاف کې د ترکيې رول له ځنډ او خنډ پرته روان وي. د تېرې مياشتې تر ناکامې پوځي کودتا وروسته د حکومت د ځپونکو اقداماتو له کبله د لوېديځ او انقرې ترمنځ په اړيکو کې کړکېچ راغلى دى.  د ترکيې دفاع وزير فکري ايشيق دا خبره نن په هغه مرکه کې وکړه چې له خبرتُرک ټلويزيون نه خپره شوه.  ترکيې د ٤٠ فيصده جنرالانو په ګډون په زرګونو سرتېري او ملکي مامورين د جولاى د پنځلسمې تر ناکامې کودتا وروسته له دندو ليرې کړل.  ترکيه وايي دغه کودتا په امريکا کې د دېره مذهبي مشر فتح الله ګولن د پلويانو له خوا تنظيم شوې وه.  خو ګولن د تېرې مياشتې د کودتا په هڅه کې چې له کبله يې څه باندې ٢٧٠ کسان ووژل شول- خپل دخالت ردوي.  د امريکا متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې د ترکيې له حکومت نه غوښتنه کړې چې له ځپونکو اقداماتو ډډه وکړي.   په لسګونو زره پوځيان، پوليس او نور مامورين د کودتا د هڅې په تړاو نيول شوي، له دندو ليرې کړاى شوي يا هم پوښتنې ګروېږنې ورڅخه شوې دي.

12.08.2016 ازادي راډیو

د کچکول جوړښت او پیدایښت

کچکول یوازې دا نه چې په سندرو کې د یوه سمبول په توګه کارول شوی، بلکې په افغاني ټولنه کې یې کارونه ډېره مخینه لري...

11.08.2016 ازادي راډیو

په یوې ماشومې د نوم ایښودو جریان

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو لومړی یوه میټینګ یعنې د یوې موسسې جلسې ته بیایو.

11.08.2016 ازادي راډیو

حبیبي: خوستي پانګوال به دغه ولایت کې پانګونې ته وهڅوم

د خوست ولایت چارواکي وايي چې په بهرنیو هېوادونو کې به د یاد ولایت پانګوال په خوست کې پانګې اچونې ته ...

09.08.2016 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more