یاسین وايي، مخالفینو سره جګړه کې معلول شوی
د انصاف په لټه کې د ازادي راډیو ددې اوونۍ په ځانګړي خپرونه کې د کاپیسا ولایت د یو معلول یاسین ستونزه چې...
ارنسټ: د سوریې حکومتي ځواکونه پر ملکي خلکو حملې کوي
د امریکا متحده ایالاتو پر روسیې او سوریه کې د بشارالاسد پر رژیم تور لګولی چې د ملکي خلکو پرضد یې ګډ کمپاین پيل کړی دی. د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ پرون دوشنبه وویل چې د سوریې حکومتي ځواکونه چې د روسیې جنګي الوتکې یې ملاتړ کوي، پر ملکي خلکو بمي حملې کوي او په دې ډوليې تسلیمېدو ته اړ باسي. د سوریې حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په حلب کې یې د اپوزېسیون ډلو پر وځي عملیات پیل کړي دي. په حلب کې لږ تر لږه دوه لکه او پنځه اویا زره انسانان ژوند کوي.
هلمند کې ۱۰۰ تنه د طالبانو له زندانه راخوشيې کړل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په هلمند کې سل تنه د طالبانو له قیده ازاد شوي دي. له دغه وزارته په خپرې شوي خپرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د نهرسراج، مارجې او نوزاد په ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې له طالبانو راخلاص شوي دي. په اعلامیه کې ویل شوي چې ددغه کسانو د هویت په اړه به جزئیات وروسته خپاره شي، خو پکې نه دي ویل شوي چې ددغه کسانو د راخلاصېدو عملیات کله ترسره شوي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پاکستاني او روسي سرتېري نن ګډ پوځي تمرینات پیلوي
د پاکستان او روسیې ګډ پوځي تمرینات نن پیلیږي، د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه په ټویټر کې لیکلي دي چې دا تمرینات به د اکتوبر تر لسمې دوام وکړي. تر دې مخکې روسیې خبر ورکړی و چې د دوی اویا سرتېرې پاکستان ته رسېدلي دي. دا پوځي تمرینات په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د امریکا د متحد ایالتونو اړیکي په سیمه کې د پاکستان له سیال، هند سره تودې شوې دي. پاکستان په ۲۰۱۴ کال کې له روسیې سره د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړ. د پاکستان د پوځي چارو څيړونکي حسن عسکري فرانس پریس اژانس ته وویل چې دا تمرینات د دې څرګندوي کوي چې روسیه غواړي په جنوبي اسیا کې خپل اغېز پراخ کړي او ښکاره ده چې دا مساله د واشنګتن او نوي ډیلي له نویو اړیکو سره ارتباط لري.
په ادبياتو کې د کنايې اهميت
په روانه خپرونه کې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ځانګې له استاد پوهنوال محمد ابراهيم همکار سره ...
پسرلی: افغاني صادراتو کې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی
سږکال د نورو کلونو په پرتله په افغاني صادراتو کې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل، سږ کال د نورو په پرتله په بهرنیو هېوادونو کې د افغاني تولیداتو تقاضا ډېره شوې چې له امله یې افغاني صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی. د ښاغلي پسرلي په وینا، په دې وروستیو کې د ځیني بهرنیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د تړونونو لاسیک کېدل د دې لامل شو چې په افغاني صادراتو کې زیاتوالی راشي. د نوموړي په خبره، د صادراتو په زیاتوالي سره به کورني تولیدات لاپیاوړي شي چې له مخې به یې ډېرو بې روزګارو خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.
افغاني ټولنه کې باورونه او پر وړاندې یې عقیدې
کله چې انسان پېدا شوی او عقل یې ملګرتیا کړې، نو په بېلابېلو وختونو کې ورسره بېلابېل باورونه او عقاید مله شوي دي.
بروکسل غونډې ته د افغان حکومت تیارۍ څومره مؤثره ثابتیدای شي؟
حقیقت خو دا دې، درنو اوریدونکو چې د راروانې اکتوبر میاشتې په پنځمه نېټه په بروکسل کې له افغانستان سره د مالي...
امنیتي ځواکونو ته د ملي امنیت شورا د غونډې سپارښتنې
د افغانستان د ملي امنیت شورا غونډه کې امنیتي ځواکونو ته پرون سې شنبې سپارښتنه وشوه چې د تروریستي حملو د مخنیوي لپاره په خپلو کې هماهنګي زیاته کړي. پهدې غونډه کې ولسمشر محمداشرف غني ټینګار کړی چې امنیتي ادارې باید د تروریستي حملو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. کابل کې دوه اوونۍ مخکې د ملي دفاع وزارت ته مخامخ په چاودنه کې تر ۴۰ تنو زیات ووژل او لږ تر لږه ۱۱۰ تنه زخمیان شول.
م.م د سوريي حلب کې د بشري مرستو د کاروانونو استول ځنډولي
د سوریي شمالي ښار حلب کې د بشري مرستو پر یو کاروان له خونړي هوايي برید وروسته، ملګرو ملتونو دغلته د بشري مرستو د کاروانونو استول ځنډولي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې ویاند ینس لیرکر نن وویل، د بشري مرستو کاروانونه به دغلته د امنیتي وضعیت تر بیا ارزونې پورې ځنډیدلي وي. تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د کوم هېواد الوتکو د بشري مرستو پر دې کاروانونو برید کړی. د کرملین ویاند ډیمیټري پیسکوف وايي، د دې هوايي بمبارۍ په اړه راپورونه څېړي او تر اوسه په دې اړه چې څوک یې مسؤل دي څه ویل له وخته مخکې دي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي ویلي، واشنګټن په دې برید غوسه دی او دا مسئله به په مستقیمه توګه له روسیې سره چې د بشارالاسد متحد دی یاده کړي.
افغانستان د افغانيالاصله امریکايي په اړه له څېړنو سره مرسته کوي
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د اړتیا پر مهال به په امریکا کې د وروستۍ بمي چاودنې په تور د نیول شوي افغانيالاصله امریکايي وګړي په اړه له تحقیقاتو سره مرسته وکړي. د نیویارک پولیسو دغه افغانيالاصله امریکايي وګړی احمد خان رحمي، په منهاټن سیمه کې د وروستۍ بمي چاودنې په تور نیولی. د پولیسو په وینا، د منهاټن په چلسي سېمه کې د شنبې په شپه د کورنیو بمونو په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا، مشکوک احمد خان رحمي ۲۸ کلن دی، په افغانستان کې زېږېدلی او بیا امریکا ته تللی.
کوڅه ډب ځوانان څه ډول مئینیږي؟
د ګوړې اچار دې خپرونه کې مو لومړی د هغې قربانۍ له حاله خبروو چې په بهر کې اوسیدونکي هېوادوال ېې پیسې دلته...
کوڅه ډب ځوانان څه ډول مینیږي؟!
د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو لومړی دهغې قربانۍ له حاله خبروو چې په بهرکې اوسېدونکي هېوادوال ېې ...
سوریه وايي، داعش ضد ائتلاف یې پر پوځ بمباري کړې
د سوريې پوځ وايي، د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ ائتلاف ددې هېواد په ختیځ کې پر حکومتي ځواکونو بمباري کړې ده. د سوريې پوځ وايي، په دې هوايې حملو کې په دیر الزور سیمه کې ددوی یوه اډه په نښه شوې چې سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده. د روسيې دفاع وزارت ویلي د دیر الزور په بمباري کې لږ تر لږه ۶۲ سرتېري وژل شوي. اخوا بیا د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف په څو هوايي حملو کې د سوريې ۸۰ سرتېري وژل شوي دي. د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ ائتلاف تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې. د امریکا په مشرۍ ائتلاف شاوخوا یو کال وړاندې په سوریه کې د داعش پر ضد هوايې بریدونه پیل کړل.
ځوانان ولې کتابتون ته نه ځي؟
وایي، د یوې ټولنې پرمختګ د تعلیمي مرکزونو له حالت څخه هم معلومېدلای شي، د هرې ټولنې خلک چې ښوونځي او ...