ډاکتر وزیر: په تېرو شلو کلونو کې پښتو هنري ادب بېساری پرمختګ کړی
د ازادي راډیو مجلې په نننۍ ګڼه کې پر بېلابېلو هنري او فرهنګي مسایلو بحث شوی.
په دوهم ځل په کرونا ویروس اخته کېدو په نړۍ کې اندېښنې راپورته کړي
په داسې حال کې چې نړۍ له دې وبا سره په مبارزې بوخته ده، دې ډول پېښو د خلکو ترمنځ اندېښنې ډېرې کړې دي.
د ډونالډ ټرمپ شخصي او سیاسي ژوند
ډونالډ ټرمپ چې کله ۲۰۱۶ کال کې د جمهوريپال ګوند له نامه ټاکنې وګټلې، هغه مهال امریکاییانو دی د یوه سوداګر او ټلویزیوني ستوري په توګه ښه پیژانده. نوموړی اوس د دویمې دورې لپاره د ټاکنیزې سیالۍ ډګر ته راغلی. په دغې ویډیو کې د هغه شخصي او سیاسي ژوند ته کتنه شوې
پلټنې ادارې د افغان حکومت ۴۴ پخواني او اوسني چارواکي لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي
د دې ادارې مشرې غزال حارس د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۰۵» په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل چې تر ډېره ستونزه د اجناسو د نرخونو په لوړوالي کې وه.
قریشي له طالبانو سره وکتل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سه شنبه مازیګر د طالبانو د سیاسي پلاوي له مشر ملاعبدالغني برادر او نورو طالب چارواکو سره په اسلام اباد کې ولیدل او د سولې او بین الافغاني خبرو پر پیل یې بحث وکړ. طالب پلاوی له قطره پاکستان ته تللي او وايي چې د سولې په تړاو بحثونه مخته وړي.
افغان حکومت ۹ چارواکي لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي او درې معینان له دندو ګوښه کړل
د دغه وزارت مرستیال ویاند اشرف حقشناس ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر دغه حکم ځکه کړی چې په خبرهیې د پروژو د تطبیق په اړه د راپور ورکولو پر مهال د ولسمشر قناعت نهدی حاصل شوی.
جوبایډن، له ډموکرات ګونده د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید
۷۷ کلن جوبایډن سه شنبه رسماً د ډموکرات ګوند له خوا د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید شو. د امریکا دا پخوانی مرستیال ولسمشر او سناتور به په نومبر میاشت کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره چې د جمهوري غوښتونکو کاندید دی سیالي وکړي. دا ویډیويي راپور د جوبایډن په ژوند او سیاسي فعالیت جوړ شوی.
کانګرس ته د ولسي جرګې د ښځو او بشري حقونو کمېسیون په لیک کې څه راغلي؟
همدارنګه په دغه لیک کې د امریکا له کانګرس غوښتنه شوې چې د افغان سولې له بهیر جدي څارنه ولري او د یو منظم پلان له مخې او د یو ځانګړي مهالوېش په اساس دې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو غور وشي.
اسیه محرابي: غواړم افغان ماشومانو ته سندرې ووايم
د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو ملي ټولنه د اغلې محرابي دا کار ستايي وايي، په افغانستان کې داسې سندرغاړي ډېر کم دي چې ماشومانو ته ترانې او سندرې ووايي.