شاته

کانګرس ته د ولسي جرګې د ښځو او بشري حقونو کمېسیون په لیک کې څه راغلي؟

د افغانستان د ولسي جرګې د ښځو او بشري حقونو کمېسیون د امریکا له کانګرس سره د افغان سولې بهیر اړوند اندېښنې شریکې کړي.

دغه کمېسیون د امریکا کانګرس ته یو لیک استولی او په دې اړه‌یې خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

دغه کمېسیون وایي له طالبانو سره په مذاکراتو کې توافق باید د افغانستان د ارزښتونو په لګښت تمام نه‌شي.

دغه کمېسیون منشي محبوبې رحمت ازادي راډيو ته د دغه لیک د نورو جزئیاتو په اړه وویل: "په دغه کمېسیون کې د خلکو استازو او له کمېسیون بهر د ښځو کاکس، ټولو یو نظر ورکړ چې له طالبانو سره زموږ توافق باید زموږ د ارزښتونو د له لاسه ورکولو په لګښت تمام نه‌شي."

د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې، بشري حقونه، د اسلامي جمهوري نظام، د لږکیو حقونه، د ښځو سیاسي مشارکت او ځيني نور مسایل په دغه لیک کې د ارزښتونو په توګه لیکل شوي او ټينګار شوی چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې باید ترې دفاع وشي.

همدارنګه په دغه لیک کې د امریکا له کانګرس غوښتنه شوې چې د افغان سولې له بهیر جدي څارنه ولري او د یو منظم پلان له مخې او د یو ځانګړي مهالوېش په اساس دې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو غور وشي.

بل‌خوا د افغان ښځو شبکې په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو سره د افغان سولې بهیر په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.​

دغې شبکې هم د یو پرېکړه‌لیک په خپرولو سره د سولې بهیر او له طالبانو سره د مذاکره کوونکو په پلاوي کې د افغان ښځو د ونډې غوښتنه وکړه.

دوی په دې اړه په وار وار د سولې بهیر له لومړۍ درجه چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړي، خو په خبره‌یې اندېښنې او پوښتنې یې بې‌ځوابه پاتې دي.

حلیمه سرور د دغې شبکې غړې وايي: "په داسې حال کې چې افغان ښځې په مذاکراتي پلاوي کې د ښځینه‌وو له شمېر او د مدني ټولنو د استازو له نشتوالي شکایت لري، موږ په ټینګار سره د افغان سولې بهیر له لومړیو درجو چارواکو، ولسمشر، د ملي مصالحې عالي شورا رئیس د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکراتي پلاوي له مشر سره خپلې اندېښنې شریکې کړي، خو له بده مرغه د دغو اندېښنو د لیرې کولو او د ښځو د وړاندیزونو د پلي کولو لپاره مو له دغو کسانو هېڅ ډول مثبت ځواب نه‌دی تر لاسه کړی."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې بهیر په لړ کې تازه د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی له قطر نه پاکستان ته سفر کړی دی.

د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي
د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه پلاوی به پاکستان کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي صادق سره وګوري او د سولې اړوند مسایلو باندې به خبرې وکړي.

هڅه مو وکړه د افغان ښځو د دغو اندېښنو او پاکستان ته د طالبانو د سفر په اړه د افغان حکومت نظر هم واخلو، خو له ساعتونو انتظار وروسته هم زموږ پوښتنو ته ځواب رانه‌کړل شو.