ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ځینو هېوادونو ډیپلوماټيک ماموریتونه: پر ښوونیزو مرکزونو بریدونه غندو

د افغانستان لویو نړیوالو متحدینو پر ښوونیزو مرکزونو وروستي خونړي بریدونه غندلي او دا بریدونه یې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو کلکه سرغړونه بللې ده. په کابل کې د امریکا، بریټانیا، کاناډا، اسټرالیا، هالنډ، ناروې، سوېډن او ترکیې سفارتونو او د ناټو او اروپايي ټولنې سیاسي او ډيپلوماټیکو استازولیو د جمعې په ورځ یوه ګډه اعلامیه خپرې کړې ده. په دې اعلامیه کې راغلي چې د روان کال له جنورۍ راهیسې په کابل او نورو ولایتونو کې په ښوونځیو او د پوهنې پر منسوبینو ۴۵ واره بریدونه شوي چې دوی یې په اړه جدي اندېښنه لري. د افغانستان دغو متحدانو د یوناما له خوا د ملکیانو د خپرې شوې مرګ ژوبلې شمېر د اندېښنې وړ بللی او ټينګار یې کړی چې د دغسې بریدونو عاملین باید محاکمه او عدالت پلی شي. نورستان کې مظاهره‌چیان: پر کابل پوهنتون برید د بشري اصولو خلاف دی لوړو زده کړو وزارت افغان دولتي پوهنتونونو ته امنیتي طرحه جوړوي د کابل د درېیمې امینتي حوزې ۱۳ منسوبین څارنوالۍ ته وپېژندل شول تر دې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر کابل پوهنتون برید په کلکو ټکو غندلی او ټينګار یې کړی چې پر ښوونیزو مرکزونو دغسې بریدونه د منلو نه دي او د هېواد د روښانه راتلونکې هیلې ګواښي. په کابل کې د بهرنیو هېوادونو سفارتونو او د څو مهمو سازمانونو استازولیو او تر هغه مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر کابل پوهنتون تر خونړي برید وروسته دا اعلامیې ورکړي، هغه برید چې په کې د رسمي شمېرو له مخې ۲۲ تنه ووژل شول او تر څلوېښتو زیات کسان ټپیان شول. په وژل شویو کې ۱۹ تنه محصلین او ۳ نور د پوهنتون استادان یا کارکوونکي و. بریدګرو چې وروسته داعش ډلې خپل کسان وبلل او مسوولیت یې واخېست لومړی پر محصلینو ډزې کولې او وروسته یې تر شپږو ساعتونو له افغان ځواکونو سره جګړه وکړله. په برید کې ټپي شوی محصل نصرت الله ترنک ازادي راډیو ته وویل چې نیمايي ټولګېوال یې له لاسه ورکړي: "کوم چې ټپیان وو هغه په وینو لړلي وو. کوم چې شهیدان وو هغه خو شهیدان وو. اخري چې کمانډو راغلل او ویل یې راولاړ شئ راولاړ شئ. ټول صنف تقریباً سم نیم هغسې ډک پاتې شول هېڅ راولاړ نه شول. څوک چې جوړ ول ولاړ شول څوک چې ټپیان وو، پاتې وو." د کابل پر پوهنتون تر برید څو ورځې مخکې د لړم په درېیمه د کابل په لویدیځ کې د کوثر پر ښوونیز مرکز بمي چاودنې لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل او ۵۷ نور یې ټپيان کړل. د امریکا او بریټانیا د سفارتونو په ګډون د افغانستان نړیوالو متحدینو په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د سمدستي کمېدو لپاره غږ پورته کړی، څو له لارې یې افغانان له یوې ټول شموله سولې برخمن شي. دوی له افغان ځوانانو خپل پوره ملاتړ څرګند کړی او ټینګار یې کړی چې ځوانان نه یوازې د سوله ییز ژوند مستحق دي بلکې باید د سولې په راوستلو کې هم رول ولري. د افغانستان حکومت د خپلو نړیوالو متحدینو له وروستۍ اعلامیې هرکلی کړی دی. د ولسمشر اشرف غنی مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان حکومت د خپلو متحدینو د دې اعلامیې هرکلی کوي چې هغوی پر اکاډمیکو او روزنیزو مرکزونو په ځانګړې توګه پر کابل پوهنتون وروستی برید غندلی دی. دوی د افغانستان د ځوانانو ملاتړ اعلان کړی او همدارنګه یې د تاوتریخوالي د ختمېدو غوښتنه کړې ده. د افغانستان حکومت د دوی د یاد دریځ هرکلی کوي." سره له دې چې افغان حکومت او نړیوال متحدین یې د تاوتریخوالي په کمېدو ټينګار کوي او ترڅنګ یې د جګړو د هواري لپاره سیاسي هلې ځلې هم کېږي خو ۲۰۲۰ میلادي کال په تېره څو وروستۍ میاشتې ډېرې خونړۍ بلل شوي. د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سپټمبر له ۱۲مې د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچیانو خبرې پيل کړي، خو لا یې د اصلي مذاکراتو د پیل لپاره چې په کې د اوربند ټينګېدل مهمه برخه جوړوي کړنلاره هم نه ده جوړه کړې.

07.11.2020 ازادي راډیو

په هرات کې د المونيمي توليداتو تود بازار

دلته لسکونه ډوله المونيمي لوښي جوړېږي. د دغو لوښو تولېدونکي وايي، په دې ورستيو کې یې نورو هېوادونو ته هم د خپلو توليداتو صادرول پيل کړي دي. نور په راپور کې:

06.11.2020 ازادي راډیو

کابل کې د وژل شوي ۲۲ مجتبی کورنۍ عدالت غواړي

مجتبی دوه میاشتې وړاندې د تایمني په سیمه کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. د هغه مور وایي، چې خپل زوی یې په سختي او بېوزلۍ کې لوی کړی و. د مجتبی پلار ته د زوی له مړینې وروسته د زړه ناروغۍ پیدا شوې چې اوس یې روغتیایي حالت ښه نه دی او ان تر دې چې خبرې هم نه شي کولای. خجسته کبیري په دې اړه راپور لري:

06.11.2020 ازادي راډیو

د ازادۍ راډیويي مجله

06.11.2020 ازادي راډیو

دوهمه یو ساعته خپرونه

06.11.2020 ازادي راډیو

د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي له دندې استعفا وکړه

د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي وروسته تر دې له دندې استعفا وکړه چې خبر شو په جنګي او بشر ضد جرمونو تورن شوی دی.  تاچي په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې له صربیا نه د ازادۍ غوښتلو په جګړه کې د چریکیانو یو مشر و.  نوموړي نن د نومبر په پنځمه پریستینا کې خبریالانو ته وویل، سرچینو یې ملعومات ورکړي چې د کوسوو د متخصصانو خونې پر ده لګول شوي تورونه تصدیق کړي دي.  ده له وړاندې ژمنه کړې وه چې که تورن وپیژندل شي، استعفا ورکوي.  بل لورته ټاکل شوې د کوسوو د پارلمان پخوانی مشر به په هاګ کې د جنګي جرمونو او بشرضد جنایتونو له رسمي تور سره مخامخ شي. یاکوب کراسنیکي چې پخوا جګړه کې د چریکیانو رهبر هم پاتې شوی، له نیول کېدو وروسته هاګ ته لیږدول شوی دی. د هاګ د جنګي جرمونو څارنوالانو د ځایي پولیسو په همکارۍ پرون د نومبر په څلورمه یاکوب توقیف کړ. یاکوب د کوسوو د ازادي غوښتونکي پوځ ویاند و او د خپلواکۍ له اخیستو وروسته د پارلمان مشر او کم وخت لپاره سرپرست ولسمشر هم پاته شوی. پر نوموړي تور دی چې د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کلونو پر مهال جګړه کې یې جنګي جنایات کړي دي.  

05.11.2020 ازادي راډیو

د امریکا انتخابات؛ جوبایډن د ټاکنیز کالج ډېرې رایې ګټلي

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ډیموکراټ نوماند جوبایډن د ټاکنیز کالج ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.  د بایډن دغه رایې ۲۵۳ او د سیال یې ډونالډ ټرمپ ۲۱۳ ښودل شوي دي.  که هر کاندید د ټاکنیز کالج ۲۷۰ رایې پوره کړي، د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي.  بایډن په میشیګن او ویسکانسن ایالتونو کې له ټرمپه مخکې شو، دا هغه ایالتونه و چې ۲۰۱۶ میلادي کال ټاکنو کې ټرمپ ډېرې راېې په کې وړې وې.  د امریکا له ټاکنو یوه ورځ وروسته هم معلومه نه ده چې کوم نوماند بریالی دی.  دا مهال په څلوور ایالتونو اریزونا، جورجیا، پنسلوانیا او نیوادا کې د رایو شمېرل دوام لري.  ټاکنې دغلته یو څه لانجمنې شوي، ځکه ولسمشر ټرمپ له شواهدو پرته ویلي چې رایه ورکونه او د رایو شمېرنه کې لویې ستونزې وې.  د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې بیا د ټرمپ زرګونه مخالفان سړکونو ته راوتلي او د ټاکنو له مسولینو غواړي چې د رایو شمېرنه بشپړه کړي. 

05.11.2020 ازادي راډیو

د سولې ولسي حرکت غړي د(لړم ۱۶مه) د امریکا سفارت مخې ته خیمه دروي

د سولې ولسي حرکت غړي سبا جمعه(د لړم ۱۶مه) په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته خیمه دروي. دوی نن پنجشنبه (د لړم ۱۵مه) له ننګرهار څخه کابل ته ورسېدل.   ددې حرکت مشر اقبال خیبر وايي، له ننګرهار څخه د ګڼ شمېر قومونو مشران له دې حرکت سره یوځای شوي او سبا به د امریکا سفارت مخې ته د پرلت خیمه ودروي.   ښاغلی اقبال وايي، دوی سبا د امریکا سفارت مخې ته له دغه هېواد څخه په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کوي.  د هغه په خبره، افغان حکومت او طالبان دې د جګړې د درېدو لپاره له سخت دریځۍ څخه لاس واخلي او د افغان وژنې روانه لړۍ دې ودروي.   د ننګرهار یو شمېر قومي مشران چې د دې حرکت سره یوځای شوي وايي، طالبان او افغان حکومت د اوربند په ټینګښت کې پاتې راغلي او اوس دې امریکا په دې برخه کې لاس په کار شي.   دوی همدا راز له ښکېلو خواوو د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه هم وکړه.  ددغه حرکت غړي په داسې حال کې کابل ته رسیدلي چې د خپاره شویو راپورونو پر بنسټ د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري د تاوتریخوالي کچه له پخوا ډېره شوې.  

05.11.2020 ازادي راډیو

پر کابل پوهنتون برید؛ امرالله صالح: ۱۳ ګمنان پولیس دې باعزته خوشې شي

د جمهور رئیس غني لومړي مرستیال امرالله صالح د هغو ۱۳ تنو امنیتي منسوبینو د خوشې کېدو امر کړی چې پر کابل پوهنتون د برید وروسته، د وظیفوي غفلت په تور څارنوالۍ ته پېژندل شوي وو.  ښاغلي صالح د پنج‌شنبې (د لړم ۱۵مه) په سهار په خپله رسمي فیسبوک‌پاڼه ولیکل: "په دې اړه چې څوک نه دي توانېدلي پر کابل پوهنتون د برید مخنیوی وکړي، څېړنې روانې دي. د وظیفوي غفلت په تور د ۱۳ ګمنام پولیس سرتېرو نیول بې‌معنی دي او  امر مې کړی چې دا کسان با عزته ازاد شي. "  د جمهور رئیس د لومړي مرستیال له قوله، تر اوسه دا قضاوت نه‌شي کېدای چې په دې ځانګړې برخه کې د وظیفوي غفلت تعریف څه دی.  د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر مشر رضوان مراد ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت غواړي د دې پېښې رېښو ته ورسېږي، نو له همدې کبله له وړاندې د یو شمېر پولیسو نیول، بې ګټې عمل دی. ښاغلي مراد زیاته کړه: "څو پورې چې دا معلومېږي چې د دې وظیفوي غفلت رېښه چېرې ده او په کومه سطحه کې ده. همدا ډول ترهغه چې استخباراتي او معلوماتي راپورونه ارزول کېږي، له دې وړاندې مستقیماً د څو سرتېرو نیول، هېڅ درد نه دوا کوي."  د کورنیو چارو وزارت پرون د چهارشنبې (د لړم ۱۴مه) په ورځ وویل، د درېیمي امنیتي حوزې د امر، جنايي مدیر او د کابل پوهنتون د ټولي قوماندان یې پر کابل پوهنتون د مخنیوي په برخه کې د پاتې راتلو، وظیفوي غفلت او د امنیتي پلان د نه عملي کېدو په تور له نیول کېدو وروسته، څارنوالۍ ته پېژندلي دي.  له دې وړاندې هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ورته یو شمېر پېښو وروسته، د اړوند امنیتي حوزې مسؤل یا هم امنیتي پولیس له دندو ګوښه کړي چې امنیتي کارپوهانو دا عمل له مسوولیته د تېښتې په معنا بللي وو. له همدې کبله یو شمېر امنیتي کارپوهان هم وايي، اړتیا ده چې د دې پېښې د څېړنې په برخه کې ټول اصول او مقررات عملي شي.  د امنیتي مسایلو شنونکی عبدالباري عارض وايي، دا پېښه یوازې د درېیمې امنیتي حوزې د مسوولانو او پرسونل په غفلت پورې محدوده نه‌ده.  دی وايي: "زه فکر کوم د کومو ۱۳ پولیسو د ازادۍ امر چې امرالله صالح کړی، پرځای کار دی. موضوع باید دقیقه وڅېړل شي، د دې قضیې ابعاد له دې ډېر پورته دي."  د کورنیو چارو وزارت پرون وروسته له دې دا ۱۳ تنه پولیس او افسران له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته وپېژندل چې د کابل پوهنتون ترمخه لاریون کوونکو پر  دې پوهنتون د برید د مخنیوي په برخه کې د پاتې راغلیو کسانو د مجازاتو غوښتنه وکړه.  د افغانستان حکومت دا برید د طالبانو کار بولي، خو طالبانو بیا د حکومت دا ادعا رد کړې ده.  د جمهور رئیس غني لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل برید وروسته دا برید د افغان استخباراتي ادارو ناکامې بللې وه. 

05.11.2020 ازادي راډیو

څېرې- له سونیا احمدي سره خبرې

سونیا احمدي افغان الاصله نارويژۍ ده. دا د ناروې د ساینس او ټکنالوژۍ په پوهنتون کې څېړنې په برخه کې د سلاکارې په توګه کار کوي. دا د پناه غوښتونکو د حقونو فعاله ده او د تشبث په برخه کې یوټيوب چینل هم پر مخ وړي. ملالۍ بشير له دې سره خبرې کړي.

04.11.2020 ازادي راډیو

د امریکا په ټاکنو کې د خلکو د ګډون اندازه د پام وړ وه

د هغو رایو له مخې چې د امریکا وګړو تر ټاکنو مخکې کارولي، داسې ښکاري، چې سږکال په ټاکنو کې د خلکو د ګډون اندازه د ۲۰۱۶م کال په نسبت زیاته ده. تر سلو ملیونو ډېرو کسانو د پوست، په انلاین بڼه یا هم د رایې ورکولو په مرکزونو کې له مخکې خپلې رایې کارولي دي. نور په دې ویډیو کې

04.11.2020 ازادي راډیو

کندهار کې د جګړو اوونۍ پوره شوه، څومره تلفات رسېدلي؟

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې اوونۍ پوره شوه، خو لاهم جګړه روانه ده. د دغه جګړې سره هم‌مهاله وسله‌والو طالبانو د تېرو درېیو ورځو راهیسي پر ژیړۍ، میوند او پنجوايي ولسوالیو هم بریدونه کړي. چارواکي وايي تر اوسه په دغه جګړو کې ۳۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان شوي دي. په عین وخت کې د کندهار میرویس روغتون ته د روانو جګړو له پیله تر اوسه ۲۵ مړي او ۲۲۲ ټپیان وروړل شوي چې ډېره برخه‌یې ملکیان دي. صادق رښتینی د کندهار ارغنداب ولسوالۍ ته تللی او په دې اړه راپور لري، د دې راپور اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

04.11.2020 ازادي راډیو

امریکایان د رایو د صندوقونو په لور روان شوي

امریکایان د رایو د صندوقونو په لور روان شوي. دې انتخاباتو ته په څو لسیزو کې د مهمو ټاکنو په سترګه کتل شوي دي. دواړه کاندیدان، ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پخوانی مرستیال ولسمشر جوبایدڼ سره بېلابېل نظرونه لري او کرونا وبا هم په متحد ایالتونو کې خپره ده.  د اټکلونو له مخې دا ځل به د تېرو انتخاباتو پرتله چې ۵۵ په سلو کې د راییو په شرایطو برابرو خپلې رایې وکارولې ډېر کسان رایې ورکړي.   په امریکا کې د ملي دفاع پوهنتون استاد علي احمد جلالي وایي چې دا ځل دا انتخابات په خاصو شرایطو کې ترسره کیږي: "یو دا چې کرونا وبا د ژوند پر هر اړخ اثر کړی دی، بل اقتصاد ته یې لږه صدمه رسولې ده، بل په امریکا کې خلک ډېر سره ویشل شوي دي." تر اوسه اووه نوي میلیونه کسانو د ایمیل له لارې خپله رایه کارولې ده. د کرونا ویروس له امله خلکو ته دا اختیار ورکړل شوی دی چې انلاین رایه ورکړي. په دې ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو کاندید اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي چې بیا ولسمشر شي او د ده سیال د ډیموکرات ګوند غړی پخوانی مرستیال ولسمشر جو بایډن دی.

03.11.2020 ازادي راډیو

د پکتیا د ځاځي اريوب 'منډهېر' غر اور اخيستی

د پکتیا ولایت د ځاځي اريوب ولسوالۍ منډهېر غره اور اخيستی. د ځاځي اريوب ولسوالۍ قومي مشران او سیمه ییز چارواکي وايي چې له تېرې يوې ورځې راهيسې منډهير غر اور اخيستی او تر دا مهاله حکومت یې په اړه اقدام نه دی کړی. دوي وايي، که د منډهېر غرد اور سوځېدنې په اړه چارواکي ژر لاس په کار نه شي ژر شونې ده چې د دې غره ډېره برخه وسوځي. منډهیر غر د پکتیا ولایت له هغو غرو څخه دی چې د زنغوزو ځنګلونه پکې ډېر دي.

03.11.2020 ازادي راډیو

د ګوړې اچار - تکرار

03.11.2020 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more