شاته

د ځینو هېوادونو ډیپلوماټيک ماموریتونه: پر ښوونیزو مرکزونو بریدونه غندو

د افغانستان لویو نړیوالو متحدینو پر ښوونیزو مرکزونو وروستي خونړي بریدونه غندلي او دا بریدونه یې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو کلکه سرغړونه بللې ده.

په کابل کې د امریکا، بریټانیا، کاناډا، اسټرالیا، هالنډ، ناروې، سوېډن او ترکیې سفارتونو او د ناټو او اروپايي ټولنې سیاسي او ډيپلوماټیکو استازولیو د جمعې په ورځ یوه ګډه اعلامیه خپرې کړې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د روان کال له جنورۍ راهیسې په کابل او نورو ولایتونو کې په ښوونځیو او د پوهنې پر منسوبینو ۴۵ واره بریدونه شوي چې دوی یې په اړه جدي اندېښنه لري.

د افغانستان دغو متحدانو د یوناما له خوا د ملکیانو د خپرې شوې مرګ ژوبلې شمېر د اندېښنې وړ بللی او ټينګار یې کړی چې د دغسې بریدونو عاملین باید محاکمه او عدالت پلی شي.

تر دې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر کابل پوهنتون برید په کلکو ټکو غندلی او ټينګار یې کړی چې پر ښوونیزو مرکزونو دغسې بریدونه د منلو نه دي او د هېواد د روښانه راتلونکې هیلې ګواښي.

د کابل پر پوهنتون بې‎ مخینه حمله چې د محصلانو په ګډون په کې ۲۲ کسان ووژل شول اوشاوخوا ۴۰ ټپیان شول.
د کابل پر پوهنتون بې‎ مخینه حمله چې د محصلانو په ګډون په کې ۲۲ کسان ووژل شول اوشاوخوا ۴۰ ټپیان شول.

په کابل کې د بهرنیو هېوادونو سفارتونو او د څو مهمو سازمانونو استازولیو او تر هغه مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر کابل پوهنتون تر خونړي برید وروسته دا اعلامیې ورکړي، هغه برید چې په کې د رسمي شمېرو له مخې ۲۲ تنه ووژل شول او تر څلوېښتو زیات کسان ټپیان شول.

په وژل شویو کې ۱۹ تنه محصلین او ۳ نور د پوهنتون استادان یا کارکوونکي و.

بریدګرو چې وروسته داعش ډلې خپل کسان وبلل او مسوولیت یې واخېست لومړی پر محصلینو ډزې کولې او وروسته یې تر شپږو ساعتونو له افغان ځواکونو سره جګړه وکړله.

د روان کال له جنورۍ راهیسې په کابل او نورو ولایتونو کې په ښوونځیو او د پوهنې پر منسوبینو ۴۵ واره بریدونه شوي

په برید کې ټپي شوی محصل نصرت الله ترنک ازادي راډیو ته وویل چې نیمايي ټولګېوال یې له لاسه ورکړي: "کوم چې ټپیان وو هغه په وینو لړلي وو. کوم چې شهیدان وو هغه خو شهیدان وو. اخري چې کمانډو راغلل او ویل یې راولاړ شئ راولاړ شئ. ټول صنف تقریباً سم نیم هغسې ډک پاتې شول هېڅ راولاړ نه شول. څوک چې جوړ ول ولاړ شول څوک چې ټپیان وو، پاتې وو."

د کابل پر پوهنتون تر برید څو ورځې مخکې د لړم په درېیمه د کابل په لویدیځ کې د کوثر پر ښوونیز مرکز بمي چاودنې لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل او ۵۷ نور یې ټپيان کړل.

د امریکا او بریټانیا د سفارتونو په ګډون د افغانستان نړیوالو متحدینو په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د سمدستي کمېدو لپاره غږ پورته کړی، څو له لارې یې افغانان له یوې ټول شموله سولې برخمن شي.

دوی له افغان ځوانانو خپل پوره ملاتړ څرګند کړی او ټینګار یې کړی چې ځوانان نه یوازې د سوله ییز ژوند مستحق دي بلکې باید د سولې په راوستلو کې هم رول ولري.

د ولسمشر اشرف غنی مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د ولسمشر اشرف غنی مرستیال ویاند دواخان مینه پال

د افغانستان حکومت د خپلو نړیوالو متحدینو له وروستۍ اعلامیې هرکلی کړی دی.

د ولسمشر اشرف غنی مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان حکومت د خپلو متحدینو د دې اعلامیې هرکلی کوي چې هغوی پر اکاډمیکو او روزنیزو مرکزونو په ځانګړې توګه پر کابل پوهنتون وروستی برید غندلی دی. دوی د افغانستان د ځوانانو ملاتړ اعلان کړی او همدارنګه یې د تاوتریخوالي د ختمېدو غوښتنه کړې ده. د افغانستان حکومت د دوی د یاد دریځ هرکلی کوي."

سره له دې چې افغان حکومت او نړیوال متحدین یې د تاوتریخوالي په کمېدو ټينګار کوي او ترڅنګ یې د جګړو د هواري لپاره سیاسي هلې ځلې هم کېږي خو ۲۰۲۰ میلادي کال په تېره څو وروستۍ میاشتې ډېرې خونړۍ بلل شوي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سپټمبر له ۱۲مې د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچیانو خبرې پيل کړي، خو لا یې د اصلي مذاکراتو د پیل لپاره چې په کې د اوربند ټينګېدل مهمه برخه جوړوي کړنلاره هم نه ده جوړه کړې.