ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ښوونځیو اوږده رخصتي څنګه جبران کېدای شي؟ 

د ښوونځیو اوږده رخصتي څنګه جبران کېدای شي؟   د کرونا له وجې د ښوونځیو اوږده رخصتي پای ته ورسېده او ټول زده کوونکي اوس ښوونځیو ځي. د دې اوونۍ په خپرونه کې په دې موضوع خبرې شوي چې د کرونا وبا په مهال اوږدې رخصتي په ښوونیز بهیر څه اغېزه کړې؟ د ښوونځیو اوږده رخصتي څنګه جبران کېدای شي؟   او د پوهنې وزارت د ناوخته پيل شوي ښوونیز کال لپاره څه پلانونه لري؟ یادونه: «تاندې څانګې» د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې یې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د څلور بجو او د یکشنبې د ورځې په سهار د اتو بجو په خپرونه کې خپرېږي. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

17.10.2020 ازادي راډیو

خوست کې د کورنۍ غړي له یو بل څنګه ځان خبروي؟

افغانستان له خطرونو  او ناببره پېښو  ډک دی او اوس ځینې کورنۍ د بېړنیو پېښو پر مهال د یو بل له حاله د ژر خبرېدو لپاره اوس د انلاین ټکنالوجۍ کارولو ته مخه کړې. د خوست ولایت یو اوسېدونکی لاهور شاه افغان وايي، د کورنۍ د غړو شمېر  یې له سلو پورته دی او په خبره یې ځینې یې د هېواد په یو شمېر ولایتونو او ځینې نور بیا د سوداګرۍ او زده کړو لپاره له هېواده بهر تللي. ده وویل، په کور کې د ډېرو غړو لرل نیکمرغي ده، خو د افغانستان په څېر هېواد کې له ځان سره ګڼې اندېښنې هم لري. هغه وايي، کله هم چې  بریدونه، چاودنې، ټرافیکې پېښې یا نورې بېړنۍ پېښې رامنځته کېږي د کورنۍ هر غړی یې سترګو ته درېږي او غواړي چې ژر تر ژره یې له حاله خبر شي. نوموړی وایي، پخوا به په بېړنیو حالاتو کې دوی د کور  د هر غړي  احوال د ټیلیفون له لارې اخېسته. لاهور شاه زیاتوي: " مخکې ډېره سخته وه، چې داسې پېښه به وشوه، د کور خو ماشاالله ډېر کسان دي، نو هره یوه ته به ټیلیفون ډېر وخت نیوه، او مصرف هم کېږي،  بل داسې وخت کې شبکې هم ښه کار نه کوي، او مشکل به دا و چې ټول به نه خبرېدو او داسې وخت هم راغی چې د ټولو په خبرولو ساعت ان ورځ هم تېره شوې ده." لاهور شاه  زیاته کړه، په کور د ننه او له هېواده بهر یې اوس د کورنۍ د ټولو غړو او خپلوانو ترمنځ  په وټس اپ او نورو انلاین پروګرامونو کې  ګروپونه جوړ کړي، چې په بېړنیو حالاتو کې د یوه او بل له حالاتو په چټکه توګه ځانونه خبروي.  نوموړي د خپلې دې تجربې په اړه وویل: "بیخي ډېر کار مو ورسره اسانه شوی، یو خو ټول په ډېر کم وخت کې په ډېر کم لګښت سره پرې خبرېږو، هغوی چې په کابل، ننګرهار کې وي یا بهر کې چې څوک دي هغوی ټول ډاډمنېږي او په یوه دقیقه کې له هرې خبرې خبرېږي." له لسیزو راهېسې د خوست د ډېرو کورنیو غړي، په عربي هېوادونو او نوره نړۍ کې په خوراۍ مزودرۍ  بوخت دي. هغه مهال چې ټیلیفون او انټرنېټ نه وو، د لیکونو او ثبت شویو پټو استول یې له کورنیو سره د تماس یوازینۍ لاره وه چې د یو بل په لاس به یې استول او کله ناکله به یې میاشتې وخت غوښت چې ورسېږي. افغانستان چې په طبیعي او ټرافیکي پېښو سربېره په کې امنیتي پېښې، چاودنې، بریدونه، نښتې او جګړې د هرې ورځې کېسه ده، ډېر خلک د پېښو پر مهال د کورنیو د غړیو د خوندیتوب په اړه اندیښمن وي.  اوس چې د انټرنېټ اسانتیا په زیاتېدو او خلکو ترمنځ د ټولنیزو انلاین شبکو کارول په پراخېدو دي، ډېری کورنۍ په سختو شېبو کې د همدې شبکو له لارې د یو بل په حال احوال ځان خبروي.

17.10.2020 ازادي راډیو

د فوټبال غوره لیګ پایلوبه او له شور اوغوغا ډک کابل ښار

تېره شپه د کابل لپاره په زړه پوری شپه وه، شاهین آسمایي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ پایلوبه وګټله. د ناامنۍ له خطرونو سره سره، زرګونه ناینه او مېرمنې د فوټبال شنه میدان ته راغلل. د ازادي راډیو خبریال نصرت پارسا په دې اړه راپور لري:

17.10.2020 ازادي راډیو

آیا له کرونا ویروس وروسته د بلې وبا د راتلو امکان هم شته؟

کرونا ویروس لومړني موارد د چین په ووهان ښار کې وموندل شول خو که بله وبا راځي نو پیل به یې له کوم ځایه وي. ساینسپوهان اټکل کوي چې که په نړۍ کې بله وبا راتله نو علت به یې په برازیل کې د امازون ځنګلونو سوځېدل وي. په داسې حال کې چې په برازیل کې د امازون ځنګلونو ویجاړول او هلته د کروندو پراخېدل روان دي ساینسپوهان وايي، د دې امکان شته چې د ونو د پرې کولو او د ورشوګانو د پراخېدو له کبله د برازیل په صادراتو کې د غويي پر غوښې او سویا بین سربېره یوبل قلم چې ښايي یوه نوې وبا وي، زیات شي. د څېړنو له مخې په امازون ځنګلونو کې بدلونونه په دې سیمه کې دېره حیوانات- له ماښام څکالی نیولې تر بیزوګانو او ماشو پورې له خپلو مېنو بېځایه کوي او په دې ځنګلونو کې د مږو په ګډون د هغو حیواناتو مېشتېدو ته لاره اواروي چې طبیعت یې تر ډېره په دښتو او اوارو سیمو کې استوګنې ته جوړ دی. په امازون کې د تحقیقاتو د ملي انستېتیوت  INPA کارپوه ادالبېرتو لوییز وال وايي، دا بدلونونه او ورسره څومره چې انسانان نور هم د ځنګلونو تل ته ننوځي، له حیواناتو سره د انسانانو تماسونه د خطرناکو ویروسونو او باکتریاګانو د نوعیت د بدلون امکان زیاتوي. د نوموړي په وینا اقلیمي بدلون چې د تودوخې د درجې او بارانونو د بدلون باعث کېږي له دې خطرونو سره لا زیاته مرسته کوي. دې مخکښ بیالوژیست له توماس رویټرز بنسټ سره په مرکه کې وویل دا خطر ډېر لوی دی ځکه په داسې یوه حالت کې یو ژوندی ارګانیزم چې له خپل اصلي ټاټوبي څخه وځي هڅه کوي چې ځان له نوي ماحول سره عادت کړي، او د ځای له بدلېدو سره له نویو چلینجونو سره مخامخ کېږي. لوییزوال وايي، د ده ډېره اندېښنه د هغو وایرسونو له پلوه ده چې ماشي او نور حشرات یې لېږدوي.

16.10.2020 ازادي راډیو

کابل کې د جنايي پېښو زیاتوالی؛ ولسمشر غني د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې

په کابل کې هره ورځ د جنايي پېښو په اړه د خلکو له اندېښنو سره سم، ولسمشر غني د کابل له امنیتي ادارو غوښتي چې د جرایمو د مخینوي په اړه بېړنی اقدام وکړي.  ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، ولسمشر غني د کابل امنیتي ادارو ته ویلي چې د خلکو رواني امنیت خوندي او د کابل د امنیت په ټینګښت کې له ټکنالوجۍ ګټه واخلي.  ښکاري چې په کابل کې ورځ تر بلې د جنايي جرمونو په اړه د خلکو اندېښنې، تر ولسمشر محمد اشرف غني هم رسېدلي دي.  ارګ وايي، ولسمشر غني د کابل امنیتي ټیم ته ویلي چې په دې ښار کې باید د جرایمو د مخنیوي پر وړاندې هر څه ژر بېړنی اقدام وشي.  د ارګ په اعلامیه کې لیکل شوي، "جمهور ريیس غني د کابل د امنیت د ټینګښت لپاره د غوره تدابیرو د نیولو په غونډه کې ویلي، باید د خلکو رواني امنیت خوندي او همداراز دې د کابل په پولیسو کې اساسي بدلون راشي چې د جرمونو له بېلابېلو ابعادو سره مبارزه وشي."  د کابل د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو پر بنسټ، د امنیتي تړون په چوکاټ کې د خلکو په همکارۍ په بېلابېلو جرمونو تورن ۱۷۳ کسان پولیسو ته معرفي شوي، همدا ډول ۶۹ تړونونه تازه لاسلیک شوي او په بېلابېلو برخو کې ۳۰۰ امنیتي کمرې نوې نصب شوي دي.  په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندان جمعه ګل همت وايي، ډېر ژر به د کابل وضعیت کې هر اړخیز بدلون راشي.  هغه زیاته کړه: "هغه هدایت چې د افغانستان د جمهور ريیس له‌خوا په قاطعیت سره موږ ته شوی دی چې باید بدلون رالوو او مجرمین ګرفتار کړو، همدارنګه د کورنیو چارو وزیر د قانون مطابق سره پولیسو ته امر کړی چې که مجرم اسلحې ته لاس کوي، باید پر وړاندې وسله استعمال شي. "  د کابل امنیه قوماندان د پولیسو په لیکو کې فساد، اړیکې او د مجرمینو پر وړاندې نرم چلند مني، خو زیاتوي، د دې ډول کسانو پر ضد به قانوني چلند وشي.  خو ایا دا ځل به له کابل مېشتو سره د وضعیت د ښه کېدو په اړه شوې ژمنه عملي شي او تر خوا یې د پولیسو په لیکو کې کوم ډول اصلاحات عملي کېدل کولای شي چې خلک خوندې کړي؟  د امنیتي چارو کارپوه عبدالباري عارض وايي: "د امنیتي او دفاعي ځواکونو کدرونه غیر مسلکي، ناکاره، د اړیکو، قوم، سمت، ژبې او تنظیم پر اساس تقیسم شوي چې له سره جوړول غواړي، که همدا کار و نه شي، په هیڅ ډول اوسنۍ اداره نه شي کولای دا امنیت تامین کړي. "  د کابل په امنیتي وضعیت کې داسې مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ له‌خوا د بدلون راوستو امر کېږي چې نږدې هره ورځ په دې ښار کې د خلکو له‌‌خوا د وسله‌والو غلاوو او نورو جنايي جرمونو له کېدو شکایتونه مخ په ډېرېدو دي.  دوه شپه وړاندې د کابل په دشت برچي سیمه کې وسله‌والو غلو پر یوه درملتون د برید پر مهال یو ډاکټر وواژه او یو بل یې ټپي کړي. له دې وړاندې هم روانه اوونۍ د ورته وژنو او وسله‌والو غلاوو راپورونه ورکړل شوي دي. 

16.10.2020 ازادي راډیو

رونالډو د قرنطین دورې تیرولو لپاره ایټالیا ته ستون شو

د ایټالیا د یونتوس د ټیم پرتګالي ستوری کرسټیانو رونالډو چې په کویډ- ۱۹ اخته شوی، ایټالیا ته ستون شوی څو هلته د قرنطین دوره تېره کړي. تمه کیږي چې ۳۵ کلن رونالډو به د یونتوس ټیم لږ تر لږه دوه لوبې له لاسه ورکړي. دا هم ممکنه ده چې د بارسالونا په وړاندې لوبه کې هم خپل ټیم کې نه وي شامل.

15.10.2020 ازادي راډیو

نورستان کې ښځې په پټيو کې د کرکېلې ترڅنګ ژرندې هم کوي

په نورستان کې ښځې په پټيو کې د کرکېلې ترڅنګ ژرندې هم کوي او د کور کارونه هم ور په غاړه دي. عاکفه ۲۰ کلنه ده. ملا يې د تور کتان په درې ګزۍ ټوټه کلکه تړلې، په پټي کې په خپلو لاسونو کرلو لوبیاو، جوارو او د نورو بوټو للون کوي. دلته په یو پټي کې بېلابېل شیان کرل شوي، د همدې پټي یو کونج کې يې د ولې په ونه کې له ټوټو جوړه زانګو رازانږي، خپل کوچنی زوی يې په‌کې اچولی. هغه د پارون یخې هوا کې ارام ویده دی، خو مور يې ټوله ورځ په کړوپه ملا په کرونده کې په کار کولو ستړې ستومانه او خولې ده. هغې وویل: "موږ په پټي کې لوبیا، جوار، کدوان او الوګان کرلي دي. دا موږ په خپلو لاسونو په ځمکه کې تخم کرو، اوبه ورکوو، للون‌يې کوو، بیا رېبو یې او وروسته‌يې خوراک ته چمتو کوو. دا ټول شاقه کارونه دي چې موږ يې کوو. حکومت باید موږ ته د نورو اسانو کارونو کولو زمینه برابره کړي." دا کلیواله ښځه کله د نورو ګڼو ښځو غوندې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې برخه اخلي. زینب د دې سیمې یوه بله اوسېدونکې ده. دا د پشکې لېسه کې ښوونکې ده. زینب وايې په نورستان کې ښځې د درنو کارونو له امله له روغتیايي او ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ دي. زینب په دې باور ده چې کلیوالې ښځې باید زده‌کړو ته په اسانۍ لاسرسی ولري او له ستړو او درنو کارونو وژغول شي. هغې زیاته کړه: "ښځینه له شاقه کارونو ډېرې ستړې دي. اوس ټولې ښځې دې ته زړه ښه کوي چې لوستې شي او د پوهې په وسیله د یو اسانه ژوند خاوندانې شي." دولتي چارواکي هم وايي چې په ولایت کې يې مېرمنې په سختو او شاقه کارونو بوختې دي، خو دوی هڅه کوي چې د ښځو د اقتصاد په برخه کې ځیني پلانونه عملي کړي. د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي ازادي راډیو ته وویل: "محلي ادارې له پخوا نه خپل فعالیتونه او کارونه په لاره اچولي دي او مختلفو ادارو ته‌يې دنده ورکړې چې تر څو خپلې پروژې او پروګرامونه د ښځو د اقتصادي حالت د پیاوړي کولو لپاره په لاره واچوي چې په‌کې پوهنې،کرنې او مالدارۍ،کار او ټولنیزو چارو، د عامې روغتیا او نور ریاستونه شامل دي. څو ښځې له دغو شاقه کارونو خلاصې کړي." نورستان د هېواد په ختيځ کې هغه لیرې پروت او غرنی ولایت دی چې له سلګونه کلونو راهیسې يې ښځو ته د کرکېلې او نور شاقه کارونه په میراث کې پاتې دي. د دغو ښځو په وینا په دې ولایت کې د ښځو د ستونزو حل ته ډېر پام نه‌دی شوی.

15.10.2020 ازادي راډیو

کلو او بانډو کې د مشرانو فیصلې د ستونزو د حل په منظور څومره ګټورې دي؟

د ازادي راډیو د "کور کلي" اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث شوی چې؛ په کلو او ښارونو کې د سپین ږیرو فیصلې څومره مفیدې تمامې شوې دي؟ داسې هم کېدای شي چې د کلي د سپین ږیرو فیصلې ښې پایلې ونه‌لري ؟ او څنګه کولای شو چې په کارونو کې ښه مشوره ترسره شي؟ د دې موضوع د راسپړلو په منظور د راپور ترڅنګ د عامو خلکو نظرونه او له یو مخور سره مرکه هم شته، دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې ده. د دغې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

15.10.2020 ازادي راډیو

تخار کې ګڼې ښځې د خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو هوارولو هڅې کوي

د تخار ولایت د کلیو او بانډو ګڼې ښځې د خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو هوارولو هڅې کوي. د دې ولایت یو شمېر کلیوالې ښځې وايي دوی لاسي صنایع تولیدوي چې د خپلو کورنیو په اقتصاد کې برخه واخلي. که څه هم دا توکي په خپل کلي او ګاونډ کې یې هم خرڅېږي، خو دوی هڅه کوي چې له خپلو کلیو دباندې هم دا صنایع وپلوري. زبیده کریمي د تخار په بنګي ولسوالۍ کې اوسي. دا وايي، له ۵ کالو راهیسې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي. هغې وویل: "له څو کالو راهیسې زه خیاطي کوم. خامکي غاړې ګنډم او ډول ډول زنانه کمیسونه ګنډم. له همدې لارې د خپلې کورنۍ لګښت پوره کوم. شپږ ماشومان لرم، د هغوی د ښوونځي لګښت هم ورکوم، خو د کرونا ویروس خپرېدو زموږ پر کار و فعالیت منفي اغېزه وکړه، ځکه تولیدات لرو، خو پېرېدونکي نه‌لرو." دغه ۳۵ کلنه مېرمن وايي چې د خپلې کورنۍ لګښت د لاسي صنایعو تولیداتو له لارې پوره کوي. یوه ستونزه چې دا یې یادوي هغه د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د دې پر کار منفي اغېز دی. دې وویل: "موږ ټول کار په خپلو شخصي پیسو کوو. ځکه تار، مرئ، چرمې، رخت او ماشین په خپلو شخصي پیسو اخلو. تر اوسه له موږ سره کومې دولتي او غیر دولتي مؤسسې مرسته نه‌ده کړي. پخوا زموږ کار و بار ډېر ښه وو، خو اوس زموږ کار و بار خوند نه‌لري او بې‌حده پیکه شوی دی او پیسې مو هم بندې شوې دي." ۳۰ کلنه فرشته د تخار د خطایانو سیمې اوسېدونکې ده. دا وايي چې خیاطي یې له خپلې مور څخه زده‌کړې ده. فرشته بیا په عموم کې د لاسي صنایعو تولیداتو لپاره د بازار له نشتوالي شکایت لري. فرشتې زیاته کړه: "خیاطي مې له خپلې مور څخه زده کړې ده. کابو ۱۳ کلنه وم چې خیاطي مې شروع کړه. د جاکټ اوبدل، د خامکي غاړو ګنډل مې له مور څخه زده کړل. اوس چې هر ډول خیاطي او د ستنې کار وي کولای شم او د خپلې کورنۍ ټول لګښت له همدې لارې پوره کوم." دا چې د لاسي صنایعو لپاره د بازار او نندارتونونو نشتوالی یوازې د کلیوالو سیمو ستونزه ده، که ښاري سیمې هم ورسره مخامخ دي؟ په تالقان ښار کې د ښځو د لاسي صنایعو د ټولنې مشره فریده چوپان وايي: "له دولت څخه تر نن ورځې پورې موږ کومه مرسته نه‌ده لېدلې. موږ له دولت څخه غواړو د لاسي صنایعو نندارتونونه جوړ کړي. ځکه زموږ تولیدات بازار نه‌لري. دولت باید له ښځو سره د ملي او نړیوالو نندارتونونو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي، ترڅو زموږ تولیدات بازار پیدا کړي." خو د تخار ولایت د ښځو چارو رئیسه ګوهرشاد باور بیا له دې سره موافقه نه‌ده او وايي چې اوس‌مهال په دې ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو لپاره دوه سوداګریز مرکزونه شته او په بېلابېلو مناسبتونو کې په‌کې د لاسي صنایعو نندارتونونه هم جوړ شوي. ګږهرشاد باور زیاته کړه: "موږ هر کال په بېلابېلو مناسبتونو کې د ښځو د لاسي صنایعو په خاطر نندارتونونه جوړو. ټولې ښځي خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کوي، خو د امنیتي ننګونو له کبله موږ نه‌شو کولای په ښه توګه د بازار موندنې په برخه کې کار وکړو. ځکه امنیتي ستونزو زموږ کار له خنډ سره مخ کړی دی." د کلیو او بانډو د ښځو په وینا د دوی د لاسي صنایعو لپاره د بازار موندلو په برخه کې باید نور کار هم وشي چې نه‌یوازې د تخار ولایت ځایي کارونه او خامکونه خلکو ته معرفي شي، بلکې له دې لارې دوی د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې هم هواروي.

15.10.2020 ازادي راډیو

د اکټوبر ۱۵مه د کليوالو ښځو نړیواله ورځ؛ ایا د دوی ژوند بدل شوی؟

د اکټوبر ۱۵مه په نړۍ کې د کليوالو ښځو د ورځې په توګه لمانځل کېږي. ازدي راډيو په دې مناسبت په خوست کې د يوې کليوالې ښځې سره د هغې د ژوند په اړه خبرې کړې دي. دا وايي خپلو کړاوونو ورته دا ښودلې چې تعليم اړين دي، نو ځکه غواړي چې شپږ واړه اولادونه‌یې درس ووايي. ۴۲ کلنه ګل غوټۍ د خوست د اسماعیل‌خېلو مندوزي ولسوالۍ د ډاډوالو کلي اوسیدونکې ده. د هغې لاسونه چاودې، مخ ګونځې او زړې جامې پر تن دي. دې ازادي راډيو ته وويل چې عمر یې ټول په سختيو کې تېر شوی دی. هغه زیاتوي: "ما خپله ډېر کارونه کړي، دومره درانده کارونه به سړیو نه‌وي کړي لکه ما چې کړي دي، خټې مې کولې، واښه مې جوارو کې خپله کول، شوتله مې خپله راوړله، اوبه مې خپله راوړلې. سړي مو بې‌سواده دي." په خوست کې چې د احصائیې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو له مخې له ۶۳۶ زره وګړو څخه ۶۲۳ زره په کلیو کې اوسېږي، نږدې نيمايي ښځې دي. خو ایا د وخت په تېرېدو د دوی ژوند په مثبته توګه بدل شوی؟ ګل غوټۍ وویل: "نه‌دی بدل شوی. هغه رقم درانه کارونه کوي لکه څنګه چې ما کړي دي. واښه راوړي، لرګي راوړي. درانه، درانه شیان جګوي. اوبه غرونو باندې پورته کوي. هسې سلو کې که یوه دوه بدلې شوې وي، د نورو ټولو ژوند ډېر تریخ دی." د ګل غوټۍ مېړه په کلي کې کوچنی دکان لري، خو وايي ډېره ګټه‌یې نه‌شته. هغه غواړي چې شپږ سره اولاد یې تعليم وکړي او د دې په شان کړاوونه ونه‌ويني. دا وايي: "زه اوس هره سختي په ځان راوړم، خو دوی ټول سبق ته لېږم. په کلي کې یوه نیم کس ته جامې ګنډم. په هغې باندې دومره روپۍ پیدا کوم چې دوی ټول وړکي جلکۍ سبق ته پرې لېږلی شم." په افغانستان کې په ۲۰۰۱ کال کې د ښځو لپاره ځانګړی وزارت جوړ شو چې په هر ولایت کې ریاست لري. د دې وزارت د وېب‌پاڼې تر مخه حکومت په کلیو کې د ښځو لپاره ګڼې پروژې ترسره کړې دي. په خوست کې د ښځو چارو ریاست رئيسې شافعې نورزۍ ازادي راډيو ته وويل هڅې کوي چې د ښځو ژوند ښه کړي. دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه هر کال د اکټوبر ۱۵مه په نړۍ کې د کليوالو ښځو د ورځې په توګه لمانځي. دې ادارې ويلي چې په نړۍ کې دا مهال د کرنې برخه کې کارکوونکي له درېيوو کسانو يوه‌یې ښځه ده. همداراز د ۸۰ فیصده کليوالو کورونو ژوند پر هغو اوبو روان دی چې ښځې یې په خپلو سرونو راوړي.

15.10.2020 ازادي راډیو

هیدر بار: په مرکچي پلاوي کې یوازي څلور ښځې د نیمايي نفوس استازیتوب نشي کولای.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې مشره څېړونکې هیدر بار وايي، د افغان ښځو بېره او اندېښنه پر ځای ده چې د هر ډول جوړجاړي په نتيجه کې یې په حکومت او ټولنه کې د طالبانو له کنتروله لري. خو د دې په وینا دا د افغان حکومت ملامتي ده چې د سولې په مرکچي پلاوي کې یوازي څلور ښځې ګډون لري.

14.10.2020 ازادي راډیو

د ناګورنو قره باغ جګړه نه ده غلې شوې

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ تر اوربند وروسته لاهم نښتې روانې دي. ماسکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اذربایجان او ارمنستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره تر دولس ساعته خبرو وروسته موافقه وشوه چې دواړو لوریو ومنله چې د اکتوبر د لسمې له غرمې ۱۲ بجو به اوربند وي

14.10.2020 ازادي راډیو

افغانستان ته کډوال الوتونکي له کوم ځای څخه راځي؟

د ازادي راډیو اوونیزه "ژوند په شېیو کې" پروګرام د کډوالو مارغانو کډوالۍ ته ځانکړی شوی، په پیل کې به واورئ چې؛ افغانستان ته کډوال الوتونکي له کوم ځای څخه راځي؟ او په څه حالت کې دي؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:  

14.10.2020 ازادي راډیو

د بشري حقونو څار نړیواله اداره: افغانستان کې ښايي ګڼې نجونې له زده‌کړو پاتې شي

په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا ویروس له خپرېدو سره لاس او ګرېوان ده، د بشري حقونو د څار نړیواله اداره اندېښنه څرګندوي چې په افغانستان کې ښايي ګڼې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شي.   د دې ادارې مشرې څېړونکې هیدر بار ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان تعلیمي سیستم له مخکې لا ستونزې درلودې او د کرونا ویروس له خپرېدو سره به تر ټولو لوی زیان د نجونو زده‌کړو ته واوړي. اغلې بار زیاتوي: "یو څو ورځې مخکې نړیوال بانک د نجونو د زده‌کړو په اړه ارقام خپاره کړي چې ښيي په افغانستان کې ښوونځيو ته د تلونکو نجونو شمېر په تېرو څو کلونو کې مخ پر کمېدو وو. یعنې د هلکانو په پرتله د نجونو زده‌کوونکو شمېر نور هم کم شوی دی. ټکنالوژي ته نه‌لاسرسی، په کور کې ډېر مسؤلیت لرل او د کوچني عمر ودونه هغه ستونزې دي چې نجونې ورسره مخامخ دي." خو د دې په وینا په افغانستان کې د ټولنې پر بنسټ ولاړ د ځينو ښوونځيو سیستم د وبا خپرېدو په صورت کې تر نورو سیستمونو خوندي دی. دا وايي: "دا هغه ښوونځي وي چې تر ډېره د نجونو لپاره وي یا هغو کوچنیانو لپاره چې عادي ښوونځيو ته نه‌وي تللي او یا په داسې سیمو کې وي چې دولتي ښوونځي په‌کې نه‌وي. دوی عموماً د یو چا په کور کې یا دباندې تر ونو لاندې راټولېږي چې دا د کرونا ویروس پر مهال کوچنیانو ته د زده‌کړو یوه ښه نمونه ده، ځکه یو ښوونکی او لږ زده‌کوونکي وي." د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د مشرې څېړونکې په وینا، حکومت باید د دغو ښوونځیو د دوام په برخه کې کار وکړي. دا وايي په ژمي کې د ویروس د یو ځل بیا خپرېدو په صورت کې حکومت باید په دې اړه کار وکړي چې ایا دا ډول ښوونځي نور هم جوړولای شي چې کوچنیان په خوندي توګه زده‌کړې وکړي. دا چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه څه ډول د نجونو پر زده‌کړو د 'کووېډ-۱۹' د اغېز کمولو په برخه کې کار کولای شي، مېرمن بار وویل چې د افغانستان ډېری مرستندویه هېوادونه، لکه امریکا، په خپله له 'کووېډ-۱۹' له وبا سره لاس او ګرېوان دي او له افغانستان سره په دې برخه کې مرسته د دوی په لومړيتوب کې نه‌راځي. خو د مېرمن بار په وینا دا لویه ننګونه ده چې افغان حکومت ورسره مخامخ دی چې هسې هم نجونو ته د زده‌کړو د زمینې په برابرولو کې پاتې راغلی. د افغانستان پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې ۳.۷ میلیونه کوچنیان له زده‌‌کړو بې‌برخې دي چې په‌کې ۶۰ فیصده نجونې دي. د دې وزارت په وینا نجونې د ټولنیزو محدودیتونو، امنیتي ستونزو، ناوړه دودونو او بې‌وزلۍ له کبله ښوونځي پرېږدي.

14.10.2020 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more