د ناکامې کودتا غندلو لپاره د ترکیې ښارونو کې لاریونونه
استانبول او نورو ښارونو کې په لوی شمېر خلک د دولت په ملاتړ او د هغو کسانو پرضد شعار ورکولو لپاره لارو ته راوتلي چې د شنبې په شپه یې پر دولت د کودتا هڅه وکړه. ولسمشر او د د ترکیې دولت کابینې له خلکو غوښتي و چې "له دیموکراسي دفاع" لپاره لاریون وکړي.
کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه
د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه مو درته په کلېک کې راټول کړي دي. کلېک هره اوونۍ پر بي بي سي پښتو ټلويزيون لیدلی شئ.
د نيس ښار بريد پړه "اسلامی دولت" نومې ډلې پر غاړه اخيستې
د فرانسې په جنوبي ښار نيس کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ملي ورځې د لمانځنې مراسمو پر مهال بريد چې ۸۴ تنه په کې وژل شوي وو پړه يې "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) پر غاړه اخيستې ده.بلخوا فرانسوي رسنۍ وايي د نيس د بريد په تړاو څلور تنه نيول شوي دي.
ولې د ترکيې کودتا ناکامه شوه؟
په ترکیې د کودتا د ناکامې هڅې پر بېلابېلو اړخونو زموږ همکار اسماعیل سعادت په انقره کې د افغانستان له یوه پخواني سفیر ډاکتر عبدالسلام عاصم او له خپل همکار داود اعظمي سره خبرې کړې دي او لومړی يې له ښاغلي عاصم نه پوښتلي چې ولې د دغې کودتا هڅه ناکامه شوه؟
"د هلمند ولايت امنيتي ځواکونو کې خيالي سرتېري شته"
د افغانستان په جنوب کې د هلمند ولایت یوه لوړ پوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي د دوی موندنې ښيي چې د دغه ولایت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې خیالي سرتیري شته.دا لومړی ځل دی چې یو سیمه ییز لوړ پوړی چارواکی د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو شتون مني
د کودتا هڅه به پر ترکیه او سیمه څه اغېز ولري؟
په ترکیه کې تېره شپه د ولسمشر رجب طیب اردوګان په غیاب کې د پوځ یوې ډلې د کودتا هڅه وکړه، خو د دغه هېواد د لومړي وزير په وينا دغه کودتا ناکامه شوې ده. ترکیه کې د کودتا دغه هڅه به خپله په ترکیې او سیمه څه ډول اغېز ولري؟
ترکيه کې د کودتا "ناکامه" هڅه
د ترکیې لومړی وزیر وايي د کودتا ناکامه هڅه پای ته رسېدلې. خو سهار له دغه هېواده د ګډوډۍ خبرونه هم خپاره شول. بن علي یلدریم وايي تر ۱۶۰ کسان وژل شوي او نژدې درې زره پوځیان یې نیولې هم دي. انقره او استانبول بېګا ډزو او چاودنو ولړزول.
په ترکيه کې د کودتا ناکامه هڅه: زرګونه کسان نيول شوي او له دندو ګوښه شوي
د ترکیې لومړی وزیر بن علي يلدريم وايي په ترکيه کې د کودتا هڅه په ناکامۍ پای ته رسېدلې. د ترکيې د حکومتي رسنۍ انادولو په وينا د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۲۷۴۵ قاضيان له دندو ګوښه شوي دي او شاوخوا درې زره پوځيان نيول شوي دي.
هغه کودتا چې ګټونکی یې اردوګان شو
هغه کودتا چې د رجب طیب اردوګان د واک لمڅي ورټولو په پلمه پیل شوې وه، ښکاري چې د هغه د پښو ټینګولو او پر ځان د باور لا ډېرېدو په ګټه تمامه شوه، خو په دې شرط چې په سیاسي جوړښت کې بدلون راولي.
پاکستانۍ ماډله قندیل بلوچ 'خپل ورور وژلې'
د پاکستان ملتان ښار پولیسو ویلي، په خواله رسنیو د وېډیوګانو له کبله مشهوره شوې پاکستانۍ ماډله قندیل د ملتان مظفر اباد کې د خپل ورو له خوا په ډزو وژل شوې ده. ویل کېږي نوموړې 'خپل ورور وژلې' ده.
افغانستان ترکیه کې د کودتا پر هڅې اندېښنه وښوده
د افغانستان ولسمشرۍ دفتر وايي، په ترکیه کې د پوځي کودتا هڅې افغانستان اندېښمن کړی او هیله لري چې د خلکو په رایو رامنځ ته شوی حکومت ترکي وګړو ته ژمن پاتې شي.
اردوګان ترکیه کې د کودتا هڅه وغندله
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان ترکیه کې د کودتا د هڅو پیلېدو سره استانبول ته ستون شوی او د هغې کودتا هڅه یې غندلې ده، چې لږترلږه ۶۰ کسان پکې ووژل شول او دا یې 'خاینانه عمل' وباله.
د اردوګان له خوا د پوځ چاڼولو ۱۳ کلنو هڅو پایلې؟
واک ته له رسېدا وروسته، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان پوځ کې د هغو قومندانانو په چاڼولو لاس پورې کړ، چې د پوځي کودتا وېره یې ترې لرله.
د عکسونو البوم: ترکیه کې د کودتا هڅه
په ترکیه کې "د پوځ د یوې ډلې" لخوا د کودتا هڅه روانه ده او وايي د هېواد یوه برخه یې به کنټرول کې ده. خو ولسمشر اردګان په ولس غږ کړی چې سړکونو ته را ووځي او دغه کودتا ناکامه کړي.
ترکیې کې د پوځیانو یوې ډلې 'کنترول تر لاسه کړی'
تركيې کې د پوځیانو یوه ډله وايي، د هېواد کنترول یې تر لاسه کړی دی. دغه هېواد کې پلونه د تګ راتګ پر مخ تړل شوي او الوتکې ټیټې الوتنې کوي.