یو باز د ماشوم تښتولو هڅه کړې
استراليا كې د ژویو او مرغانو یوه نندارتون پر مهال یوه باز د ماشوم تښتولو هڅه وکړه. عیني شاهدان وايي باز د ماشوم په سر منګولې خښې کړې او د هغه د پورته کولو هڅه یې وکړه.
ایټالیا کې دوو اورګاډو ټکر کړی
د ایټالیا سویل کې دوو اورګاډو مخامخ ټکر کړی، چې پایله کې یې ۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. دواړو ګاډو د ټکر پر مهال پر یوه پټلۍ سفر کاوه.
'ملټي ویټامن درمل مېندوارو مېرمنو ته هېڅ ګټه نه رسوي'
يوه نوې څېړنه ښيي، چې ملټي وټامن درمل د مېندوارو مېرمنو لپاره کومه ګټه نه کوي، بلکې د څېړونکو په خبره دغه چاره یوازې د پېسو ضایع کول دي. دوی وايي، مېندوارې مېرمنې باید د مناسبو خوړو تر څنګ فولیک ایسډ او وټامن ډي وخوري، چې دا وايي ورته خورا اړین دي.
کورنیو چارو وزارت: فراه او غزني کې ۱۴ طالبان وژل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، ۱۰ طالبان د لویدیځ ولایت فراه او څلور نور یې په سوېلي ولایت هلمند کې وژل شوي. په وژل شویو کې د طالبانو یو نومول شوی قاضي هم شامل دی چې د غزني په اب بند ولسوالۍ کې خپلو درېیو ملګرو سره لمنځه تللی.
ګوتې رودل یا نوکان ژوول؛ د حساسیت ګواښ کموي؟
یوې نوې علمي څېړنې ښودلې، هغه ماشومان چې خپلې ګوتې روي یا خپل نوکان ژويي، د الرژۍ یا حساسیت له خطر سره یې مخامخېدل کم وي.
د افغان پولیسو لپاره د روزنې پروګرام
له ۲۰۰۲ کال راهیسې جرمني حکومت د افغان پولیسو روزنه پر غاړه اخیستې ده. کریم حیدري په کابل کې د دغه هېواد له سفیر سره د دغې پروګرام په څرنګوالي خبرې کړي دي.
د امریکا میشیګن محکمه کې دوه پولیس په ډزو وژل شوي
د امریکا میشیګن ایالت د یوې محکمې د ننه یوه وسله وال کس دوه پولیس په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي. محکمه کې بندي د پولیس وسلې ته لاس وراچولی او ډزې یې کړې دي.
ماريه شراپووا به اولمپیک لوبو کې ګډون و نه کړي
د لوبو اړوند یوې محکمې د ټېنیس پر وتلې روسۍ لوبغاړې ماریه شراپووا د لګیدلي بندیز استناف غوښتنې په اړه پرېکړه د سپتمبر تر ۲۹ ځنډولې ده.
شاهد اپریدي افغان کرېکټ لوبډله ستایلې
د نړۍ دغه مشهور لوبغاړي له بي بي سي پښتو تلويزيون سره خبرې کولې. ده وويل افغان لوبډله ډېره انډوله ده.
د مسلمانانو پر وړاندې د منفي دريځ بدلولو هڅه
د مسلمانانو پر وړاندې د منفي دريځ بدلولو هڅه، د زک ابراهيم پر کتاب رپورټ لرو، چې د ترهګر زوی یې بولي.
افغان پولیس ځواک کې د اصلاحاتو راوستو ژمنې
افغان ولسمشر اشرف غني په ډاګه کړې چې راتلونکو اوونيو کې به پوليس ځواک او هم د ملکي خدمتونو ګومارنې بهير کې د فساد پر وړاندې د مبارزې او پراخو اصلاحاتو لپاره عملي کار پيلوي.
د پښتني ژوند کړه وړه
لیکوال درویش درانی "د پښتني ژوند کړه وړه" په اثر کې خبره له اسطورې او اساطیري مفاهیمو پیلوي. دی اول اسطوره راپېژني، د لرغوني یونان، روم، هند او چین په زړه پورې اسطورې معرفي کوي او بیا د پښتنو په فولکلور کې د اسطورو څرکونه راښيي.
د سعودي میلیاردر طلاقې ښځې ۱۰۰ میلیون ډالر وګټل
په بریتانیا کې یوې محکمې د پخوانۍ مشهورې موډلې کریسټینا استراډا په ګټه پرېکړه وکړه، چې له خپل پخواني مېړه او د سعودي له میلیاردر نه به د طلاق مقابل کې نژدې سل میلیونه ډالر ترلاسه کوي.
فلستین؛ "د اسرائیلو سرسخته دښمنانو" لومړۍ هدیره
اسرائیلي لرغونپوهان وايي، عسقلان کې د (فلستين) خلکو د لومړۍ هدیرې موندل به تر ډېره د هغو فلستیني د اصلیت په اړه پوښتنې ځواب کړي، چې په توران کې د بني اسرائیلو "تر ټولو سرسخته دښمنان" ګڼل شوي.
خلیلزاد: افغانان باید پاکستان محاکمه کړي
له بي بي سي سره په خبرو کې په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد وایي افغانان چې خپلوان یې په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي، کورونه یې وران شوي، باید پاکستان مسول وګڼي، نړیوالې محکمې ته یې وړاندې کړي.