شعرونه
زما دزړه درد
په نیمه شپه می غیږ ته راسه چی دی په تورو زلفو ووهم لاسونه. په نیمه شپه می خواته راسه چی دی دتورو ستر ګوواخلمه خوندونه. په نیمه شپه می دیدن وکه چی می د سوی زړه پوره سی ارمانونه. په نیمه شپه راباندی راسه دا زمجنون به درته غلی ولاړ یمه. ستر ګی دی مه راړوه یاره نور می دسوی زړګی مه اخله ازارونه.
اختر ته
ته اختر یی مونږ پوهیږو بختوره ته لمانځلی محمد یی منوره د لمانځلو شوق کې نه یو خو جنابه اوس چې راغلې ستړی مه شې زوروره هر کور کې د شهید ستاینه کیږي زوې یتیم دی مور یی کونډه لور اوتره غم ځپلې دلته ټولې کورنۍ دي نیغ تیریږه له دې کلي له دې دره ستا مقام د طالب کور دی بختوره بیا د ارګ ماڼۍ ته ورشه معتبره ټول د وینو په بوي مست زمونږ غټان دي په هر حال کې خرمستي غواړي اکثره هر کلی درته هغو وایی اختره چې لري سینه کې زړه لکه ډبره لویه خدایه نور په
د اختر ډالۍ
د اسمان د عرش ماڼۍ په لوی انګړ کې یو عآلم دی چې اخته په عیش عشرت دی هیڅ تشبیه مثال يي ځمکې پر سر نشته یو جلا شانته درباراو سلطنت دی چې څه هلته عرضه کیږي او خبرېږو دلته، هلته یو عجیب شان تفاوت دی د شرابو منګوټي هلته تشیږي ډیسکوګانې، نڅاګانې دي کنسرت دی هغه نجونې چې انګړ منځ کې نڅیږي د انګړ عالم يي وړي په حسرت دی هره نجونه يی په سن د بلاغت ده لا د ځینو سن يي کم تر بلاغت دی قد د نجونو يي تر اووم اسمان رسیږي لا تر اووم اسمانه پورته يي قامت دی
مارشالي
لواطت په جایزه کې چې مارشال شي خدای دې مل د هغه ملک په داسې حال شي چې د خپل کلي او قام عزت برباد کړي داسې کس به د هېواد څه عزتپال شي؟ د تعلیم او د تربيي تپوس یي مه کړه پادوان د خرو اسونو چې جنرال شی بل هنر او بل کمال په غم کې نه وي ټولوژنه، جنایت يی چې کمال شي د هغو خلکو په ناسته پاڅه مه ځه ګلم جم يي چې ښایست، ښکلا جمال شي ډار او وېره له هغې ورځ پکار ده چې واکمن په برخلیک مو خردجال شي که د پېښو بد بهیر مخه ډب نه شي ښای دې ځینې بدتر مو هم احو
داعش او طالب
مالومیږي چې داعش ته طالب واوښت نور طالب له حمایته، صاحب واوښت خو د لوبې محتوي بدله نه ده محتوي د دواړه یو ده قالب واوښت تنګ میدان د لوبې لوی باندې بدل شو نندارچیانو ته بدلون يي جالب واوښت نور قومونه په مزې او نندارې کړي ټول تاوان پکې افغان ته غالب واوښت نوې لوبه به زړې ځینې اوږده وي زوړ غاصب پکې په نوي غاصب واوښت د چنګیز او اتیلا دوران به بیا شي چې داعش ته شرایط مناسب واوښت د فلک لوبه بیخي خونړۍ ښکاري برخلیک د ګوډ تیمور په کاتب واوښت د د
دپښتــوژبــه خــوږه لــکه شـکـري
لـهـجې ئــې دي زړه وړونــکـــــي اودلـــبــري ګوره «په» او«پر» سره ګـډنه کـــې* هم«چي»او«کـي»بېل لــه ځـانــه ځـــای لـــري «لــه» او«د» دادوه ټــوټـــکـــي دي* یولــور بــل ایضافي ښيي ویینه وي کـــَرَي په لیکنه کې سم پام غواړي داټول* پـه لـهـجــوکــي بـیــا رازرازوي دا خــبـري واوره سمه پښتومه لیکه ناسمه* ئې لــوستو نکی؟ کړه پښتو لیکنه دلبري
غل نسل
طنز وطن مو په پوري وهلو سل کاله تر شا کړ چا مو ویاله چا موسیند د یو بل پسې غلاکړ دادکوم بدمخي جادوګر دښمن نخښه وه هر لوی خاین یې راته دلته مجاهد او ملا کړ دهر ملنګ یې د وزارت او ریاست پټکی تر سر وتړله د تعلیم پر ځای یی القاب ورته مجاهد او اغا کړ امریکا دخپل ټکس په پیسوښه تجارت وکړ خلکو ته یې هر امریکایي سکه بچی اولیا کړ چا دبرق پیسې وځغلولې چا د روغتونو ددوا اساسي قانون دپاک وطن چور او پلور رواکړ غله چارواکي ټول ډالري میلیاردران سول هر یو ځان ته
(له.....نه امان غواړو)
یا الله د ستا په ذات به له شیطان نه امان غواړو د احمد په شفاعت به له کُفران نه امان غواړو ملاېکې که جنیات دي ټوله ستا په ثنا سر دي له آدمه تر دې دم له بد انسانه امان غواړو بیلینونه مخلوقات دې پیدا کړي پورته ښکته ځمکه ،بحر کې له بدو هم آسمان نه امان غواړو رنګارنګه نعمتونه مثالونه د جنت دي چاته لږ او چاته ډیر ،له امتحانه امان غواړو هیوادونه، ولسونه ، په زرهاوو ژبې و خاورې بلوڅخوا او پښتونخوا ته له ایران نه امان غواړو چې انګریز و په انډیا کې او تزار په ترک
د خدای ج د ذات پېژندل
په خپل عقل انسان کله شي کولی چې پرې ذات د پاک الله یې پېژندلی د ده فهم دی عاجز د دغه کاره رڼایي د لمر ړانده نه شي لیدلی په قدرت یې یو څه پوهه حاصلیږي نور د دغه حد نه وړاندې نه شي تللی حیوان کله پېژندلی شي انسان کاڼي بوټي ترېنه هم دي ناتوان د انسان په حقیقت کله خبر دي ناتوان د دغه کاره ځناور دي موجودیت یې قدرتونو کې څرګند دی (اشنا) دا زموږ له پاره غوره پند دی
د مولانا د مثنویي معنوي د دومثنویانو په پښتو ژباړه
مثنوي: مـن زقـر آن مـغـزبگـرفتم پوست را بادگران بگذاشتم ژباړه ماله قرآن څخه دی مغز اخستی پوټکی مي دی نوروله پرې ایښی مثنوی بیت من بیت نیست اقلیم است هزل من هزل نیست تعلیم است ژباړه بیـت مـي بیـت مـه بوله جـهـان دی کنځامي کنځا نه د زده کړي یو امکان دی
کرونا
د کرونا په اړه ډېر شول تعبیرونه هېوادونه لري بېل بېل دریځونه د علمي تحلیل پر ځای ورو رواجیږي له سیاست ځینې خړوبه تحلیلونه که دعوه په یو او بل د کرونا وشي د کرونا پرځای به نور شي جنجالونه پکار دادی چې ویروس څېړنه وشي په څېړنه تمرکز شي ټول فکرونه د واکسین او د درمل چاره پکار ده په دې لار کې سره ګډ شي پلانونه د کرونا وبا ګواښیږي ټول جهان ته توپیر نه لري کرونا ته هېوادونه نه ختیځ او نه لوېدیځ ورته توپیر کړي قتلوي د لروبر واړه ولسونه د عربو د
یاغیتوب
یاغیتوب که وخت سره تلل غواړی نو زاړه دودونه مات کړه سجدو ته چې يي پروت وی نورهغه بوتونه مات کړه یاغی شه توپاني شه د رواج له بنده وځه د دود د زندانه ټولې کړکۍ، ورونه مات کړه بوتان دې په پېړیو وپالل مرستې لپاره یو بوت مرسته ونه کړه اوس دا پټ رازونه مات کړه سجده او اقامت دې هم ملا پسې عبث شو ملا دې پردی وخوت، د پردو سرونه مات کړه د حورو او غلمانو په امید دې ځوانې لاړه راویښ شه جنت دا دی، خیال پلو فکرونه مات کړه د نورو د کومک خبره، کټ د نیمو شپو وي
ومنئ
ع.شریف زاد ومنی چې بلا راغلې! دلته کرو نا راغلې ، ډیره ستره بلا راغلې،په کور،ښار او هېواد راغلې دامصیبت روغتون کې درمل کیږی نه په کلوروکین او کونین یې علاج کیږی نه طبیب او روغتیاپال پرې پوهیږی نه د مبارزې او جګړې کاریې سمیږی نه په زغرده دا هیڅ ستړې کیږی نه رحم او حیا نه لری هېڅ شرمیږی نه وایئ چې دووهان له ښار راغلی ،نا ببره په ګواښ راغلی ،ظالمه ډیر په قارراغلی بند یې مکتبونه پوهنتونونه او کالجونه کړل سپورتې لوبغالی ،پارکونه اوښارونه کړل و یې تړل
دابوالمعانی بیدل د دوو بیتو په پښتوشعر ژباړه
بیت: مختلف شدهیچکس گرچه مذهب بیگانه نیست باغبان رادرچمن هرگل به رنگ دیگراست په پښتوشعرژباړه: که څېرڅېردي هیڅ چاله مذهب هم پردی نه دی ملیارله په چمن کي هرګل ئې په بل رنګ دی بل بیت ئې: اختلاف خلق بیدل درلیباس افتاده است ورنه یک رنگ است خون درپیکرطاؤس وزاغ ژباړه: توپیردخلکو ئې په ننداره کي سوبیدله يوشان تې رنګ دوینوپه ځان کي دطاوس اودکارګه
کرونا که الهي عذاب؟
له کــوره مه ووځئ وبـــــاء خپره ده ساتنه وکـــــړئ لــــه خپل ځان ځنې لاســــونه ونيسئ ســــرونــو باندې کاڼي را اوري لـــــه آسمــــان ځنې د کــــرونــــا په نوم د خدای قهر دی را نــــازل شوی ټول جهان بانــــدې عذاب وي عـــام استثناء نـه وي په کې يو شان يې بـــولئ زوړ او ځوان باندې هيله ده دا خبـــره مـــه کــــوئ، چې هـــر څه پېښېږي د تقديـر په اساس ښايي وي ستاسو تقديـر، ستاسو تدبير وران به يې کړئ د وران تدبير په ا ساس خدای فــــر
د کرونا ویرس
د کرونا ویرس خپور شوی په جهان دی ټول عالم ورته حیران دی - حیران هرې خوا سلهاو انسانان مري که څوک غریب دی یا که خان مري پروای نشته د بل دین که مسلمان دی ټول عالم ورته حیران دی - حیران علاج یې نشته افریقا کې نه په یورپ نه امریکا کې چانس د هغو دی چې په کور کې بندیوان دی ټول عالم ورته حیران دی - حیران دا نه کوم ټوکې مسخرې دي دې کې د مرګ او ژوند کیسې دي بې پروایې کې مبتلا پرې هر انسان دی ټول عالم ورته حیران دی - حیران نه وخت د
وختونه
هیڅ زړه سوی د زمانې په زړه کې نشته رانه اخلي د کور کلي یاران ورو ورو لا تر اوسه يي لېدو په تمه پایم کاشکې ووینم راپاتې دوستان ورو ورو تېر وختونه چې د کلي را په یاد شي ځي له سترګو مې د اوښکو باران ورو ورو که څه ژوند وو، خو د ولس په منځ کې ژوند وو ترې محروم شوو رانه واخیست اسمان ورو ورو وخت له ټولو سره هسې لوبه وکړه چې به يی پایلې راښکاره کړي زمان ورو ورو د نیمګړې ژوند قصه لکه توپان چې رژوي د ژوند له بڼه ګلان ورو ورو څو غوټۍ خوله پرانیستله، الهام
مړې پړې سترګې
طنز جار سم ستا لکه سویی دا رډي مډي سترګې جا رسم ستا دکروتو لپاره دا ټیټی میټي سترګې ته خو نه موږ ستا په کړو مړو ډیر شرمیږو جا رسم ستا دقدرت لپاره دا ویتي میتي سترګې داسې خبرې کوې څوک له ورایه پوهیږي درواغ وايې جارسم ستا داده دعوه جلابي وچي مچي سترګې له نکټايي سره دخلکو په په پزو لکه کرونا ننوځې جار سم ستا دغوښو لپاره دا وږي مږي سترګې سترګې مې لیدلی نه دي داسې لکه دا ستا سترګې جار سم دښکار لپاره داستا رټي مټي سترګې اوریدلي مو دي چغر، بیجیا ، کاجر
اشعار(ولس،ولسمشر، امیریکنز، طالب،ولسکشر)
(ولس، ولسمشر، امریکنز،طالبانو او ولسکشر ته !!!!!) ګرانه افغان ولسه! اول الله بیا محمد ، بیا دې خپل ځان پیژنه! کلتور،تاریخ،جغرافیه او بیا جهان پیژنه خپلې ښیګڼې او بدګڼې دې تله کې واچوء خپل صوابونه،ګناهګانې په میزان پیژنه ډیر پخوا نه ځو، همدا شل کاله وضعیت دې ګوره وطن دڼنه،سیمې او باندې دښمنان پیژنه څوک ستا په خیر دي ،څوک په شر ،عقل نه کار واخله دین او دنیا ته دی ښه ځیر شه ،ټول قرآن پیژنه اوس چې نړۍ باندې سرتاج د کورونا نازل ده الله ته وژاړه ،
قانون
د خلقت ټولو شیانو کې قانون شته په قانون کې د هر څه ګوره ژوندون شته د اتوم کوچنۍ ذره کې هم موجود دی نیوترون او پروتون سره الکترون شته الکترون هم تړل شوی په قانون دی هلته نظم، اتحاد او پیوستون شته انحراف کې زلزلې شي توپان راشي د طبیعت په بې نظمۍ کې هم جنون شته چې افراط او تفریط راشي په هېواد کې داسې حال کې امکانات د جګرخون شته د انسان په سر کې عقل ستر قانون دی دې قانون کې د لوی خدای عظیم سمون شته چې قانون نه وي ټولنه د بشر
بی خبري
زما د قــوم ارواح پــه ځـالـه کی ویــده پـاتـی ده ځکـه تګــلاره کـی زمـا لا اوږده شـپـه پـاتـی ده زه د نــړۍ ابـادي نـه مـنـمـه دروغ یـی بـــولــم پـه کـی کــنـډو کــنـډو زما دیـره حجره پـاتی ده پـه پـرمخــتـګ اوتــرقـۍ د بـل چـا څـه کـوومه چی قـوم می پاتی دی زه پاتی یم جګړه پاتی ده په جنـتي وطن کی پروت یم او کډوال می بولي نه می جومات کی برخه شته نه هدیره پاتی ده دسر منزل په لور دژوند کاروان له مونـږه تللی لارښود می نه شته ترږمۍ ده لاراوږده پاتی ده اغـی
کرونا چاته غم چا ته تجارت
طنز راغلې ده دنیا ته توره نړیواله وبا نوم یې وايي دی پاچاهي تاج یا کرونا ښه قانون او عدالت زده کړه له کرونا په هغه یو دی لوی شاهنشا اوګدا دهغه لکه دتجارانو حرص لیري ګرځه هغه نه لري د هیڅ سیاستوال هیڅ پروا څوک چي ډیرورته نژدې سي دې پیري ته هغه ته وایي مړینه خوش امدید مرحبا *** وروره لاس نه درکوم ځکه راباندې ګران یې کرونا پښي نه لري دهغه پښې لاسونه دي زما برید ځایونه یې مسجدونه ، کلیساوي او مندرونه دي د بنډارونو او بیروبار ځایونو تښتم نه ګورم
آزمـــون
څه رنګینه شان موقعه ده د تـاریخ حساس شیبه ده سرنوشت پــــه بله کیږي د افغان د ژوند کیسه ده زما ، ستا چې د لسیزو د حالاتـو نــــه ګیله ده اوس راپاڅه لاس په کار شه چې د مرګ او ژوند صفحه ده ښه یې وینو چې ډوبیږو لا هم وینه مـو سړه ده د افغان نسل ورکیـــږي ترېنــــه پاتې قافله ده نن د وخت بدنام سالار بیا د ولس په سره دعوه ده سره یو شئ چې ورکیږو د غلیم سره مـو شپه ده شهامت مونږ ته پکار دی څه ویرجنه س
اعتراف
نن مهال داهسې لوبه ده روانه چې بدیل يي لیدی نه شي هیڅ زمان کې چې پخپله تر شیطان ځني شیطان دی بیا شیطان په کاڼو ولي بل مکان کې ځان قبا کې د حدیث او قران نغاړي نه څه چرت وهي حدیث نه په قران کې ژوند يي خپله په دوزخ ځانته بدل کړ بیا د ځان ګنا غورځۍ د بل ګریوان کې هیڅ ښادي، خوښي به ونه ګوري ژوند کې څو تغییر بدلون رانه وړي پخپل ځان کې ملامته به تر نورو اول ځان کړې کوم بڅری که ژوندی لرې وجدان کې خپله ګرم یوو، ملامته هيڅوک نه دی ژوند مو تېر کړ د خوښ
داسې یوه ژمنه چې په ځای نشوه
په پخوا وختونو کې کله چې جاپان نوی جوړ شوی و. هلته په کلي کې یو زلمي ژوند کاوه. هغه وړکی حساشي نومیدو. هغه یو ډېر مهربان ځوان و. خو ژوند ورسره یاري نکوله او ډېر غریب و. هغه باید ډېر زحمت ایستلی وی چې وکولی شي د خپل ورځینی ژوند پر مخ بوځي. په ګرمو ورځو کې به يې کار کاوه. خو کله به چې ژمی نژدې شو د کار موقع به بیخي لږه شوله. کله کله به وږی هم پاتې شو. یوه ورځ په ډېره سړه هوا کې د باندی ووتلو. یو څه په ځمکه ولیدل. له ځانه سره یې وویل دا څه دي. کله چې نږدې ورغلو، ګوري چې یوه مرغۍ پرته ده. له ځا