په یوه کلي کې یو سوداګر اوسېدلو. هغه د سوداګرۍ لپاره شیان مارکیټ ته راوړل. هغه یو خر درلود. هغه هر څيز په خره بارول؛ بیا به یې د سوداګرۍ لپاره  مارکیټ ته وړل. سوداګر د خپل خره ښه خیال ساتلو. هغه په دې پوهېدلو چې د ده خر د ده لپاره څومره اهمیت لري. خپله به يې پاک او روغ ساتلو او ډېره ښه ډوډۍ یې ورکوله. خر ځوان او قوي و. کولی یې شوی چې ډېرې کڅوړې په خپل شا تر مارکیټ یوسي؛ خو لږ لټ و. هغه نه غوښتل چې کار وکړي. ده غوښتل چې وخوري، وڅکي او ویده شي. 

هو زه بیا مارکیټ ته ځم. زما بادار په دغو ورځو کې یوه ورځ باید رخصتي وکړي. زما ډېر خوښېږي چې رخصتي وکړم. شاید زما بادار رخصتي ته اړتیا ونلري، خو زه یې لرم. 

خر نپوهیدلو چې بادار یې نشي کولی رخصتي واخلي. که سوداګر مارکیت ته ولاړ نشي هغه نشي کولی پیسې ترلاسه کړي. او بیا به هېڅ خواړه د خوړلو لپاره نه وي. د سوداګر ګټه په دې کې ده چې د مارکیټ د غوښتنې سره سم څیزونه هلته راوړي. سوداګر به مختلف څیزونه مارکیټ ته وړل؛ لکه سبزي، غنم، مساله او میوه. دی به هره ورځ له کلي نه ښار ته تللو. ښار ته د تګ لپاره دوی باید له یو سیند نه تېر شي. سوداګر به د خره ځانګړې پاملرنه کوله چې له اوبو سم تېر شي. 

یوه ورځ د ده ملګري ورته وویل، چې په مارکیټ کې د مالګې خرڅلاو ډېر ښه دی. هغه هم د مالګې بوجۍ تیارې کړلې تر څو د خرڅلاو لپاره مارکیټ ته یوسي. د مالګې بوجۍ یې د خره په شا بار کړې. خو ګوري چې د خره شا ډېره درنه شوې او خر نشي کولی په لاره ولاړ شي. سوداکر یو بوجۍ لرې کړه. اوس ښه شو. هغه نه غوښتل خر په تکلیف شي خو خر حاضر نه و چې یو قدم هم واخلي. 

هغه په دې پوهېدلو چې د ده خر لټ دی. خپل خره ته يې وویل ډېره لټي مه کوه؛ ډېر خوب او آرام دی وکړ. موږ باید مارکیټ ته ولاړ شو. سوداګر هغه ورځ د مالګې ټولې بوجۍ خرڅې کړلې. له ځانه سره يې وویل زما ملګري خو ریښتیا وايي. 

اوس یې د مالګې سوداګري پیل کړه. ډېر ښه! د مالګې بازار اوس ښه ګرم دی. هره ورځ به يې بوجۍ له مالګې ډکولې او د خره په شا به يې د خرڅلاو لپاره مارکیټ ته وړلې. خر مجبور و چې کله ۵ او ان کله ۶ بوجۍ مالګه په شا مارکیټ ته یوسي.که څه هم له دې کار خوښ نه و، خو بیا هم کله به چې کور ته راستون شو خوښ به و.

سوداګر به په یو ځل ټوله مالګه مارکیټ ته یوړه او نوره مالګه به نه وه چې د دویم ځل لپاره ولاړ شي. څو ورځې تېرې شوې. یوه ورځ  سودا‏‏ګر شپږ بوجۍ مالګه د خره په شا بار او د مارکیټ خوا ته روان شو. څنګه چې اوبو ته ورنژدې شول د سوداګر پام شو چې په سیند که اوبه ډېرې دي. 

وویل: راځه چې نن لږ ورو، ورو ولاړ شو. نه غواړم چې په دې اوبو کې ولوېږو. په نیمه لاره کې ناڅاپه د خره پښه وښویېدله او په اوبو کې کېناستلو.  هو! نه! دا څه وشول؟ له ډېرې هڅې وروسته سوداګر وکولی شول چې خر له اوبو راوباسي. خر حیران او ډار شوی و. ناڅاپه يې پام شو آیا اوس هم مالګه زما په شا بار ده؟ خو ولې داسې احساس کوم چې زما په شا هېڅ هم نشته؟ ډېر سپک احساس کوم. او پوه شو دا سیند جادويي سیند دی. 

په هغه څه چې خر نپوهیدلو هغه دا وا چې هېڅ رقم جادو په اوبو کی نشته. کله چې خر په اوبه کې ولوېدلو، مالګه په اوبو کې ګډه شوه. له همدې کبله خره سپک احساس کولو. ځکه چې په کڅوړه کې هېڅ مالګه نه وه پاتې. سوداګر وویل: وګوره زما ټول زحمت هېڅ شو . اوس به څه شی خرڅ کړم. خو بیا هم شکر وباسم چې خر مې جوړ دی. اوس نو کوم دلیل د مارکیټ د تګ لپاره نلرم نو اوس به کور ته بېرته ولاړ شم.

خره وویل: زما په شا نه کوم بار او نه هم کار شته. زه باید کار ونکړم. دا خو ریښتیا چې جادويي سیند دی. خره ټوله ورځ آرام وکړ. پرون زما ورځ ډېره ښه تېره شوه. ټوله ورځ وخوره او ویده شه. خر ډېر خوشاله و. بله ورځ سوداګر بیا ۶ بوجۍ مالګه د خر په شا بار کړ او د مارکیټ خوا ته روان شو. 

خره له ځانه سره وویل زه نن بیا باید هغه کار وکړم. پرېږده، چې ويې ګورم شاید چې د کارکولو نه مخنیوی وکړی شم. کیدای شي د خپل شا بار لږ کړم او بېرته کور ته ولاړ شم کټ مټ لکه پرون. اوبه جادويي قوه لري. زه ډاډه یم چې بیا به راسره مرسته وکړي. 

سوداګر د خره د نیت نه بې خبره و، او د مارکیټ خواته روان شو. څنګه چې سیند ته ور نژدې شو؛ خر یو قدم مخ ته ولاړ او مخ کې له دې چې سوداګر د هغه مخه ونیسي ولاړ په هماغه ځای باندې کېناستلو چېرته چې پرون لوېدلی و. 

سوداګر وویل: ته دا څه کوې احمقه خره! راپورته شه. 

خو ډېره ناوخته شوې وه. هغه مالګه وختي اوبه شوې وه. اوس نو خر بیا ډېر خوشاله و. دغه دی نه بار شته او نه هم کار. 

سوداګر وویل: صبر وکړه وګورم چې د خره دا کار خو به قصدي نه وي. عجیب ټنبل حیوان دی. ما د ده څومره خیال وساتلو او ده په دې رقم زما ځواب راکړ. راځه چې کور ته ولاړ شو اوس زه پوهېږم چې څه وکړم. 

خر فکر کاوو چې د کار نکلو لپاره یې ډېره ښه لاره پیدا کړې ده. خو سوداګر بل پلان درلود. سبا ته سوداګر ۸ بوجۍ د خر په شا بار کړې. خو خره شکایت ونکړ. 

دا زه څنګه وزن نه احساسوم؟ څه پروا لري، پرېږده چې هر څومره بار زما په شا باروي؛ بار دې یې کړي، زه خو مارکیت ته هسې هم نه ځم. 

سوداګر له دې پرته چې څه ووايي خر يې اوبو ته کارته کړ. خر کله چې اوبو کې کېناستلو، وویل دا دی زما جادو کار وکړ. خر په هماغه پخواني ځای ناست و. مګر نن سوداګر خر له اوبو راپورته نکړ. کله چې خره غوښتل له اوبو را پورته شي احساس یې وکړ چې د دا شا درنه ده. 

دا څه شوي دي؟ دا زما شا ولې دومره درنه ده؟ 

سوداګر چې پوه سړی و د خر په چل پوه شوی و؛ نو ځکه يې د مالګې په ځای د خر په شا پخته بار کړې وه. کله چې خر په اوبو کې کېناستلو پختې اوبه جذب کړې او بوجۍ ډېرې درنې شوې وې. 

سوداګر وخندل او وویل: خره فکر کړی و چې بیا به ما احمق کړي. 

خره وویل: هو دا خو ډېر درون دی. هو زما شا!!! 

اوس خر پوه شوی و چې په اوبو کې کوم جادو نشته. اته بوجۍ یې مارکیټ ته یوړې او بېرته کور ته راغلو. له هغې ورځې وروسته خره بیا دا جرئت ونکړ چې بیا داسې لوبه وکړي.  

د مینا سید ژباړه