دا چې د سیاست کلمه یوه ډیره پراخه کلمه ده علماوو او سیاست پوهانو په مختلفو مانا ګانو سره کارولې ده. خو بیا هم تر اوسه د دې کلیمې د مانا او تعریف په اړوند علما او سیاست پوهان په یو واحد تعریف باندي ندي قایل شوي، علماوو او سیاست پوهانو په مختلفو ماناګانو سره کارولې ده خو زموږ په ټولنه کې بیا خلک د سیاست په اړوند متفاوت نظر لري، سیاست د درواغ ویلو مکر او فریب په مانا بولي، په داسې حال کې چې داسي نده، نو په دې لیکنه کې لومړی د سیاست په اړوند لنډ معلومات وړاندي کوم، د سیاست پر لغوي او اصطلاحي مانا سربېره د سیاست په ډولونو( شرعي غیرشرعي علمي او نظري ) همدارنګه د امام ابن خلدون(رح) له انده د سیاست پر ډولونو او په علم باندي تر لنډ بحث وروسته به د سیاست د علمي والي په اړوند د علماوو اوسیاستپوهانو نظریات په مفصل ډول مطالعه کړو:
د سیاست لغوي مانا
 دا چې سیاست یوه عربي کلمه ده او په لغت اصلاح کولو او ښایسته کولو ته وايي د همدې لغوي مانا پراساس دغه کلمه د ریاست او حکومت د چارو لپاره هم په زیاته توګه استعمالیږي ځکه چې د ریاست او حکومت هدف هم د خلکو اصلاح او بهتروالی دی، نو په منظمه توګه د حکومت او ریاست د چارو پرمخ بیولوته سیاست ویل کېږي. خو ځیني نور علماء بیا وایي چې د سیاست کلمه د یوناني ژبي له (پولیس) څخه اخیستل شوې او پولیس د ښار مانا لري، یا پولیس په ښار پورې د اړوند چارو له پوهي څخه عبارت ده. د انګریزي ژبي (پولیټکس) اصطلاح هم د یوناني ژبي له پولیس څخه اخیستل شوې ده. په قرانکریم کې د حکمت لفظ علما د سیاست په مانا بولي او همدا په عربي ژبه کې د سیاست کلمه د انګریزي ژبي له (پولیټکس) څخه پراخه مانا لري، او د ژوندانه ټولو چارو ته کارول کیږي، پداسي حال کې چې د انګریزي ژبي لغت یوازي د حکومت کولوپوهي ته ویل کېږي. او په اصطلاح کې هم اسلامي اوغیر اسلامي علماوو په مختلفو ډولونو سره تعریف کړی خو تر اوسه پوري یو داسي جامع تعریف چې د ټولو علماوو او سیاست پوهانو لخوا منل شوي وي وجود نلري.


د اسلامي علماوو له نظره د سیاست تعریف
د سیاست په اړه اسلامي علماوو مختلف تعریفات کړي دي چې زه یې دلته د یو څو مشهورو علماوو په تعریفونو رڼا اچوم، ابن خلدون (رح) چې ۸۰۸ هجري کال کې وفات شوی سیاست داسي تعریفوي چې [ سیاست او حکومت د مخلوق د ساتنې او د هغوی د ګټو د کفالت او ضمانت نوم دی او دا ډول سیاست د الله (ج) نیابت دی چې د هغه په بنده ګانو د هغه عزوجل احکام نافذ کړای شي. ] امام غزالي (رح) چې په ۵۰۵ هجري کال کې وفات شوی د سیاست په اړه داسې وایې چې[ سیاست د الله (ج) د بندګانو اصلاح او هغې لارې ته د هغوی لارښوونه چې د دنیا او اخرت د خلاصون یواځینۍ ذریعه ده. ] همدارنګه امام راغب اصفهاني (رح) د سیاست په تعریف کې د درې شیانو یادونه کړې او د انساني فعالیتونو دارومدار یې په درې شیانو پورې مربوط بللی دی.
لومړی:[ عمارت الارض] یعنې د ځمکې ابادول.
دویم: [ تنفیذ احکام الله ] یعنې د الله ج د حکمونو نافذول.
دریم: [ مکارم الشریع ] یعنې د ښو اخلاقو اختیارول. 
یعني سیاست د اسلامي دولت د عامه امورو په هکله داسي تدابیرو ته وايي چې د مصالحو د مینځته راتګ ضمانت وکړي او ضررونه ختم کړي، البته په دې تدابیرو کې باید د شریعت د حدودو یا عمومي قواعدو څخه تجاوز او تېری وجود ونه لري. نو په پایله کې ویلای شو هر هغه کار چې ټولنې ته ګټې راوړي او د ضررونو مخه نیسي په دې شرط اسلامي سیاست بلل کېږي چې دوه صفتونه پکښې موجود وي. لومړی دا چې د شریعت د روح او عمومي قواعدو سره سمون ولري، دویم دا چې د قرانکریم یا نبوي احادیثو، اجماع یا قیاس سره حقیقي ټکر ونه لري. د پورتنیو اسلامي پوهانو او علماوو د آندونو پر بنسټ سیاست چل، فریب، درواغ، مکر، او جنګول نه بلکې سیاست د هغي پوهي نوم دی، چې د خلکو ترمنځ مینه، ورورولي اومحبت منځته راوړي. ریښتني سیاستپوهان اوسیاستوال هغه دي، چې ښه نظر تدبیر او ښه اخلاق ولري.
د سیاست تعريف : د نوي عصر د پوهانوله نظره
[Politics]  پوليټكس يوه يوناني  كلمه ده چې د پولیس نه اخيستل شوي او معنا یې مدني حكومت دې چې دا لفظ په يونانې معناګانو سره د دیارلسمې پيړۍ په پيل کې په فرانسوي ژبه کې هم استعمال شوي وو. په هغه وخت کې د سیاست تعريف داسې  كيده:
د سیاست معنا د ښاري حكومت پوهه او فن ترلاسه کول دي، خو د عمومي مفهوم په لحاظ سیاست ټولو هغو فنونو ته وایي چې د انسانې ټولنې لپاره د اهميت  وړ دي. 
  د حكومت كولو پوهي ته سیاست ويل کیږي یا په بل عبارت دا د هغه بنسټيزو اصولو علم دی چې د هغو په وسیله حكومتونه جوړيږي او د حكومت او خلكو ترمنځ پرې اړيکې جوړښت مومي او له مخې یې  د نورو هيودانو سره د اړيكو د ټينګولو پولې ټاكل کیږي.
په 1870 م كال کې ويل شوي وو  چې: 
[ سیاست په خلكو د حكومت كولو علم او پوهه ده]
خوپه (1962 م)كال کې ئې دارنګه تعريف وشو: 
 [ سیاست په انسانې ټولنو د حكومت كولو فن دی]
په المنجد کې ئې دا ډول تعريف  شوې دی: 
[ سیاست د حكومت كولو فن او د حكومت د داخلي او خارجي چارو اداره كولو ته وایي چې داخلي او خارجي  سیاست د هغې يو برخه ده]
د اوسني عصر سیاست پوه بلنچلي لیکلي دي چې :[ سیاست هغه پوهه ده چې د بحث اومذاكرې موضوع ئې سلطنت وي]
آیډوارډ جيمز د سیاست تعريف په دې ډول کړی:
[د حكومت د دندو  پرمخ وړل او د هغو خلکو نظم و ضبط  ساتل چې د يوې ټولني په شكل کې را ټول شوي وي]
د ادیانو او اخلاقو انسائيكلوپیډيا( دایرة المعارف) د سیاست د تعريف په باب داسې لیکي: 
د [ سیاست څخه مقصد د حكومت نظم و نسق دی]
که پورته تعریفاتو ته وګورو نو د ټولو مانا او مفهوم هغه دی کوم تعریفات چې د اسلامي علماوو او پوهانو لخوا څو سوه کاله پخوا وړاندي شوي دي. 

 
د سیاست ډولونه
علماوو او سیاستپوهانو سیاست په مختلفو ډولونو ویشلی دی، لکه شرعي او غیرشرعي علمي او نظري همدارنګه ابن خلدون (رح) سیاست په درې ډولونو تقسیم کړي لکه حیواني سیاست، عقلي سیاست او دیني سیاست چې هر یو به په لنډ ډول تشریح کړو.
لومړی شرعي سیاست یا اسلامي سیاست:[ د هغه ډول سیاست څخه عبارت ده چې د اسلامي شریعت د احکامو سره سمون ولري]
دوهم غیر شرعي یا غیر اسلامي سیاست: [هغه سیاست دی چې د اسلامي شریعت د احکامو سره په ټکر کې وي]
دریم عملي سیاست: لکه څنګه چې یې له نوم څخه څرګنديږي [د هغه سیاست څخه عبارت دی چې عملي بڼه ولري]
څلورم نظري سیاست: [د هغه ډول سیاست څخه عبارت ده چې په تیوریکي بڼه لوستل کېږي]
اوس راځو د امام ابن خلدون (رح) له نظره د سیاست په ډولونو لڼده رڼا اچوو، لومړي حیواني سیاست: [حیواني سیاست نه د عقلي قانون تابع وي اونه د ديني او شرعي قانون بلکې د بادشاه او د هغه د درباریانو نفسي خواهشات یې قانون وي] دویم عقلي سیاست: [عقلي سیاست د هغه قانون پابند وي چې د عاقلانو، پوهانو او د قوم د شریفو خلکو په واسطه جوړ شوي وي او هدف یې د خلکو د دنیوي ښیګڼو ساتنه وي] دریم دیني سیاست: [ له هغه حکومت څخه عبارت دی چې په هغه کې خلک د اسلامي عقیدې او شرعي قوانینو پابند وي او هدف یې د دنیا او آخرت ګټي اومصالح وي]
دا چې د سیاست په اړه مو هراړخیز معلومات ترلاسه کړل نو اوس د بحث اصلي موضوع ته راځو چې ایا سیاست علم دی که هنر لکه څه ډول مو چې د موضوع په پیل کې یادونه وکړه دا چې د سیاست د کلیمې او تعریف اړوند علما او سیاستپوهان مختلف نظریات لري او په یو مشخص تعریف باندي ندي قایل شوي، نو همداسي د سیاست د علمي والي او غیر علمي والي په اړه هم علما او سیاستپوهان په دوو ډلو شوي او هر یو یې د خپلو نظریاتو د ثبوت لپاره دلایل لري، چې په لاندي ډول یې تر بحث لاندي نیسو.


ایا سیاست علم دی
تر اوسه د سیاسي څېړنو او رشتو د علمي والي په اړوند خبري اتري سویدي، خو بیا هم د سیاست پر علمي والي باندي شک ښودل شوی دی. ځینو سیاستوالو چې د سیاست په اړه يې لیکني کړي دي، د سیاست پر علمي کېدو باندي شک ښودلی دی او سیاست د علم په څېر نه مني، په (۱۸۴۳م) کې (جان سټوراټ میل) د سیاست پر علمي والي باندي شک ښودلی دی. په (۱۸۵۷م) کې (بوکله) دا څرګنده کړه چې د بشر په اوسنې علم کې سیاست د علمي والي څخه ډېر لیري او شاته پاتي رشته ده. پداسي حال کې چې په اوسنیو پېړیو کې د سیاست په اړوند زیات پرمختګونه شویدي، بیا هم ځیني پوهان د سیاست پر علمي والي باندي شک لري، نو لازمه ده چې لومړی په علم باندي لنډ بحث وکړو وروسته به د خپلي موضوع په اړوند خبري وکړو.
د علم لپاره بيلابیل تعریفونه وړاندي شویدي، چې ځیني یې په لاندي ډول په ګوته کوو: الف- علم ټولنیزه پوهنه او خبرتیا ده، چې دنده یې پر طبیعت د واکمنو عیني قوانینو، ټولني او اندونو پیژندنه او په عمل کې يې د کاروونو د څرنګوالي کشف دی.
ب- د یوې موضوع یا څو موضوعاتو په اړه منظمو معلوماتو او پوهاوي ته علم ویل کیږي. چې د تنظیم شویو حقایقو او د عامه قوانینو د کړنو سره اړیکي لري. علم د رښتینو پایلو د لاسته راوړلو په موخه واقعیات جمع کوي، د علت اومعلولیت د اړیکو پر بنسټ يې پیوندوي.
ج- د تجربي تکرار په عمل کې عبارت د علم څخه دی.
د- د یوې موضوع یا څو موضوعاتو په اړه منظمو معلوماتو او پوهاوي ته علم ویل کیږي. علمي پوهه د عقل او استدلال پر بنسټ ولاړه ده، نو ځکه د خبرو کولو د لاري یې لېږد کيږي. د علم د ارزښتناکو ځانګړنو څخه یوه هم د راتلونکي لپاره د دقیق اټکل وړاندي کول دي، یاني هغه رښتیني په علمي رشتو کې راځي چې د راتلونکي لپاره د بشپړ او دقیق اټکل وړاندیز کولای شي. نن ورځ دوه ډوله علوم شته هغه علوم چې د طبیعي پیښو سره اړیکي لري، هغو ته طبیعي علوم ویل کیږي او هغه علوم چې د ټولنیزو چارو سره اړیکي لري هغو ته بیا ټولنیز علوم ویل کېږي، چې سیاستپوهنه د دوهم ډول علومو له جملې څخه ده.
لکه څرنګه چې اشاره وشوه، ځیني څیړونکي د سیاست پر علمي والي باندي باور نلري(اوګوست کنټ) د ټولنپوهني پلار داسي آند درلودی چې:
 • سیاسي څېړونکي د سیاسي تګلارو په اړه يووالی نه لري.
 • د سیاستپوهني اصول او پایلي په عمومي ډول ندي منل شوي.
 • د سیاستپوهني پېاوړتیا او پرمختګ تلپاتي ندی.
 • سیاستپوهنه نشي کولای چې د راتلونکې لپاره دقیق اټکل وکړي. د سیاستپوهني پر علمي والي باندي د کنټ څخه وروسته نورو نیوکه کوونکو ځیني نوري نیوکي داسي په ګوته کړي:
 • سیاسي چاري دومره پیچلي، بېلا بېلي او بې نظمه دی چې علمي تلنلاري د هغو د څېړلو څخه ناتوانه دي.
 • هغه لاملونه چې پر سیاسي چارو باندي اغېز ښيندي یو ډول ندي؛ نو ځکه د هغو کنټرول او په ګوته کول ستونزمن کار دی.
 • پر سیاسي چارو د آغیز د کنټرول ناتواني د دې لامل کېږي چې د راتلونکو پېښو په اړه اټکل ناشونی کړي.
 • سیاستپوهنه د طبیعي علومو په څېر بې طرفه نه ده.
یوازي همدا نیوکه کوونکي نه دي چې د سیاست د علمي والي په اړه شک ښيي، بلکې ځیني سیاستپوهان هم دې ته ورته نیوکي کوي. د بیلګي په توګه په (۱۹۴۶م) کي (بورګان) د کېمبریج پوهنتون د پرانیستلو په غونډه کې وویل (( نن ورځ باید د پخوانیو په څیر دا رد کړو چې د سیاستپوهني په نامه علمي رشته شتون لري)).
ایا سیاست هنر دی؟
د سیاست یوه ځاګړنه دا ده چې ټول فعالیتونه یې ډله ییز دي، انفرادي نه دي، یاني په ټولنه کې د خلکو د ډلګیو ترمنځ سیاست شتون لري، او سیاسي اعمال د خلکو ترمنځ پر اړیکو باندي واکمني کوي. سیاست په هره برخه کې، هغه که د سیاسي قدرت لاسته راوړل وي، او یا هم د قدرت د ساتلو پلی کېدای شي چې لږ تر لږه دوه نفره وي، چې یو یې واکمن او بل امر منونکی وي، یا دا چې سیالي او رقابت وي. یاني سیاست یو نفري لوبه نه ده او نه هم کېدای شي. د همدې لیدلوري له مخي یو شمېر سیاستپوهان پدې آند دي چې سیاست یو نفري لوبه نه ده نو هنر هم نه دی. ځکه چې هنر یو نفري لوبه ده او هنرمند کولای شي چې په یوازي توګه هنرمند شي بل نفر ته اړتیا نه لري، نو ځکه سیاست علم دی نه هنر. خو د سیاست په اړه دا آند منطقي ندی؛ ځکه چې هنر یوازي یو اړخیزه بڼه نه لري، بلکې په دوه اړخیزه او څو اړخیزه بڼه هم پلي کېدای شي. یوه خبره باید په پام کې ولرو چې د سیاستپوهني او سیاسي عمل ترمنځ توپير شته. سیاستپوهنه په ټولیز ډول هغه روشونه، تلنلارې او څېړني دي چې په عمومي ډول د سیاست د علم ارزښت، څرنګوالی ، رول او داسې نور په علمي او اکاډمیکه بڼه سپړي چې زیاتره وخت په پوهنتونونو او اکاډمیکو ځایونو کې لوستل کېږي، چې دې ته هېڅکله هنر نه شي ویل کېدای او تل علم دی. خو سیاسي عمل بیا هغه دی، چې په عملي بڼه د وګړو په منځ کې یو سیاسي عمل ترسره کېږي، یاني کله چې سیاست په عمل کې پلی کېږي هغه ته سیاسي عمل ویل کېږي، چې دا سیاسي عمل تر زیاته بریده د سیاستوال په ځاني وړتیا او استعداد پوري اړه لري. یاني یو شمېر وګړي د داسي خدای ورکړي استعداد او لیاقت څخه برخمن دي، چې حتی زیات وخت یې سیاست په علمي ډول نه وي لوستی بیا هم د خلکو په منځونو کې په ښه وړتیا سره سیاسي عمل ترسره کولای سي، داسي وګړي هم سته چې په علمي او اکاډمیکه بڼه یې سیاستپوهنه لوستې وي، خو کله چې د وګړو منځته راسي هغه سیاستپوهنه چې لوستې يې وي، نه سي پلی کولای. له همدې کبله وېلای شو، چې سیاسي عمل تر زیاته بریده د یو چا په ځاني وړتیا او استعداد پوري هم اړه لري. نو دا چې سیاسي عمل په ځاني وړتیا پورې اړه لري، ځکه یو شمېر پوهان پدي آند دي، چې سیاست هنر هم دی. نو په پای کې داسي ویلای شو، چې سیاستپوهنه علمي ځانګړنه لري او سیاست هنري ځانګړنه لري، علمي ځانګړنه يې پدې مانا ده، چې سیاستپوهنه په علمي ډول په اکاډمیکو ځایونو کې د سیاستپوهانو او فیلسوفانو ترمنځ لوستل کېږي او هنري ځانګړنه یې پدي مانا ده، چې کله سیاستپوهنه عملي کېږي، نو د سیاستوالو په ځاني وړتیا او استعداد پوري اړه لري.
د سیاستپوهني څېړونکي او سیاستپوهان په ټولیز ډول پر دې ګروهمند دي چې سیاست د علم او هنر دواړو څخه جوړ دی. علم په تیوریکي او نظري ډول د یوې رشتې محتوا او چار چاپير روښانه کوي او بیا د همغو تېوریکيې او نظري اصولو د پلي کولو لپاره یو شمېر وسایلو ته اړتیا لېدل کېږي، کله چې تیورۍ او نظريې په عملي بڼه پلي کېږي، مهارت اوهنریت ته اړتیا پېدا کوي، ځکه چې د وسایلو کارونه مهارت او هنر غواړي. علم په منطقي ډول د یوې رشتي اړخونه بیانوي او د استدلال پر اصولو ولاړ وي، پداسي حال کې چې مهارت او هنر بیا فطري او طبیعي ځانګړنه ده په حقیقت کې هر علم هنري بنسټ لري، د هر علم تېوریکي او نظري اصول د هنر پر بنسټ تر عمله رسیږي، هنر د علم د پلي کولو وسیله او بنسټ ګڼل کیږي. نو ویلای شو چې سیاست د علم او هنر دواړو مجموعه ده.

پایله
په پایله کې دې نتیجي ته رسیږو چې سیاست د مکر فریب او دروغ ویلو په مانا نه دی، بلکې سیاست د ټولنې د اصلاح او بهتروالي په مانا دی او سیاستمدار هغه څوک دی چې دا مقدسه وظیفه په غاړه لري. که د اسلامي علماوو له نظره د سیاست تعریف ته متوجه شو نو ویلی شو چې سیاست د ټولو پیغمرانو هغه مقدسه دنده وه چې د الله(ج) احکام به یې خلکوته رسول ترڅو خلک د یو واحد خدای(ج) عبادت ته را دعوت چې اصل هدف او مقصد یې د ټولنې او خلکو اصلاح کول و.خو معاصر علماء بیا سیاست تر زیاته بریده په حکومت پورې ځانګړي کړی او وایي چې سیاست د حکومت کولو پوهه یا فن ده چې اصل هدف یې هغه دی کوم چې د اسلامي علماوو لخوا وړاندي شوی دی. دا چې علماوو سیاست په مختلفو ډولونو باندي ویشلی دی نو په عموم کې یې پر دوو ډولونو ویشو شرعي او غیرشرعي سیاست چې د سیاست په ډولونو کې مو ولوستل، اوس راځو اصلي موضوع ته چې ایا سیاست علم دي که هنر، نو دلته هم د علماوو ترمنځ یو واحد نظر وجود نلري او په دوو ډولو تقسیم شوي چې هر یو یې د خپلو نظریاتو لپاره دلایل وړاندي کوي. هغه ډله چې سیاست علم نه بولي داسي دلایل وړاندي کوي لومړي دا چې سیاسیي څیړونکي یې پر وړاندي یووالی نه لري، دوهم دا چې پایلي یې د وړاندویني وړ نه دي او داسي نور...
او بل هغه ډله علما دي چې وايې سیاست د علم او هنر دواړو مجموعه ده دا ډله علما وایې چې سیاستپوهنه علمي ځانګړنه لري او په علمي او اکاډمیکو ځایونو کې په عملي بڼه لوستل کیږي،او بل سیاسي عمل دی یعني کله چې سیاست په عملي ډول پلي کیږي نو هنر اومهارت ته اړتیا لري چې د سیاست مدار په ځاني وړتیا او مهارت ته ضرورت لري نو ویلای شو چې سیاست د علم او هنر دواړو مجموعه ده.
ماخذونه :
سیاستپوهنه لیکوال ( فرهاد داوري )
د اسلام سیاسي نظام لیکوال ( سید احمد فاطمي )
اسلامي سیاست پوهنه لیکوال ( مولوی محمد شریف رحماني )
WWW.tatobay.com