څلوریزې
وایه جګړه کې په تا څه تېریږي
ایا په کور کې دې خواړه تېریږي؟
پردي جنګونه کور ته ولې راوړې
بې له جګړې دې ژوندون نه تېریږي؟
+++
جګړه مو ولې پیل کړه خپله کور کې
اوس به دا اور بل وي تر تله کور کې
دښمن به هم تېل پر، دې اور تل پاشی
اور به مو ټوله کړي کمپله کور کې
+++
موږه په کور، مسوول د جنګ خپله یوو
له خپله لاس په وینو رنګ خپله یوو
هم شرمنده، رسوا په سیمه نړۍ
هم په دې جنګ، بېخوند بدرنګ خپله یوو
+++
ولې څلویښت کاله جنګ بل لپاره
ځان مو محروم کړ له ژوند تل لپاره
څنګه به مومو خلاصونلار له جګړې
اسان به نه وي وتونلار له جګړې
+++
په کنډر خپله مو خپل کور بدل کړ
جنګ کې مو خپله کور په ګور بدل کړ
ګیله به څنګه اوس له نورو کوو
د ځان دښمن باندې مو ورور بدل کړ
+++
وقار عزت مو شو برباد جګړه کې
هیڅوک مو نه اوري فریاد جګړه کې
اوس پښیماني کومه فایده نه لري
ژوند د ساده خلکو پاسره نه لري
+++
تقدیر مو خپل، ولې په تور بدل کړ
خپل ژوند مو ځانته په پیغور بدل کړ
موږ دښمني ځان سره خپله وکړه
خپله مو ژوند ځانته په اور بدل کړ
+++
هسې ورګډ شو تربګنۍ د بل کې
ځان مو تبا کړ دښمنۍ د بل کې
خپله خوښي مو په اوبو لاهو کړه
په نڅا ګډ شو په خوښۍ د بل کې
+++
کاشکې له جنګ جګړې عبرت لاسته شي
جګړه کې تللی، خپل عزت لاسته شي
سوله کې ژوند او خپل اختیار غوره کړو
بیرته بایللی خپل عظمت لاسته شي
+++
سوله د خپل ژوندون مرام غوره کړو
پر جګړې تل لپاره پام غوره کړو
چې بیا پر دې جونګړه جنګ رانشي
په کلي کور مو بیا فرنګ رانشي
مرادزی