خوب وینی خړ کجیران بیادبل پروفیسور سره راټول شوی دی
د ا بې نمکه بې خو نده شورواپه نوم خو تاریخ شرمولی دی
فردی او ګروهی مقالو کې هېڅ ګټه اوحیثیت ورته پاتې نه دی
ولس پوهیږی خاینو تا سې هرڅه چې څه کرلی هغه مو رېبلی دی
تلخان امرالله کلینر اوس ټانکی په لاس زده کړې د ملت کوی هو
په غوږ ویشتلو حنیف اتمراو اودلا خو هم ډېر جنایتو نه کړ دی
ورکه دې داسې سپکه اداره شی چې نه زنانه ا ونه نامردانه شی
وګوری !اې خیرنو ناامنه کابل ښار کې تاسې نور څه کړی دی
دغه بې قانونه برګ یو ځل بیا هسې مرداره په خوب وینی
څرګندې دی دا دبن ټولواکان چې څومره سهوې یې کړې دی
اوس دپارلمان خرید او فروش هاها خبره کوم اغېز نه لری
په بهر نیو دالرو چا هر وخت ګواښونه خپل ملت ته کړی دی
شرم دی له معاصر ې نړۍ اوله دې بې غیرته ولس مشرۍ
کومه دیموکراسی کې چېرې کله چا دومره ناندرۍ وهلی دی؟
حمدولا جمع ګل مرجان اودولا منفی امرولا دلته په ولس لوبې کوی
زعامت شو ډیر رسوا ټولې ڼړۍما اوتاته لا پخوا نارې سورې وهلې دی
مزدوره اداره ده خود سولې روغې توان کله لری دلته او هلته
د پمپیو په ډنډه پنج باندې خو بغاوتګر درین راستا بډې راوهلې دی
عار مه ګڼې افغانو یووالی ،ننګ ،پوهه او سپېڅلی ایمان خپل
تاسې د ڼړۍپه کوم کونج کې دغلام حلقه بګوش! تورې لیدلې دی