روانې چارې او بېلابېل


ولې ولسوالۍ پرله پسې طالبانو ته تسليميږي؟

د امريکا او ناتو د عسکرو د وتلو سره يوځاى طالبانو ته د دولتي نظامي پوستو، ولسواليو او د څو ښارونو د ځينو برخو د تسليمۍ چټک بهير پيل شو. د دولتي نظامي مقاماتو او د طالبانو د رسمي اظهاراتو او مطبوعاتو په قول په کمه موده کې تر سلو زياتې ولسوالۍ له دولت څخه د طالبانو خواته بې له جګړې او يا د کمو جګړو په پايله کې واوښتې او د تسليم شوو ولسواليو ډیرې کمې يې د جګړو په زور د طالبانو لخوا تسليم او ونيول شوې. ددې پروسې د پيل او دوام علتونه نوي نه دي، بلکې دا په ملي، ولایتي او ولسوالي سطحه د دولت د شل کل

27.07.2021 نور محمد غفوري

اردوغان اوکه دګلم جم معادل

رحمن با با وایی له تصویره دګلو بوی تمه مه کړه.وایی یو سړی خپل خره سره چیرته روان وه دوه کسانو هغه ولیده او ډېر په خپ خپ ورغله یوه یی خر خلاص کړ اوخپله غاړه کې یې رسۍ واچوله اوبل یی خر له ځان سره روان کړسړی چې کورته ورسېده غوښتل یې چې خر چیرته وتړی ګوری چې انسان دی نو پوښتنه یی وکړه چې ته څوک یې اوزما خر څه شو؟ هغه وویل چې زه ستا خر یم خبره داده چې له نن څخه لس کاله پخوا ما خپله مور ووهله هغې راته ښېرې وکړې اوزه خر شوم اوس لس کاله پوره شول اوزه بیرته انسان شوم هغه سړی دغه کیسه رښتیا وګڼله اوپه

25.07.2021 ع.شریف زاد

تکتیک باید د ستراتیژۍ مرستندوی وي

د هیواد په اوسنیو سختو او پیچلو حالاتو کې دهېواد د سیاستوالو او په ځانګړي ډول د خلکو د ګټو ساتونکو، د سولې او ټولنیز عدالت پلوو، پرمختګ غوښتونکو دموکراتو مبارزينو تر منځ د سیاسي موقف د نیولو د تکتیک په اړه د نظر تفاوتونه او اختلافونه رامنځته شوي. دا تفاوتونه چې طبیعي هم دي، کیدای شي په لاندې دریو غوره کتګوریو وویشل شي چې زه یې د خپلې شخصي ارزونې اود ښه یا بد حکم کولو پرته د ددې لیکنې د لوستونکو له پاره وړاندې کوم: 1. ځینې هېواد وال، روښانفکران او د ټولنیز عدالت د دوامدارې مبارزې د یوه س

24.07.2021 نور محمد غفوري

طالب خپله اصلي مدعا په ډاګه کړه!

طالب خپله اصلي مدعا په ډاګه کړه! ولسمشر غني د جولای په ۲۱ مه، د کوماندو ځانګړو عملیاتو د قول اردو لېدنې او هغوی ته د لوی اختر د مبارکۍ په مهال وویل«زموږ اوبه او ستراتېژیک موقعیت زموږ خپل شوی؛ نو ځکه د افغانستان پر دښمنانو اور بل دی او غچ يي له موږ په جګړه اخلي، ملي راډیو تلویزیون » د ولسمشر دې څرګندونې بې له ځنډه پر پنجاب اور بل کړ او غچ يي دا وو چې د جولای په ۲۳ مه، په دوحا کې د طالب د مرکچي پلاوي د غړي سهیل شاهین په خوله د اسوشیتډ پرس اژانس سره مرکه کې ووايي«تر هغې چې ولسمشر غني له

23.07.2021 سرلوڅ مرادزی

د سلسلې علیخېل په ننګه

د سلسلې علیخېل په ننګه پر وطن ننګ، په ننګونو کې برتر دی په خور ننګ هم د وطن ننګ برابر دی سلسله، د لوی افغان ملت حیثیت دی د هغې حیثیت، حیثیت د لروبر دی مور اوخور او وطن درېواړه ناموس دی افغانانو پر ناموس ښندلی سر دی په هیرامنډه يي پلور، د پنجاب دود دی پنجاب کله له ناموس و ننګ خبر دی پنجاب خپلې لوڼې خرڅې په بېجینګ کړې لوڼې څه کړي پنجاب وږی د ډالر دی افغانان د بې فرهنګ ملک ګاونډیان شول ځکه ګډ يي پر کور هره ورځ محشر دی د افغان او د پنجاب دوستي ش

21.07.2021 سرلوڅ مرادزی

قندهار نظامي سقوط نه دی کړی، سیاسي سقوط یې کړی!

دا چې په کمه موده کې د قندهار تر لسو زیاتې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې، د قندهار د برحاله والي په قول، طالبانو په زور او جګړه نه دي نیولې، بلکې د هغو کسانو لخوا په تلفوني تماسونو تسلیم شوې چې په کابل کې ناست دي او په یوه تلفوني تماس «پنځوس - پنځوس پوستې» طالبانو ته تسلیموي. د قندهار ولایت محترم والی صاحب دا خبرې د جولای د میاشتې په ۱۷مه نېټه په هغه مطبوعاتی کنفرانس کې کوي چې تر څنګ یې د کورنیو چارو وزارت لوی امنیتي معین، د کوماندو قوماندان او نور مهم کسان هم ناست دی. د والي صاحب رو

19.07.2021 نور محمد غفوري

سوله او که شرانداز؟

سوله او که شرانداز؟ (لومړۍ برخه) په دي خو سره ټول پوهېږو چې دشرانداز کليمه هميشه دشيطانت کارونو لپاره استعمالېږی. که راشو دي لږ متوجې شوو چې له کله نه دسولې نوم اخيستل شوې دی او بيا په تيره بيا ورته د ډاکټراشرف غني د دويم ځل حکومت دشروع څخه مخکې کوم جنجالونه شروع شوو چې ددي جنجالونو دله منځه وړلو په خاطر بهرنيانو ته هم يوه موقع په لاس ورغله او شراندازي يې شروع کړه چې ډيرې لوبغاړي يې هماغه دپخواني وخت مرکزي لوبغاړي دي کوم چې په تير تاريخ کې په شراندازۍ کې نوم لري اوتاريخونه يې په شراند

18.07.2021 صاحب الله (رحيمي)

( افغان مهاجرین او د ګاوڼډیانو نمک-حراميانې )

لڼډه مقدمه: په دې خو تاسو او مونږ پوهېږو چې له څلورو لسیزو راهيسې افغانان د مختلفو لاملونو په پیلامه ختیځ ګاوڼډي (پاکستان خو په اصل کښې پښتونخوا)؛ لویدیځ کې ایران ؛ شمال کې یو څه تاجکستان، ... او روسیېې ؛ او بیا لېرې او نژدې ترکيې، اڼډیا، یوروپ؛ انګریزستان!؛ امریکې ایالاتو؛ آسترالیا ؛ عربو او حتی افریقې ته کډوال او پناه غوښتنو ته اړ ایستل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده!!!.دا اوس چې زه دا لیکم او ښاغلي او اغلې لوستونکو ډېري د هیواد یا وطن نه دباندې ژوند کوو او د لیبرالې نړۍ له مدني او بشري حقونو

18.07.2021 ډ.حمیدالله زړور صاپی

غرب در افغانستان تسلیم شد

ترجمه و تخلیص: نور محمد غفوری غرب در افغانستان تسلیم شد و در آخر به آلمان نیز چاره ای دیگری باقی نماند! هفته نامۀ معتبر (زمان Die Zeit) جرمنی بتاریخ 6 جولای 2021 مقاله تئو سومر Theo Sommer را به نشر رسانده که در آن ذکر گردیده که «غرب در افغانستان تسلیم شد و بالآخره برای آلمان هم چارۀ دیگری نماند. ... پس از تقریباً 20 سال ، غرب به رهبری ایالات متحده تسلیم شده است. بر اساس اصل "با هم در ، با هم بیرون" ، به آلمان فقط یک راه ماند، تا با تسلیم همراه شود. چارۀ دیگری نداشت. ... بازگش

17.07.2021 نور محمد غفوری

ما بخاطر گرسنگان ، قربانی می کنیم و دشمنان ما برای منفعت جویی ، نسل کشی می کنند !

ما بخاطر گرسنگان ، قربانی می کنیم و دشمنان ما برای منفعت جویی ، نسل کشی می کنند ! ........................................................ عبدالخالق صارم هر سال در عید أضحى ، هنگامیکه مسلمانان بخاطر کمک غذایی برای فقیران ، بی نوایان و گرسنگان جامعه ، گاو یا گوسفندی را قربانی می کنند ، ناگاه دیده می شود که در تعدادی از کشور های تروریستی غرب شرارت پیشه که هیچ وقت دیده نشده است که این ها دست از آدم کشی برداشته باشند ، بخاطر حقوق حیوانات به نوحه سرایی و رجز خوانی می پردازند .

17.07.2021 عبدالخالق صارم

بین الافغانی یعنی څه؟

وایې چې یو دهری دهارون الر شید۷۸۶-۸۰۹ م دربار ته ورغی او ویې ویل چې ترټولوغټ لوی عالم را وغواړه زه ورسره مناظره کوم اوزما دلایل به هرڅوک ومنی چې نعوذ بالله خدای ج وجود نه لری .هارون الرشید امام ابو حنیفه ع ۷۶۷م ته خبر ورکړ.امام وعده ورکړه چې په بېړه اوفورا راځم ولې له ډېر ځنډ وروسته راغی خلیفه د ناوختی دلامل پوښتنه وکړه .امام صاحب وویل چې زما کور ددجلې د سیند پر غاړه دی او کله چې دسیند غاړې ته راورسېدم کومه کښتی/بېړۍ نه وه خو یوڅو تختې یوځای کې پرتې وې. دالله ج په قدرت سره تختو کې حرکت پی

12.07.2021 ع.شریف زاد

دخلیلزاداستازی :لوى زمرى که (شير اعظم)

دخلیلزاداستاذی :لوى زمرى که (شير اعظم) ياره په اول ځل چې مې له غوړو ويښتانو سره وليده ، ما ويل گوندي کوم پنجابي له لاهورنه را غلی دى ـــ نو له ځانه سره مي ديو شاعر دا بيت زمزمه کړ چې ويلي يې وو. پنجابي تيل يې وهلي لاس يې نه ټينگوي لاس خداېه خير مې کړي پښتوته يار لاهور ليدلي دى د دي بيت له زمزمه کولو نه پس چې څنګه ورنږدي شوم دسړي خوله چينگه وه ۔ اوپه پښتو يې خبري کولي خو ټکان مي وخوړ ۔ امين صيب دي خداى دجنتونو قوماندان کى ، يوه اصطلاح ېې لرله چې چالاکه اوحرامزاده ته به يې « دشگ

09.07.2021 خانزاده نوبهار

د (دي څیت) له اخبارنه

د(دي څیت) [die Zeit] اُونیزه خپرونه دالمان دمعتبرو اخباروڅخه دی، چي په اونۍ کي یواردپنجشنبې په ورځ له (هامبورګ) څخه خپرپـږي. نوموړې خپرونه، چي دجولای په لومړې ورځ د۲۰۲۱ م کال کي خپره سوې په ۴۶تم مخ کي ئې غټ لیکلي وه: وتل [Der Abzug]. اونيزه خبرپاڼه لیکي: وروسته تر دوولسیزودغرب سرتیروافغانستان پېرېښود. شالید ئې په شمېرسره ګورو: هغه دندي چي د ساتني اومرستي لپاره وې اوبهیرئې لا هم روان دی ۳۶ هېوادونو برخه پکښي اخستې وه. امریکا ۲۵۰۰ سرتیري المان ۱۳۰۰ »» ګرجستان ۸۶۰ »» انګلستان ۷۵۰ »»

09.07.2021 محمدسرور وکیلي

۸ صبح، قومي جنګ ته لمن وهي!

۸ صبح چې د اسلامي جمعیت اندیښنو او موخو خپرولو ته نږدې رسنۍ یادیږي، د چنګاښ په ۱۲ مه يي د حبیب حمید زاده په قلم «جرقه های جنګ قومی در شمال» تر سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړې. لیکنه کې يي مرکزي حکومت او طالبان په شمال کې د قومي جنګ په اړه، ځینو برخو کې په مساوي توګه پړ ګڼلي، خو په ځینو نورو برخو کې يي د قومي جنګ پړه ټوله پر مرکزي حکومت وراچولې! مرکزي حکومت سره طالبان په یوه تله تلل او یا حکومت له طالبه بدتر ګڼل، که څوک وغواړي یا نه، ګټه يي طالبانو ته رسیږي او په اوسنیو حالاتو کې داسې څه کو

04.07.2021 سرلوڅ مرادزی

طالبانو تېر تاریخ مه تکراروئ!

تجاران اکثرا هغه ملیونران او یا ملیادران کېږي، چې له فرصت نه ښه استفاده وکړی. خیاطان د ټول کال خرچه د اخترونو په کالو جوړوي. همداسې سیاستوال فرصتونه ګوري او خپل نفوذ ډېروي. طالبانو ته یو زرین فرصت په لاس ورغی، چې د نړۍ له زبرځواک سره موافقه لاسلیک کړي. ځان نړۍ ته وښيي چې یو څه یې وکړل. د طالبانو دا هغه ستر فرصت دی، چې هېڅکله به یې بیا ترلاسه نه کړي. که هوښیارانه استفاده ترې وکړې ښايي د غازیانو لقبونه تاریخ ته پرېږدي، او که یې له امریکایانو وروسته د داخلي جګړو او د وطن تباهۍ ته لار هواره کړه،

01.07.2021 محمد هلال

امریکا څخه د دوستۍ او ملګرتوب غوښتنه

ولسمشر غني وايی، د امریکا ولسمشر بايډن له ما پوښتنه وکړه، څه غواړۍ؟ ما ورته وویل د افغانستان ولس په سپينه ماڼۍ کې یو دوست غواړي، یو ملګری. ویل يي دا ملګری لرۍ» امریکا په تېرو شلو کلونو کې هم افغان حکومت سره اړیکې لرلي او افغان حکومت سره يي په پوځي، مالي او سیاسي برخو کې مرسته کړې ده. نن هم افغانستان په یادو برخو کې له امریکا څخه تر پخوا لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري؛ خو ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د دې مرستو څخه مخکې او یا د دې مرستو سره هممهاله، په سپينه ماڼۍ کې د یو دوست او ملګری غوښتنه لري

27.06.2021 سرلوڅ مرادزی

امریکا ته د ولسمشر غني سفر: اسلام اباد ولې وارخطا دی!

امریکا ته د ولسمشر غني سفر: اسلام اباد ولې وارخطا دی! امریکا ته د ولسمشر غني د سفر په درشل کې چې ټاکل شوې د جون په ۲۵ به ترسره شي، د لومړي وزیر عمران خان په ګډون د اسلام اباد لوړپوړي چارواکي ظاهرآ ډېر وارخطا ښکاري. دا چې دوی د دې سفر شا ته څه ویني او ایا ریښتیا اسلام اباد ته په وارخطايۍ ارزي، له سفر وروسته به څرګند شي. خو له سفر مخکې دوه خبرې مالومې دي چې ښای اسلام اباد د هغو په اړه اندیښنه ولري او د دوی وروستۍ څرګندونې به هم د دې دوه اندیښنو سره تړاو ولري: ــ د کابل او امریکا ترمنځ د

23.06.2021 سرلوڅ مرادزی

د منځنۍ آسیا پروړاندې د روسیې بهرنۍ تګلاره

روسیه د منځنۍ آسیا پروړاندې پېچلې تګلاری تعقیبوي د منځنۍ آسیا پروړاندې د روسیې د بهرنۍ تګلاری مهم هدف په منځنۍ آسیا کې د بې ثباتۍ د خپرېدو مخنیوی دی. روسان اندېښمن دي چې د منځنۍ آسیا بې ثباتي د روسیې ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي او په ځانګړ ې توګه روسی مسلمانان چې شمېر یې د ۹ او ۵۱ میلیونو ترمنځ دی اغېز من کړي. د دې ترڅنګ روسان غواړي چې په منځنۍ آسیا کې د نشه یي توکو د قاچاق او د بهرنیو سترو قدرتونو د پوځي او سیاسی اغېز ې د خپرېدو مخه ونيسی. اوسمهال په منځنۍ آسیا کې بدلیدونکي وضعیت، له امریکا س

20.06.2021 ع.شریف زاد

د نړیدلو منارو اونۍ

یو پلو ته د چسپکي بمونو او هدفي وژنو لو ګډ دی؛ د شمله ورو د جنازو اعلانونه او انځورونه بلا ناغه د ټولو رسنیو د منځ ټکي دي. بل پلو ته د کورونا نالیدلي غلیم، ځموږ د وطن په نازولو ناتار ګډ کړی او ډله ډله د مرګ حلاجي ته سپاري. بني اسرائیل د مصر د (تیه) په دښتې او د کوه طور په لمن کې څلویښت کاله سرګردانه ګرځیدل، ځکه چې د حضرت موسی (ع) خبره یې بابیزه ګڼله. افغانان هم د څلویښتو کالو راهیسې د سپیڅلي جهالت، فقر، بی عدالتۍ او د ساینس سره د ناغیړۍ سیلاب لاهو کړيدي. هر خس او خاشاک ته لاس اچوي، خو دمګړۍ د

15.06.2021 ولي الله ملکزی

سوله او کرغېړن بن بست

االذین ءامنووهاجروا وجهدو فی سبیل الله باموالهم وانفسهم اعظم درجة عندالله واولیک هم الفایزون سورة التوبة ، ایة ۱۹ کله چې روسانو پر افغانستان تجاوزوکړ د افغانستان مسلمان مظلوم ولس دکړکیچ سره مخ شو نو دپورتني کلام الله دلسواوچتو کلیمو په ارشاد راپورته شول او دایمان په غلبه او باور یې د فی سبیل الله په لاره جهاد دلته زیارویست حتی الوسع کوښښ یې وکړپه مال او خان باندې په دې سبیل کې دهیچا لپاره دومره دانحصار مشروعیت نه وه چې وایې ږیره دما واک یې دملا! خپل مال او خان یې دالله ج په لاره ک

11.06.2021 ع.شریف زاد

کارغه مرداري خوري، مښوکه څنډي!

اسلام اباد کټ مټ لکه د پورته متل په څېر، یوخوا د لومړي وزیر عمران خان په خوله وايي چې پاکستان له دې وروسته د افغانستان په اړه تر خپلې پخوانۍ تګلارې، ستراتېژیک عمق(Strategic depth) تېر شوی خو بلخوا په اسلام اباد کې افغان سفیر ښاغلی نجیب الله علي خېل احضاروي او د ګواښ په ژبه ورته ویل کیږي چې کابل دې د داسې څرګندونو څخه ډډه وکړي چې د افغانستان په اړه د اسلام اباد د(ستراتېژیک عمق) تګلار فلجوي او د پلیتوب مخه يي نیسي. کله چې دلته د Strategic depth (ستراتېژیک عمق په اړه غږېږو، هغه د اسلام اباد

07.06.2021 سرلوڅ مرادزی

دنويې فتنې غږ : هزاره کشي را بس کنيد

اول خو دا ادعا په خپله ډېره غلطه او بې اساسه ده چې په افغانستان کې يوازې هزاره‌ګان وژل کيږي او د دوی وژل په قومي او يا مذهبي بنياد دئ . په افغانستان کې جنګ د قومونو او مذهبونو تر منځ نه پخوا صورت نيولئ دئ او نه اوس شته ، په دې برخه کې هېڅ سند او ثبوت نشته . دوهم که د ژبې ، قوم او مذهب په لحاظ د قربانيانو محاسبه وشي ، نو ددې انساني تلفاتو او مادي زيانونو ۹۰٪ ضرر پښتنو ته اوښتې ده ، خو تر اوسه په سازماني او تنظيمي شکل ددې قربانيو او تلفاتو عامل بل قوم او مذهب د پښتنو له لوري نه دئ ښودل

07.06.2021 د،ب،هيښ

د افغانستان هايدروپولتيک په هکله د ايران حساسيت!

د افغانستان هايدروپولتيک په هکله د ايران حساسيت! څو ورځې د مخه چې له کابل څخه راتلم، په موټر کې مې د څنګ ملګرو سره خبرې شروع کړې، پوښتنه مې ترې وکړه چې له کوم ځاى څخه راغلئ؟ نو دوى (درې نفره) وو، ووئيل چې له ايران څخه راغلو، په قاچاقي لارو مو غوښتل چې د ايران له لارې ... همداسې تر اروپا پورې لاړ شو، خو په سرحد کې د ايراني عسکرو لخوا ونيول شوو، د نيول کېدو سره سم يې راسره سخت چلند پيل کړ، تر دې چې زندان ته يې ورسولو هلته يې هم چلند ډېر سخت وو، وهل، ټکول تر دې چې يوشمېر ملګري يې راته د

07.06.2021 کامران وفا مجددي

عمرزی صیب، افغانستان کې مړه کېدل عادي خبره ګرځېدلې!

سهار له کوره را ووتم د دفتر په لور په موټر کې روان وم، د مکروریانو د ملي بس له څلور لارې لږ وړاندې تر محمود خان پله پورې رسېدلی وم، چې له کوره زنګ راغی: ـ ته ښه يې؟ ـ هو، ولې څه خبره ده؟ ـ همدا اوس د چاودنې غږ و. ـ نه شکر زه ښه یم، ستونزه نشته. اندېښنه مه کوئ! چاودنه د ملي بس په څلور لارې کې شوې وه، چې ښايي دوه درې دقيقې د وخت توپير به و، چې زه د پېښې له ځایه تېر شوی وم. دا لومړۍ ځل نه و، چې له دې ډول ګواښ سره مخ وم. له څو ورځو راهيسې مې په موبایل کې انټرنېټ نه درلوده،

06.06.2021 اجمل روهي

د ملي ارزښتونو کباړ

ښه مې په یاد دي؛ د ۱۳۷۱ لمریز کال د غوايي د اتمې په ماښام؛ زه د فاتحینو د کاروان په څلورم ډاټسن کې د څو عربو ژورنالستانو سره یو ځای ناست ووم. د نیمګړي مازیګر وړانګو د ماهيپر دنګ غرونه په غیږ کې ټینګ نیولي وو چې موږ پلچرخي ته ورسیدو. د پولیګون د سړي خورو کندو څخه لږ وړاندې، د ښي‌ لاس دیوال ته مې په پام شو. په چڼیدلي خط باندې یوه کرښه لیکل شوي وه: « قشنګ، ارزان، با دوام ». د برغنډ برغنډ سړک بلې غاړې ته یوه غنچه ترهیدلي کابلیان د پلاستیکي ګلانو سره ولاړ وو؛ د هرکلي لاسونه یې ښورول. د مجاهدینو د

04.06.2021 ولي الله ملکزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more