د الریاض له ښار څخه:
که یو څوک د عربي ټاپو وزمې تاریخ مازې د کمزورو لِنزونو په ساده چشمکو مطالعه کړي، نو درې ځانګړتیاوې به یې خامخا سترګې وبریښوي. د جاهلیت په مهال، د بشري ناورین تورې بلا همدلته په شړشمو کمڅۍ غوړولې او د یمن له بلقیس پرته، عربان د هیڅ ډول سیاسي نظام او حکومتدارۍ سره آشنا نه وو. پلار به د شرم له مخې، تازه زیږیدلې ګلالۍ لور پخپلو لاسونو ژوندۍ خښه کړه او جنډه بریتونه به د خرما د سیوري لاندې ویده شو. بیا په همدې شرمیدلي او عیبجن پیر کې، د حجاز د شګلنو دښتو او سپیرو غرونو دننه د حق تعالی یو نالوستې وروستنې استازې د لیک لوست، مدنیت او ټولنیز عدالت له پیغام سره را څرګند شو. پیړۍ لا پوره نه وه چې د حِراء په سمڅې کې د بلې شوې ډیوې رڼا د کاشغر، بخاری، بغداد، قیروان او قرطبې دنګې ماڼې وځلولې. د پارس او روم امپراتورۍ د ستومانې ماضي برخه شوه؛ د فرعونیانو اَهرامونه د عمرو بن العاص آسپ سورو ته سلامي او د اَبو الهَول دِیو صفته مجسمه په ګردونو کې چُپ پاتې شوه.
د اتمې هجري صدۍ له پیله تر دې وروستیو کلونو پورې، د جزیرة العرب زیاتره ولسونه د شیخ الاسلام ابن تیمیه د افکارو او فتواګانو په خم کې رنګ او د هغه د لارې لاروي وو. د عقیدوي مسائلو په رغون کې د هغه هڅې ډیرې اغیزمنې او اړینې وې؛ خو اوسني توند لاري وګړي او اورپکې ډلې د ابن تیمیه فتواوې د خپلو جنګي خوځښتونو د مشروعیت او برائت لپاره دلیل نیسي. له بله پلوه، په دې ټولې مودې کې چې تقریبا شپږ پیړۍ کیږي هرڅه د روایت او تقلید په تله تلل کیدل. د استدلال، اجتهاد او عقلاني ارزونې دروازې همداسې مُهر لاک پاتې وې او د هر ډول نوښت او اصلاح مخه نیول کیدله. ما (ملکزي) په ۱۹۸۶م کې د سعودي له پخواني عمومي مفتي، مرحوم عبدالله بن باز سره په طائف کې ولیدل. هغه مهال نوموړي باور درلود چې ځمکه یوه هواره تخته ده، کروي بڼه نه لري، ثابته ولاړه ده او هیڅ ډول حرکت نه کوي؟ خو د حیرانتیا خبره دا ده چې نن هم د هغه ګڼ شمیر پلویان د دغې نظریې ننګه کوي.
په ۱۷۴۴میلادي کال کې د آل سعود د لومړنۍ واکمنۍ بنسټګر، محمد بن سعود له شیخ محمد بن عبدالوهاب سره د نَجْد په اَلدِرعِیةَ کې د سیاست او دعوت ترمنځ داسې یو تړون لاسلیک کړ چې د ۲۷۹ کلونو له تیریدو سره سره، دمګړۍ پخپل حال پاتې دی. لرغوني آندونه، مذهبي روایتونه او د تَجَدد په وړاندې بې ضرورته اندیښنې؛ مګر د سعودي ۳۶ کلن ځواکمن او زړور ولیعهد شهزاده،‌ محمد بن سلمان آل سعود چې د وزیرانو د شوری رئیس هم دی، داسې جُرئت، ابتکار او چارې پیل کړې چې د چا په تصور او خیال کې هم نه راتللې.
د ۲۰۱۶م کال په اپریل کې یې د ۲۰۳۰م کال لپاره یو ستراتیژیک لرلید (رُؤية / Vision) اعلان کړ چې د غاز او نفتو په ځای د اقتصاد او پرمختګ لپاره نورې متبادلې لارې په ګوته کوي. د نیوم ستره پروژه چې مصر او اردن هم په بر کې نیسي، د دغه پلان مهمه برخه ګڼل کیږي. ابن سلمان وايي چې منځنې ختیځ به نوې اروپا وی. هغه په ۲۰۱۷م کال کې د خپلې شاهي کورنۍ ځینې اغیزمند غړي له ۴۰۰ تنو نورو مهمو شخصیتونو سره د مالي فساد په تور ونیول او د ریاض د رتز كارلټن په هوټل کې یې د جرمانې تر اداء کولو پورې قید وساتل. د مذهبي پولیسو واک یې کم کړ؛ ښځو ته یې د موټر چلولو اجازه ورکړه او د هغوئ د کار حق او فیصدي یې خوندي کړه.
د بهرنۍ پالیسۍ نوی څپرکې یې له ایران، سوریې او کاناډا سره د ډیپلوماټیکو اړیکو په تازه کولو پرانیست. له لویديځې نړۍ سره د اتو لسیزو پوځي، سیاسي او اقتصادي راشه درشه لري، مګر دوه میاشتې وړاندې یې له چین سره اوږد مهالې پروژې لاسلیک کړې او «شي جین پینګ» یې په ریاض کې ډیر ونازولو. سره د دې چې د کرملین سره د اړیکو مزي ښه تاوده دي، خو د همدې میاشتې په ۱۹ تاریخ یې د جدې ښار کې عرب سرټولنې ته د اوکراین ولادیمیر زیلنسکي را وبللو کوم چې د یو خپلواک او متوازن سیاست نماینده ګي کوي. په عین حال کې د لویدیځې نړۍ مهمې رسنۍ، په یمن کې د ایران له پوځي ملاتړ څخه د برخمنو حوثي ملیشو خلاف د بې پایلې اته کلن جنګ خبرونه په غټو عنوانونو سره خپروي چې لا یې د پای څرک نه لګي.
سعودي عربستان چې د نړۍ د شلو سترو اقتصادي هیوادونو (G-20) غړی دی، یواځې تیر کال د آرامکو شرکت یې د تیلو او غازو د صادراتو له وجې ۱۶۱ ملیارده ډالره سوچه ګټه درلودله او هر کال د حج او عمرې له برکته لږ تر لږه ۱۲ ملیارده ډالره عائد ترلاسه کوي. د سعودي خپل نفوس ۲۳ ملیونو ته رسي او په څنګ کې یې ۱۳ ملیونه بهرني کارګر او مسلکي خلک اوسیږي چې څلور ملیونه یې هندیان دي. د سعوديانو د نفوس ۶۶ سلنه ځوانه طبقه ده چې عمرونه یې له ۳۵ کلونو څخه کم دي.
همدا تیره یکشنبه ۳۳ کلنې سعودۍ ستور مزلې، ریانة برناوي د ایلان ماسک په «فالکن نهه» توغندي کې لیرې فضا ته خپل څیړنیز سفر پیل کړ چې د دې کرښو ترلیکلو پورې دغه میرمن لا هم په فضا کې ده. هغه بله ورځ، زه د حضرت پیغمبر (ص) د شنې ګومبزې په څنګ کې د Starbucks دکان ته ننوتم؛ دوه دقیقې وروسته یوې ځوانې سعودۍ راته د کافي ګیلاس مخ ته کیښود چې لا هم اریان دریان یم. همدا شان سعودي ټولواک د دې کال په جنورۍ کې،‌ د افغانستان د نومیالي ادیب او شاعر، ګل پاچا الفت لمسۍ او د اقتصاد پوه ډاکټر عبد الرحمن الفت لور، سارا السید د عربستان د بهرنیو چارو د وزارت معینه وټاکله چې یو بیساری ګام دی.
د عربستان د نوښتونو په دې پراخه بهیر کې، د مکې، مدینې، بدر، احد، طائف او تبوک پیغلې په ډاډه زړونو هر سهار د قلم او کتابچې له کاروان سره غاړه غړۍ ښوونځیو او پوهنځیو ته ځي او مازیګر بیرته کورونو ته راستنیږي. مګر د سپین غر، تور غر، شمشاد، تاترې او سالنګ په لمنو کې میشتې نجونې د (نٓۚ. وَٱلۡقَلَمِ وَمَا يَسۡطُرُونَ) د سفر بیا پیل ته په تمه دي او د امر ثاني د انتظار شیبې د ګوتو په څوکو شماري.
—--------------------------------------------
په مننې سره، ما په دې لنډې څیړنې کې د الریاض، الوطن او الشرق الاوسط له ورځپاڼو، Gulf Business خپرونې او دائرة المعارف څخه استفاده کړیده. که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي چې د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، یوټیوب چینل او لنکډ ان کې ولولي او وګوري.
ادرس یې دا دی: Wali Malakzay