د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش یو ځل بیا د نړیوالوپه نوم نارې ووهلې چې لیوه راغی! نه آمینه محمدی او نه نا لا نصیبه ور باندی خبرې شولې هغوی پوهیږی چې دا شپون تل دروغ وایی! او دا اندېښنې کوم ځای نه نیسی چې په افغانستان کې به نور لېوان ، شغالان ، واړه اوغټ دجزیرو ځناور به څوک وداړی اویا د اولس ډوله غوښه، چرګان او سسۍ وخوری . نړیوال هم پوهیږی چې نوره دالوبه پای ته رسېدلې او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو ترنوم لاندې دفاسدوکسانو نر وی ا وکه ښځه سوءاستفاده ګر هېڅ کومه ګټه نه لری په افغانستان کې اوسنی نظام پوهیږی چې غوا توره اوپۍ یې سپینې دی.
ښاغلي ګوټېریش د سې شنبې په ورځ په دوحه کې وروسته له حلوا اوقطری سوهان اوهاها د افغانستان په اړه مېلمستیا کې بیا نغاره وډبلوه خو داځل نغاره لږ بې خونده او بې وزنه وه یو شمیر اټکلی ، اصلی لوبغاړی ، قطری شیخان ، او نابللی کسان یې دوه ورځنۍ غونډې ته رابللی ول نوموړی په پای کې په یوې خبري غونډه کې په احمقانه ډول او غیر عادلانه توګه داسې تور ولګاوه او تکراری دا سندره و ویله:
"ګډونوال د افغانستان د ثبات په اړه اندېښنې لري او په دې اړه یې جدي اندېښنې شریکې کړي کوم چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د دایمي شتون په اړه دي چې نه یوازې خپله دغه هېواد، بلکه سیمې او نورې نړۍ ته یو ګواښ ګڼل کېږي
خو څه ډول اندېښنې جدی یې بیا کوم ډول دی کومې سیمې اونړی ته دغه لیوان چمتو دی؟ تش ګواښ او که رښتینی؟."
دی زیاتوي چې په میلمستا کې یې پروړه وخوړه، نفس وبا سه خو ستړی دی د نشئي توکو د قاچاقو د خپرېدو خبره هم کوی او له هغې سره تړلو ډرامټیکو پایلو په اړه هم اندېښنې لری سړی سترې واهمې نیولی او دغه ډول هر یو هېواد هم خپله خپله ویره لری اوهر یوه دغه چیغې او نارې وهلی لکه سیمینارو او کنفراسونو کې خوداد ترهګری لومړیتوبونه نه دی چې ناملګرو خپله ملا ورپسې را تړلې یو لومړیتوب هم د بل ارزښت نشي کمولی.
د ولسمشر اشرف غني په وروستۍ دوره کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر او دا مهال د جمهوري غوښتونکو خوځښت ویاند شاه محمود ولې نامعلوم اومجهول خو ځښت هم له کوم سورکی سرراوویست. « وایی چې یو وخت یو میاخیل د کومې کلا دروازه وټکوله دکور خاوند غږ کړ چې څوک یې؟ هغه وویل [ میا یم] دکور خاوند ورته وویل .ګ...... میخوری که میایی! په دې اړه امریکا غږ ډیوې ته وویل خو امریکا غږ له هر زاغ او بودنه سره مرکه کوی. زه حیران دې ته یم چې میا ولی دغه مقام کې کار کاوه؟ راخۍ ددې ماشوم نورې بې ثباته ،کا واکه ، بی ارتباطه خبرې اترې وګورو دی میز ته برګ ناست دی او وایی:
"افغانستان ته زیاتې ترهګرې ډلې بېرته تللي دي[ څه وخت او له کوم ځایه؟]. تاسو پېچلي عملیات ولیدل چې د روس په سفارت وشول، د چینايي کمپنۍ په غړو باندې، همدا ‌ډول د پاکستان په سفارت باندې او نور داسې مغلق عملیات په کابل ښار او نورو ولایتونو کې ترسره شول. دا لړۍ لا نوره هم قوي کېږي او له همدې امله دا یو لوی چېلنج[چلنج لکه څه؟] دی هم د افغانانو لپاره، هم د طالبانو لپاره او هم د سیمې او د نړۍ د هېوادونو لپاره."
ښاغلی میاخېل زیاتوي دا ستونزې ځکه په پراخېدو دي چې طالبانو ونشو کړای چې ملي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي
پخوانی سرپرست وزیرپه خوب کې دی او د جمهوريت غوښتونکو خوځښت ویاند ښاغلی میاخېل دا خبرداری هم ورکوي، چې که یو تفاهم رامنځ ته نشي چې هغه د یو مشروع نظام له لیارې کېږي نو کېدای شي افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ لپاره یو لوی خطر شي. یعنی داسې ښکاری چې میایم دتفاهم له لارې بیا دکوم مقام شوق لری.
د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش د خپلو خبرو په دوام دا هم وویل، چې افغانستان دا مهال په نړۍ کې له ستر اقتصادي‌ ناورین سره مخ دی نو دا خو ښکاره خبره ده یو ماشوم هم ور باندې پوهیږی څلور لسیزی همدې یو ناما دلته لګیا دی دنیا ورته ګوری بشری ناوړین له همدی تاریخ څخه پیل کیږی اصلا دې مصنوعی ملګرو په دې لسو نظامو کې چې راغلل او لاړل څه دول ګلان کرلی چې موږ یې نه پېژنو. داپردی دی دا چېرې ملګری دی داهغه وخت ملګری ول چې عبدالرحمن پژواک د دې سازمان سر منشی توب ل لپاره ځان کاندید کړی وه . له هغه وروسته خود لته ما کوم دېپلومات نه دی لیدلی!!!! دې منشی ته سوچ په کاردی دلته دغه دطاغوتیانوتوپا نونووهلی افغانستان ته خو سازمان ویده وو.ایا هغه دابشری ناوړین او اندېښنه وه چې عام وژ نه یی زموږ فرهنګ شو میاخیل ولی له حقیقت څخه ددفاع وزیر سرپرست په توګه سترګې پتوی. دا مجاهد ولس د میا په ډول ړوند ، کوڼ او ګونګ نه دی. هو زیات شمېر خلک بیوزلی دې هېواد کې حتی ......
"۹۷ فیصده خلک په غریبۍ کې ‌ژوند کوي. د ابادۍ له دریو څخه دوه برخې یعنې ۲۸ میلیونه وګړي سږ کال د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري. شپږ میلیونه ماشومان، ښځې او سړي د ناوړه قحطۍ په څېر حالاتو څخه یوازې یو قدم شاته دي "
دی زیاتوي، له افغانستان سره د بشري غبرګون پلان له مخې چې د ۴.۶ بیلیو نه ډالرو غوښتنه شوې خو یوازې ۲۹۴ میلیونه ډالره چې ۶.۴ فیصده کېږي ترلاسه شوي دي
ښاغلي ګوټېریش وړاندې ویلي، په هغو افغانو مېرمنو باندې بندیز چې له ملګروملتونو او ملي او نړیوالو ان جی اوګانو سره کار کوي د منلو وړ نه دی او له دې سره د خلکو ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کېږي .
ګوټېریش ویلي "مونږ به هېڅکه د ښځو او نجونو په حقونو باندې د سیستماتیکو بریدونو مخې ته غلي پاتې نشو.داګواښ دې جیب کې واچوه مونږ به هرکله په داسې حال کې خبرې کوو تاسې خوهروخت کړی چې په میلیونونو ښځې او نجونې غلې او له نظره لېرې کړای شوي دي.‌دا له بشري حقونو څخه یوه جدي سرغړونه ده."
په واشنګټن ډي سي کې افغان ډېپلوماټ صفي الله دلاور[ خان دلاور خان هم وايي]، د طالبانو لخوا پر ښځو او نجونو باندې روان بندیزونه په هېڅ ډول اسلامي او شرعي اړخ نه لري بلکه یوازې له نړیوالو څخه د باج اخېستلو لپاره دي.
دې لیکنه کې هدف دانه دی چې زه څه وایم او زما شخصی ګټې دی یا یوازې په منفی ګرایی کې له واقعیت څخه سترګې پټول دی دلته دملګرو ملتو عملکرد ، دکړکېچ کورنی اوبهرنی ابعاد، دزعامت تاریخی اهمیت او رسالت د هغو قضایاوو څخه دی چې له هغو سالم برداشت، واقعیت ویل ، دحل مناسبه لاره سیاسی ،ملی او اسلامی اخلاقو ته ژمن پا تې کیدل رامنځ ته کړی . دحیرانتیا خبره ده ملګرو ملتونوتراوسه پورې ز موږ ضرورت ، اهمیت او فرهنګ نه دی پېژندلی.