د samim samim لخوا خپرې شوې لیکنې


مغل خېل او زرغون ښار

مغل خیل: دغه سیمه د لوګر دمحمد اغې لودیځ لورته پرته سیمه ده.څنګه چې له نوم څخه ېې ښکاري داسیمه په ۱۳مه میلادي پیړۍ  کې کله چې دچینګیز لښکرو دافغانستان پر لور لښکر کښي کړې وه، نو په هغه مهال ددغو لښکرو ځینې کورنۍ په همدغه سیمه کې دلنډ وخت لپاره میشته شوي وو،چې وروسته بیا بیرته ستانه شول.خو داسیمه بیا همدغو مغلو کډوالو ته منسوبه شوه.داڅرګنده نه ده، چې دغه مغلي کورنۍ به چیرته تللي وي.خو پ

17.12.2009 samim

لرغونې سيمې (سجاوند - خروار)

سجاوند:دغه سیمه دکابل ګردیز او غزني په منځ او د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې پرته ده.سجاوند دپیړیو پیړیو لپاره لرغونی کولتوري او دتمدن مرکز و.په تاریخي متونو کې هم دغه سیمه کې دیوه ډیر ارزښمن کولتوري مرکز په توګه یاد شوی دی.سجاوند دلوګر هغه لرغونې سیمه ده،چې له غزني سره اداري پوله لري. دسجاوند دسیمې یادونه لرغوني یوناني مشهور جغرافیپوه بطلیموس کړې، چې دلوګر دپیژندلو په اړه ېې په خپلو لیکنو کې ثبت او ظبط کړي دي.(۱۳) تربط

16.12.2009 samim

د لوګر ولايت لرغونې سيمې او مېنې - څرخ

لرغونې سیمې اومېنې:  په دې څیړنه کې دلوګر دلرغونوسیمو دنومونو شالید،تاریخي ارزښت،لرغونوتوکو راسپړل آر سکالوې دي. ددې سیموډیره برخه څیړنه روایتی،فولک ایتمولوجي اوایتمولوجي یا ولسي خبرو اترو پربنسټ ترسره شوي دي،چې په دغه سیمه کې لرغوني سیمې په لاندې ډول دي. څرخ:پښتانه ېې څرخ اوپاړسي ژبي ېې چرخ بولي. داسیمه دلوګر په سویل کې دیوې پرتې ولسوالۍ نوم دی.له څرخ څخه

15.12.2009 samim

Logar Province

Logar Province Executive Summary Logar Province is located in 60 km south of Kabul Province. This is a plain area with irrigated and rainfed agricultural land. The major natural resources of this province are Ainak copper mine and Mohammd Agha mine. Farmers of Logar Province are growing wheat, maize, onion and potato. They also have fruit orchards of grape, apple, apricot, and rainfed almond. And they are selling their pr

03.12.2009 samim

Logar Province

Logar Province Coordinates: 34°00′N 69°12′E / 34.0°N 69.2°E / 34.0; 69.2

03.12.2009 samim

د لوګر ولايت جغرافيوي ځانګړنې

جغرافيوي ځانګړنې:  لوګر دپلازمېنې کابل سویل ختیځ لور ته پرته سیمه ده، چې دجنوب ختیځ دروازه هم بلل کیږي.دغه سیمه تر کال (۱۳۴۳)پورې دکابل ولایت ادارې پورې اړونده وه، خو وروسته له (۱۳۴۳ه)څخه دیوه جلا ولایت په توګه رامنځ ته شو.(۵) لوګر د اداري جوړښت پربنسټ له شبږو ولسوالیو او ۶۵۷کلیو څخه رغیدلی دی.(

02.12.2009 samim

لوګر، لوی غر، لوکرنا او تاريخي شاليد يې

لوګر، لوی غر، لوکرنا  دپیړیوپیړیولرغونی او کولتوري ټاټوبی

02.12.2009 samim

د لوګر سين او د هغه مذهبي تبرك

د لوګر سين او د هغه مذهبي تبرك:د كابل د غرنيو حصارونو په لمنو كې زيات شمېر بودايي آبدات خپاره واره پراته وو.خو د لرغونې كابل آبادي يا لږ تر لږه د (بودايي كابل) يعنې پخوا په هغه ځاى كې پروت نه ؤ چې اوسنى كابل پكې موقعيت لري، بلكې ۷ – ۸ كيلو متره د جنوب ختيز خواته د كمري او چكري په شاوخوا كې پروت ؤ.د خورد كابل تسميه پخپله

01.12.2009 samim

کافرو غونډۍ، هوني سيدان، واغ جان او نور....

كافرو غونډۍ:د بودايي مدنيت او مذهبي مركزونه زياتره د هوارو سيمو په نسبت د تپو او غونډيو په لمنو كې تاسيسيدل، نو د كافرو غونډۍ د نوم د تسميې له مخې دا واقعاً د كافرو غونډى وه او ممكن پخوا دلته بودايي مذهبي مركز موجود ؤ او دا غونډۍ په يو بل نوم مسمى وه، خو كله چې اسلام دلته نفوذ وكړ او بودايي آئين ته يې دلته خاتمه وركړه نو مسلمانانو دې غونډۍ ته د كافرو غونډۍ نوم وركړ.

01.12.2009 samim

پادخواب شانه

پادخواب شانه:په لوګر كې دوه پاد خوابه موجود دي، پادخواب شانه د پاد خواب روغني ختيزې خواته پروت دي.د لرغون پيژندنې د لاس ته راغلو آثارو په شهادت پادخواب شانه د لوګر يوه تاريخي او فرهنګي او يوه زراعتي سيمه ده، لكه چې د پادخواب شانه له زراعتي ځمكو او شاوخوا باغونو څخه د كوشانيانو او غزنويانو زمانې پورې مربوطه مسكوكات موندل شوي دي او ممكن نور هم تر لاسه شي، همدا راز ځينې فلزي مجسمې او فلزي مهرونه او نور آثار هم دلته تر لاسه كېداى شي.پادخواب شان

01.12.2009 samim

ګلنګار، پل علم، بابوس او خم هند

كلنګار او پل علم:دا دواړه ځايونه د لوګر د مهمو محلاتو له جملې څخه دي چې د شرقي طول البلد په ۶۹ درجو، ۵۹ دقيقو او شمالي عرض البلد په ۳۳ درجو، ۲ دقيقو او ۱۸ ثانيو په منځ كې موقعيت لري. كل

30.11.2009 samim

برکي برک او برکي راجان

د بركي برك ښار:د لوګر د لرغونو ښارونو څخه يو هم د بركي برك ښار دي چې د بركي راجان د شمال د ۱۱ كيلو مترو په مسافه موقعيت لري. دا ښار يو وخت د كابل ولايت پورې مربوط د لوګر د لوى حكومت مركز ؤ.بركي برك د ختيز طول البلد په ۶۸ درجو، ۵۸ دقيقو او ۵۲ ثانيو د شمالي عرض البلد په ۳۳ درجو، ۵۷ دقيو او ۵۸ ثانيو په منځ كې پروت دي. د بركي برك ښار، بازار، دولتي ودانۍ او ملكي كورونه لري. دوه جوماتونه هم په دې ښار كې شته دي چې يو يې د قاضي جوما

30.11.2009 samim

د لوګر تاريخي، فرهنګي محلات

د لوګر تاريخي، فرهنګي محلات:سجاوندد لوګر د ډېرو مهمو تاريخي، فرهنګي سيمو څخه يو هم سجاوند دي چې په لرغونو اثارو كې ترې يادونه شوې ده.دا محل د اسلامي دورې په ادبي او تاريخي متنونو كې لكه حدود العالم، د اصطخري المسالك و الممالك او د البيروني په مسعودي قانون كې د (شګاوند)، (سګاوند) او (سكاوند) په نومونو ياد شوي او سجاوند يې معرب ش

25.11.2009 samim

ژوندليک

زه رفيع الله ستانکزی او د انجينر محمد جميل ستانکزي زوی یم، په کال 1986 زېږدي کې د لوګر ولايت، محمدآغې والسوالۍ د مغل خېلو په کلي کې زېږېدلی یم او ښوونيز ژوند مې په کوزې پښتونخوا پېښور کې پيل کړ، چې همهلته د محمديې عالي لېسې څخه فارغ او په کال 2002 زېږدي کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبياتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بريالی شوم او پر کال 2006 زيږدي کې ورنه فارغ شوم. په پوهنتون کې د زده کړيالۍ له مهاله مې له ادبياتو سره مينه وه او وخت ناوخت به مې په ادبي بان

23.11.2009 samim

د لوګر د تسميې وجه

د لوګر د تسميې وجه لكه چې د مخه وويل شو د كابل د شمالي سيمو د كاپيسا، بګرام غوندې لوګر هم د هغه د جنوبي غوندې تاريخي اهميت لري او په زياتو تاريخي آثارو كې ترې يادونې شوي دي.بطليموس او د سكندر نورو مؤرخانو د كابل په حوزه كې نور ډېر ښارونه هم ي

23.11.2009 samim

لوګر

لوګر  (مثلث الشكله سيمه) پخپله لوګر د يو ښار نوم نه دي بلكې زموږ د هېواد د يوې مهمې تاريخي سيمې نوم دی چې په تاريخي اثارو كې ترې زياتې يادونې شوي او ځينې مهم ښارونه او محلات ورته منسوب دي.لوګر د تاريخي، سوق الجيشي، مذهبي، زراعتي، اقتصادي او فرهنګي موقعيت له مخې زيات اهميت درلود.د لوګر موقعيت:

23.11.2009 samim

د عينکو د مسو کان

د عینکو د مسو کان د عینکو د مسو کان د کابل د ښار سویل خوا ته په ۴۵ کیلومتری  د لوګر په ولایت کي پروت دې . دا سیمه د سمندرله سطحې نه ۲۲۳۵ متره لوړه ده په سیمه کې د تودوخې درجه  له +۳۶ څخه تر -۲۸ سانټیګریټ ته رسیږي او د باران کلنې اوریدنه ۲۱۳ ملي متره ته رسیږي. دکابل ښار له مرکز څ

22.11.2009 samim

د لوګر سجاوند يا د پيړيو پيړيو کلتوري ټاټوبی

د لوګر سجاوند يا د پيړيو پيړيو کلتوري ټاټوبی    د کابل ، ګرديز او غزني په منځ کي د سجاوند لرغونې سيمه د پيړيو پيړيو په ترځ کي د کلتور او تمدن د ستر مرکز رول بازي کړي او په تاريخي متونو کي يې د ارزښتمن کلتوري مرکز په توګه د تاريخ پاڼي زريني کړيدي . سجاوند د اوسني لوګر ولايت هغه لرغوني برخه ده چي د غزني ولايت سره اداري پوله لري . د سجاوند لرغوني سيمه په پخوانيو زمانو کي د غزني و

18.11.2009 samim

لوګر (لوكرنا)

لوګر (لوكرنا) د افغانستان تاریخي جغرافیې څرنګوالي کتاب څخه

18.11.2009 samim

خپګان ( خفګان ) څه شى دى ؟

خپګان ( خفګان ) څه شى دى ؟ څوك خپه كېږي او ولې؟ : خپګان يوه داسې ناروغي ده، چې په هغې باندې د اخته كېدو اټكل  پر ټولو يو ډول دى . خپګان زوړ او ځوان، بډايه او بېوزله، لوستى او نالوستى، تور او سپين، ښځه او نر، دينداره او بې دينه نه پېژني او كولاى شي، چې ټول خلك اغېزمن كړي . دغه ډول ناروغي  د ژوند او عمر سره هېڅ تړاو نه لري او ټول زاړه او ځوانان په يو ډول راښكېلوي . تقريبا

18.11.2009 samim

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more