كلنګار او پل علم:
دا دواړه ځايونه د لوګر د مهمو محلاتو له جملې څخه دي چې د شرقي طول البلد په
۶۹ درجو، ۵۹ دقيقو او شمالي عرض البلد په ۳۳ درجو، ۲ دقيقو او ۱۸ ثانيو په منځ كې موقعيت لري.

كلنګار لكه د لغمان د الينګار غوندې يو تاريخي نوم دي او د ننګرهار د نوم د خيړنې په اساس چې (ناګار) يا (نګر) يې كه مد نظر ونيول شي نو دا هم د (ګلن ګار) د وو كلمو څخه مركب دي او لرغوني تاريخي ريښې لري او ممكن د مذهبي سوابقو درلودونكي هم وي.
اما پل علم د خپل جغرافيايي موقعيت په اعتبار چې تقريباً په درې لارې (د غزني، ګرديز او كابل لارو) په منځ كې پروت دي، خورا مهم سوق الجيشي اهميت لري.
پل علم د دې مناسب موقعيت په اعتبار اوس د لوګر د ولايت د مركز مقام تر لاسه كړي دي.
د بابوس كلي او دښته:
د بابوس نوم له دوو كلمو خخه مركب دي (با-بوس) او د بوس كلمه معمولاً زياتره د يوناني نومونو سره نږديوالي لري نو ويل كېداى شي چې دا محل تر اسلام نه د مخه هم موجود ؤ.
خو په يو روايت سره د بابوس نوم يو فيلسوف ته داسې نسبت وركړ شوي دي:
بابوس فيلسوف بن كې هوس ساپيس بن كې مينوس د لوګر ولايت د بابوس د سيمې اوسيدونكي په خټه هوس خيل ګندارى ؤ. نوموړي د لومړۍ هجري پيړۍ د پيل او د اسلام د ظهور په شاوخوا كې ژوند درلود او د خپل وخت يو مشهور قومي محلي امير ګڼل كېده او د علومو په فلسفو كې يې هم پوره لاس درلود. د لوګر ولايت په سيمه كې د ده په نوم يو لوى كلي دي چې هغه د بابوس لوى كلي ياديږي.
د بابوس دښته هم يوه پراخه دښته ده او په دې وروستيو وختو كې به زياتره عسكري تطبيقات پكې اجرا كېدل.

خم هند:
دا د لوګر يوه تارخي سيمه ده چې په خم هندو (د هندو خم) باندې شهرت لري او د كلنګار په ختيز كې پرته ده، د هغه ځاى د اوسيدونكو له قوله هلته زيات مسكوكات تر لاسه شوي دي.
د (هندو) د كلمې په استدلال ممكن دا هم د هندوانو د استوګنې ځاى ؤ.