د samim samim لخوا خپرې شوې لیکنې


ظلم

شعر

17.03.2009 samim

کل نفس ذایقه الموت

کل نفس ذایقه الموت

21.01.2009 samim

اسرائيل د مسلمانانو نفاق زړه ورکړي

اسرائيل د مسلمانانو نفاق زړه ورکړي  Numandost75@yahoo.com ځينې واکمنان ، سياسي او مذهبي مشران چې کله په جذباتو راشي ، هرڅه وايي خو چې دعمل وخت راشي بيا يې هغه جذبه نه وي . د ايران ولسمشر احمدي نژاد هم يو وخت ډېره احساساتي او جذباتي وينا کړې وه ، خو د عمل په وخت کې غلى دى . دغه جناب ويلي و : (( د اسراييل نوم بايد د نړۍ له نخچې پاک شي . )) هغه وخت ددغه شعار اورېدلو ساده زړو خلکو ته دا احساس ورکړ چې ګوندې احم

13.01.2009 samim

نو که ما غواړې غم د مهر وکړه !

  پس له سلامه ددې خط هر توریښه زړه د خلاصه ښه په غور واورهستا چې پرون په جرګه مونږ کره وه مور راغلېهم مازیګر کې دې د پلار سره سپین ګیري د چمشاید چې تا به زه وم پټه ښه لیدلې چرته یا به دې زما د لوی ښایست وي دبدبه تر غوږوهو زه خبره یم چې تا په رومالونو ځینېد بر شهید بابا جنډه ډکه دهپدې هم پویه یم سرزوری ېې د چم ژڼو کېټول بهادر دې بوليخو ما تر اوسه ته لیدلی نه ېېاو وړکتوب مو هم هجرت کې تیر شوخو زه ددې

06.01.2009 samim

څه چل وکه که نه

د ښاغلي حنيف حيران تکيه کلام ( څه چل وکه که

28.12.2008 samim

پښتنې دود

پښتنې دود تاسو تیری مـه کوی ، مــونــږ خــپـلـــواکـــی غــــواړود ازادۍ ســــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړو زاړه واړه او ځــوانــان ، بــه ټـــول فــکـــرونـه وکـړود خــپــل وطــن پــه خــاطــر ، بــه نــوښـــتــونـــه وکـــړوټــول پــه مـــرکــز بــه یــو ، مــونـــږ اتــــــڼــــونــه وکــړود ګــاونـــډی ملــکــــونـــو ، ســـره دوســـتــې غـــواړود ازادۍ ســــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړو د د وستۍ مزی ټیـنګ کـړ

23.12.2008 samim

For export only!

For export only! زموږ هېواد د اوږدې جګړې او بې احساسه مسوولينو له شامته د نړۍ په يوه مصرفي بازار بدل شوى دى ، همدا لامل دى چې ټولې هټۍ په بهرنيو توکو ډکې دي او حتى موږ په خپل زراعتي هېواد کې هم پردۍ تازه ترکاري خورو . له دغو بهرنيو توکو څخه پر ځينو ښکاره ليکل شوي وي for export only! ( يواځې د صادراتو لپاره ) .ځينې خلک وايي چې دا جمله پر هغو شيانو ليکل کېږي چې ، جوړونکى هېواد پرې ټکس ( ماليه ) نه اخلي ترڅو قيمت يې ټيټ وي او په بيرون کې ښه بازار پيداکړي . خو ځينې نور بيا واي

23.12.2008 samim

پوهاند ضمیر ساپی له مونږ څخه جلا شو

د هیواد وتلی  علمي ادبي او سیاسي شخصیت پوهاند ضمیر ساپی  له مونږ څخه جلا شو

23.12.2008 samim

بوش ، وروستۍ نښه نه ده

بوش ، وروستۍ نښه نه ده د تره زوى او د کوچينوالي ملګري مې هميشه په خپل سپي پشيانې زغلولې او له همدې يې خوند اخيست .يوه ورځ زه هم ورسره وم ، سپي پيشو په مخه کړه ، هغه زموږ واړه باغ کې د بکيانډې ونې ته وښته او سپي د ونې له بېخه ورته غپل . د تره زوى مې په پېشو د غولکې ګزارونه وکړل ، هغه ناچاره شوه . لاندې سپي ورته تور او بريښ کو او په ونه کې له کاڼو په امن نه وه . يو ناڅاپه يې را ټوپ کړ ، د سپي پر مخ ونښته ، د هغه مخ يې په وينو سور کړ او بيا سپې د سترګو په رپ کې باغ پرېښود .

21.12.2008 samim

سترګې او ملګرتيا

آيا تاسې د خپلو سترګو ترمنځ په اړيکو پوهېږﺉ، دوی يو ځای رپيږي، يو ځای حرکت کوي، يو ځای ژاړي، يو ځای نور شيان وينی او يو ځای پټېږي، په داسې حال کې چې دوی هېڅکله يو بل نه ويني..... ملګرتيا هم بايد همداسې وي!!! پرته له ملګرو ژوند

04.12.2008 samim

دين نه وسيله مه جوړوئ !

دين نه وسيله مه جوړوئ ! پرون په کابل ښار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو نړيواله ورځ ولمانځل شوه . د دغې ورځې له را رسېدو وړاندې په دې اړه بيلابيل پوسټرونه پر ديوالونو ځړول شوي وو . په پوسټرونو کې د اسلام کلمه ډېره کارول شوې او وينا والو هم په همدې کلمه ټينګار کاوو . زموږ هېواد يو اسلامي هېواد دى ، خو دغلته ډېرې وخت پر اسلام هغه وخت ډېر ټينګار کېږي چې کله يې ورته اړتيا وليدل شي او په واقعيت کې له اسلام څخه د يوې وسيلې په توګه کار اخستل کېږي . دغه راز ډې

26.11.2008 samim

ولسمشر څوک ټاکي ؟

ولسمشر څوک ټاکي ؟ يو وخت له يوه تعويذ ليکونکي سره ناست وم ، يو سړى ورته راغى، له خپلې ميرمنې يې سر ټکاوه او ويل يې چې کور کې غلا کوي او بيا قانع کېږي هم نه . تعويذ ليکونکي وپوښتل : د غرڅې ( آهو ) پوستکى پيدا کوى شي ؟ هغه ځواب ورکړ : پيدا به يې کړم خو ژر نه . تعويذ ليکونکي وويل : اوس رخصت يې او هر وخت چې دې پوستکى پيدا کړ راشه . چې څنګه سړى ووت ، ترې وه مې پوښتل : اغا صاحب ! د غرڅې په پوستکي څه کوې ؟ اغا صيب ، يو ژيړ کتاب را مخ ته کړ ، ګوته يې په ژبه

20.11.2008 samim

د ارواوو ننواتې

د ډبرپېر وحشت بلهارو ته:                             پوهانددوکتورم.ا.زيار

16.11.2008 samim

هلمندى قاضي

هلمندى قاضي اصلي نوم يې رانه هېر شوى خو دومره مې په ياد دي، چې دغه قاضى صاحب د هلمند و . هغه له ګڼې اوږدې ږيرې سره اوږدې څڼې هم لرلې، د طالبانو په وروستيو کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې په دنده ګومارل شوى و . هغه مهال لارې ډېرې خرابې وې، تر سروبي پورې چې له کابل ښاره شاوخوا ٧٥ کيلومترۍ واټن لري، لږ تر لږده د يوه تېز رفتاره موټر لپاره درې ساعته په کار وو . خو قاضي صاحب به هر سهار وختې پاڅېده ، له دوه نورو طالبانو سره په خپله زړه کرولا کې وظيفې ته او مازيګر قضا به بېرته

13.11.2008 samim

يخه خولګۍ

د لبو جام سړي ته خوب ورولي

12.11.2008 samim

د لیک لوست ژبه

د لیک لوست ژبه د غــږ د ژبــې نــه ، د لـــیـــک ژبـــه پـــخــه دهد لـیــکـــوالانـــو د خــــولــی وتــی دا قـیـصـه ده چــا چــې لیــکلــي کـتـابـــونـــه ، ژونــــدي بــــه ويد ولس زړه کې به تـل پـاتـی ، خـونـدي بـه ويدا ئــې خــپــل قـام تـــه پــریښودلی خــزانــه دهد لـیــکـــوالانـــو د خــــولــی وتــی دا قـیـصـه ده لیک دی ژوندی ساتي دونیا کې ، ژوندی به ئېتــاریـخ به ویـاړی په تـا ګــوره هـر ځـای بـه ئــېمــعــنــوی پــانــګــه ده چــې قـ

03.11.2008 samim

مينه راوبلی او مينې ته ځای ورکړی

مينه راوبلی او مينې ته ځای ورکړﺉ

03.11.2008 samim

بختور

بختور په هغه ورځ تابه وې په ا مبو لانسونو کې هم زړونه پيدا شوي وو ، په خپلو چيغو يې د وزير اکبر خان روغتون ودانۍ ښوروله او په با مونويې لکه د ټپيانو وينې سرې رڼا ګانې تا وېدلې، امبولانسونه پوره لالهانده وو، شيبه په شيبه دروغتون مخ ته درېدل او په وينو ککړ بدنونه ترې را ښکته کېدل .په هغه ورځ له سرونو تور پاچ لنګوټي غورځېدلي وو او د سرونو په ځاى ؛ له پښو ، لاسونو ، ملاګانو او زنو راتاوو ، وو.د زګيرويو غږونه به تيز شول او بيا به يو دم د شهادت د کلمې غږ تر نيما يي وا ورېدل شو

02.11.2008 samim

سزا

که مې تاته د سزا درکولو وړتيا درلودای

28.10.2008 samim

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more