هلمندى قاضي
اصلي نوم يې رانه هېر شوى خو دومره مې په ياد دي، چې دغه قاضى صاحب د هلمند و .
هغه له ګڼې اوږدې ږيرې سره اوږدې څڼې هم لرلې، د طالبانو په وروستيو کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې په دنده ګومارل شوى و .
هغه مهال لارې ډېرې خرابې وې، تر سروبي پورې چې له کابل ښاره شاوخوا ٧٥ کيلومترۍ واټن لري، لږ تر لږده د يوه تېز رفتاره موټر لپاره درې ساعته په کار وو .
خو قاضي صاحب به هر سهار وختې پاڅېده ، له دوه نورو طالبانو سره په خپله زړه کرولا کې وظيفې ته او مازيګر قضا به بېرته خپل اتاق ته راغى .
هلمندى مولوى صاحب د کابل په قلعه فتح الله کې په يوه دوه پوړيزه ژيړ رنګه ( تحت تامين ) کور کې ، چې خداى خبرد چا به و؟ له څو نورو طالبانو سره اوسېده .
مولوي صاحب کوژده کړې وه ، خو په دوه کاله دنده کې يې د واده پيسې نه وې برابرې کړې .
هغه مهال د نن په څېر نه و ، چې په څو مياشتو کې دده په څېر يو ستر سړى دتعمير او شتمنيو څښتن شي .
مولوي صاحب ،که څه هم نابلدو کسانو ته سر ناخلاصى ښکاريده خو په تول پوره انسان و .
هغه وخت خلک له طالبانو نه وېرېدل ، د ډېرو کسانو ورسره راشه درشه وه او ده هم ورته پوره درناوى درلود.
يو مازيګر قضايى کورته ( چې دوى اتاق باله ) لاړم ، اوږدې څڼې يې پر اوږو پرتې وې په يوه لاس کې يې نيم پياز او بل کې يې وړه چاړه نيولې وه ، چاړه په پياز کې ښخه وه او تريخوالي يې د مولوي صاحب له سترګو اوښکې بهولې .
هغه وخت بډې خوړل يو لوى عذاب ښکارېده ، چا ورته په اسانه زړه نه ښه کو او هضم هم يې هم د نن په څېر د حلوا د خوږې مړۍ غوندې نه و .
نو همدا لامل و چې ډېرو لويو کسانو هم عادي ژوند درلود .
چې څنګه يې راپام شو ، سرې سترګې يې راواړولې : خداى دې راوله ، يواځې يم پټاټې به په ګډه سره وخورو .
ماښام لمانځه نه وروسته څو نور طالبان هم را پيدا شول او بيا په ګډه ډوډۍ ته سره کيناستو .
مولوي صاحب غږ کړ : الوکانو ! پټاټې مو خوشې دي ؟ زما اعاشه خو د موټر تيل هم نه پوره کوي ، خوا به نه بدوئ .
هلمندى قاضي صاحب چې طالبانو ورته مولوي صاحب وايه ، څو دقيقې موږ سره ناست و او بيا بلې خونې ته لاړ .
پنډ دوسيې يې مخ ته وغوړولې او بيا تر نيمې شپې پرې چاپير و .
د امريکا د ګواښونو پر ضد د ملا محمد عمر راډيوي بيان مو هم د همده په خونه کې له راډيو واوريد او بيا مو سره ونه ليدل .
وخت تېر شوى و ، دا مهال په هواکې ځاى – ځاى ، ب ٥٢ الوتکې ګرځېدې ، طالبانوکابل پرې ايښى و ، کابل ښاريانو په ګودامونو چور ګډ کړى و ، د شمالي ټلوالې کسان لکه د نړيوالې جګړې فاتحان سرې سترګې ګرځېدل ، ځينو دوکاندارانو هم له سره برګ دسمالونه تاوکړي وو او په غور او فش کې وو .
د درېيمو مکرويانو په څلور لاري کې ( چې اوس ورته د شهيدعبدالحق چهار راهي وايي ) ولاړ وم .
د خپلسرو وسلوالو ننداره مې کوله چې دولتي موټرو کې ښکته او پورته کېدل .
يو نا څاپه،يوه بې باډۍ ډاډسن راغله په ليدلو مې سر وچورليد نږدې و چې د سړک په منځ کې ولويږم .
په موټر کې يو تن چې اوږده ږيره او تورې څڼې يې پر اوږو پرتې وې ، لاس تړلى ولاړ و ، شاخواو ترې نور وسلوال راتاو و، ډېرې مې ورپسې سترګې وځغلولې دهغه څڼې باد رپولې او ډېر ژر له سترګو پناه شو .
له هغه وخته دادى شاوخوا اوه کاله پوره شول ، خو هغه حالت راته اوس هم ياديږي او اوس هم شکى يم چې دا به هماغه هلمندى قاضي صاحب و او که بل څوک ؟؟
محمد نعمان دوست ، کابل
د لړم ٢٣مه
تبصرې ازادې دي .