د لبو جام سړي ته خوب ورولي
سرې ماښام سړي ته خوب ورولي
ځينې غزلې زړه ته لارې کوي
ځينې الهام سړي ته خوب ورولي
ګلابي شونډې خوبولې سترګې
ګوره مدام سړي ته خوب ورولي
دې غنمرنګ ښکلي ته مه ګورﺉ ډېر
دغه ګلفام سړي ته خوب ورولي
يخه خولګۍ د اوړي سره غرمه کې
ما غوندې خام سړي ته خوب ورولي
شېخ په خبرو کې راودانګلې
ويلې نه، عام سړي ته خوب ورولي
د کابل ښار دا نازولې انجونه
په تش سلام سړي ته خوب ورولي
03.11.2008
- samim
د لیک لوست ژبه
د غــږ د ژبــې نــه ، د لـــیـــک ژبـــه پـــخــه دهد لـیــکـــوالانـــو د خــــولــی وتــی دا قـیـصـه ده
چــا چــې لیــکلــي کـتـابـــونـــه ، ژونــــدي بــــه ويد ولس زړه کې به تـل پـاتـی ، خـونـدي بـه ويدا ئــې خــپــل قـام تـــه پــریښودلی خــزانــه دهد لـیــکـــوالانـــو د خــــولــی وتــی دا قـیـصـه ده
لیک دی ژوندی ساتي دونیا کې ، ژوندی به ئېتــاریـخ به ویـاړی په تـا ګــوره هـر ځـای بـه ئــېمــعــنــوی پــانــګــه ده چــې قـ...
13.11.2008
- samim
هلمندى قاضي
اصلي نوم يې رانه هېر شوى خو دومره مې په ياد دي، چې دغه قاضى صاحب د هلمند و . هغه له ګڼې اوږدې ږيرې سره اوږدې څڼې هم لرلې، د طالبانو په وروستيو کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې په دنده ګومارل شوى و . هغه مهال لارې ډېرې خرابې وې، تر سروبي پورې چې له کابل ښاره شاوخوا ٧٥ کيلومترۍ واټن لري، لږ تر لږده د يوه تېز رفتاره موټر لپاره درې ساعته په کار وو .
خو قاضي صاحب به هر سهار وختې پاڅېده ، له دوه نورو طالبانو سره په خپله زړه کرولا کې وظيفې ته او مازيګر قضا به بېرته...