د ډبرپېر وحشت بلهارو ته:                             پوهانددوکتورم.ا.زيار

                                   اکسفورډ،11-11-08                

    د ارواوو ننواتې     

له هماغه خونړي او بوږنوړي شومه دمه

چې څيرونکو وينې څښونکو شرمښانو،

د تيارو او تورتمونو د تورزړو ګروهمنانو 

وينې څښلي د غرڅانو، غزالانو.

                      #

لا تراوسه هلته لرې،

 دکنډر کنډر کورونو او کلاوو نه

                             وراخوا،

د سپېرو رغځيو پای ته

د تور غره پر هسکه ډډه غځېدلې

هديره کې د ميوند د شهيدانو پر قبرونو،

له تياره توره ماښامه،

د سپېڅلي سباوون تر سپېده داغه

 درسته شپه ډيوې بلېږي

 تتې تتې او نيمزالې.

     #

پريوځای سره راټولې څو ارواوې،

                                      =لولنګرې نا اشناوې=

چوپه خوله ګډې پر وير او ننواتو،

ښوروي زړې جنډې

          راننګوي د تېرو هېرو اتلانو،

د ملالې او ايوب د جنګيالو پاکې ارواوې.

                        #

ګوندې زور يې پر هغو لېوانو برشي

او وروژغوري ترې هغه

 نيم شپېللي پرې سرونه

چې يې يوسي د سبا نارنجيستان ته،

تر هماغه ويرژړلي الينګاره

چې لاسترګې دي پر لار ورته تنې د سر پرېکړو،

   =د کار زيار د رزمياليو=

د نامرادو، ارمانژلو،

د بلهارو، سور کفنو شازلميو!!؟

 

 

 

 

.