د samim samim لخوا خپرې شوې لیکنې


په لوګر کې د بودايي دورې خورا مهم لرغوني اثار وموندل شول

په لوګر کې د بودايي دورې خورا مهم لرغوني اثار وموندل شول افغان مقاماتو نن وویل چې لرغونپوهانود کابل په جنوب کې د بودايي دورې ډېر مهم اثار موندلي دي.د دې دورې تر ټولو لویې مجسمې ،چې په بامیان کې وې، وسله والو طالبانو د ځینو افغانانوپه ادعا د پاکستان د آی ایس آی او د اسامه بن لادن په غوښتنه د خپلې واکمنۍ په دوره کې ویجاړې کړې.د افغانستان د لرغونپوهنې د ادارې د مشرمحمدنادر رسولي په وینا د بودايي دورې په دې نویو کشف شویو اثارو کې یوه ګومبزه،معبدونه، ښکلې خونې،لویې او

18.08.2010 samim

درواغ او رښتيا

يوه ورځ دروغو رښتیا ته وویل: غواړې سيند ته و لاړ شو او ولامبو، رښتيا په خپلې سادګۍ سره د دروغو بلنه ومنله او دواړه د سيند غاړې ته ولاړل، کله چې د سيند غاړې ته ورسېدل، نو رښتیا خپلې جامې ووېستې... او دوکه باز يا چل کوونکي دروغو ورنه هغه جامې واخیستې او خپله یې واغوستې او ورنه و لاړ، له هماغې ورځې رښتیا تل لوڅ يا بربنډ او سخت وي، خو دروغ د رښتیا په جامو کې پوښلي دي.

10.07.2010 samim

ستانکزي او ستانېزي

ستانکزي او ستانېزي دکتور لطيف ياد - استر اليا که چيرې دستا نکز يو دقبيلې دنسب ونه يا شجره په غور سره و څېړو نو جو ته به شي چې دغه قبېله له اره غلجي پښتا نه دي او په احمد زيوچې د پښتنو خورا ستره او پياوړې قبېله ده ور ګډيږي٠ ددغې قبيلې خلک زيا تره خلک د لو ګر او ننګر هار په ولا يتو نو کې مېشته دي٠(١) ستا نکزي هم دنورو پښتنو په

07.07.2010 samim

پښتون رواج او پښتنه پېغله

پښتون رواج او پښتنه پېغله پلار مې د غرورپه نيلــي ســـپور و ځان يې نه ليدو دنګ و په خپل ځـــان کې مـــقابل انســان يې نه ليدو نيـــغ به يې اســـمان ته کتل ټيټ جهــــان يې نه ليدو پوره غره په ځان و خود لوى خداى شان يې نه ليدو پاڅيــــدو پـه نـه خـــــبره خــــرپ ســـړى يې ووژه اور شــــو د غضــب ته وا هــــوسـۍ بچى يې ووژه خدايزده چې د چا د قسمت شـــين بنــګړى يې ووژه قتــــل سره جــــ

24.06.2010 samim

د جنت لټون

د جنت لټون زه د جنت په لټه تر کومو کومو ولاړم چېرته مې څه او چېرته څه وکړل له چا مې مينه چاته مينه ورکړه خو بېرته نهیلی او ستومانه راغلم ځکه جنت مې هاخوا دېخوا ونه موند یو کتابګوټی مې راواخیست د لوستلو په پار

14.06.2010 samim

د مينې نوې لوبه

د مينې نوې لوبه نوې لوبه مې زده کړه غوښتل مې دا په زبات ورسوم، چې کولای شم ستا په اړه هېڅ فکر ونه کړم سپينه پاڼه مې راواخیسته ... نو داسې وپتېيل شوه، هرځلې چې ستا په اړه فکر کوم، يوه آسماني رنګه شنه نښه به پر سپينې پاڼې کښم او هر وخت چې ستا فکر ما پرېږدي، نو نښه به په سور رنګ ږدم اوس مې، چې د شنه رنګ ټول قلمونه ختم شول او د سور رنګ قلمونه مې بې ګټې پاتې شول زه او د شنه رنګ نښې پاتې شوې

02.06.2010 samim

لوګرۍ موسيقي

لوګرۍ موسيقي  ليکوال: عبدالرحمن حبيبزوی په کټ کې پروت یمه رنځور شاه خوبانه یو ځل په ماسه مهربانه راوړه ملهم د لبو ♦♦♦♦ ستا په فرقت کې همیش سوی په انګاریمه جانانه راسه ډیر نا کرار یمه ښکلې دلبر مې ته ېې د زړګي سر مې ته ېې بې له تا یاره له ژوندون  څخه بیزار یمه ډیر نا کرار یمه استاد دوری  لوګری سريزه: موسی

01.06.2010 samim

موږک شېر

موږک شېرد لـوی ښار څخه دبـــــانـــــــدې يــــــــــــــو دره وه جوړه کړې يـــــــــــــوه شيخ پــکښې دېــــــــره وه پر سجده به خدای ته پروت و په خواستونـــــو ټـــــــولې شپې يې تــــــېرولې پـــــــه نــفلونــــــــو که هر څو د ښار پـــــر خلکو بــــــانـــــدې ګران و دی د خلکو را ګـــــــوښه پـــــــــــه غم د ځـــــان و د وولس مياشتې بــــه يې تــــل روژې نيــــــولې يــــــــوه ورځ يې چا ډوډۍ نـــــــــــــه

13.05.2010 samim

غزل

باغ کښې سره ګلونه داستامخ ته شرمسارشولڅاڅکی دخنداچې ستاپه شونډ وباند ې بارشولشين چمن مليا رميو ې او ونې ئې لا څه کو ېوچ لرګي ديوال هم ستاښکلاباند ې ا قرارشول ستاوښه راغلاست ته هرلمرګلی په تعظیم ولاړبيرته بد ر ګې ته بلبلا ن د با غ تيا ر شو لنشته د ه ساقي د ميخا نې د رو ا ز ه بند ه د هډ کو ميکد و ته شرا بيا ن پا تې خما ر شو لتکه توره شپه سوه سپينه خوله دې رانه ورکه سوهستادتوروزلفو څو تا ر و نه پر ې قطا ر شو لز ه لکه يو غل ستا تر پا لنګ

02.05.2010 samim

د لوګر ولايت د قومونو د اتحاد شورا جوړه شوه

د لوګر ولايت د قومونو د اتحاد شورا جوړه شوه د ثور په لسمه نيټه سهار مهال د يوې لويې او درنې غونډې په ترڅ کې په خوست کې د اوسيدونکو لوګريانو د قومونو د اتحاد شورا پرانستل شوه.د پرانيستې په نوموړيو مراسمو کې د لوګر ولايت د بيلابيلو قومونو د لسګونو مشرانو، دينې عالمانو او اوسيدونکو سربيره پکې د خوست ولايتي شورا وکيلانو، د مدني ټولنې د نهادونو استازيو، د بيلابيلو رسنيو خبريالانو او حکومتي مامورينو برخه اخيستې وه.

02.05.2010 samim

بې له تا ژوند نه تېرېږي!

بې له تا ژوند نه تېرېږي! د ستورو ننداره وکړه، چې شپه یې رڼه کړې. بې له تا زما شپه بې له ستورو ده. لمر ته وګوره، چې د تيارو د رڼولو په پار روڼ شوی بې له تا زما ورځ لمر نه لري. چمنونو او ښکلاوو ته نظر وکړه بې له تا زما ژوند له چمن او زرغونتيا خالی دی.

28.03.2010 samim

يوازې تاته!

يوازې تاته! يوازې تاته يې ليکم هغه دا چې د زړه په هر ګوټ کې مې ستا نوم ليکلی تا ته ستا د کليزې مبارکي په داسې حالت کې درکوم، چې د زړه د کتاب په هره پاڼه مې ستا نوم  ليک شوی او په هره ساه کې مې شريکه شوې يې. ښايي باور ونه کړې: داسې يو څوک به وي، چې له ځانه دې هم ډېره  غواړي هو داسې څوک شته او په ډېر وياړ يې و ايم هماغه زه يم راځه چې

24.03.2010 samim

زما او ستا نېکمرغه ورځ

زما او ستا نېکمرغه ورځ نن ستا د پيدايښت او زما د ژوند تر ټولو غوره ورځ ده ستا موسکا زما د ژوندانه تر ټولو خوښوونکې شېبه ده او څومره ښه، چې خدای تعالی ستا په څېر پرښته زما لپاره په دې ورځ پيدا کړې. او رښتیا هم چې زه یې بايد منندوی اوسم او د عمر تر پايه یې ستاينه وکړم.   

17.03.2010 samim

ښځه

ښځه مونږ هميشه ښځې ته د خپل شهوت له دروازې کتلي مونږ هميشه ښځه د نارينه د څو شيبو د خوشالۍ لپاره يوه اله ګڼلې مونږ هميشه ښځه په مقابل کې د ځاند بې ارزښته مات خاورين لوښې نه ټيټه ګڼواو داسې نور درواخلهخو مونږ هيڅکلهد انسانيت ددغې نيمې نړۍ معنوي اړخ ته قايل شوي نه يومونږ ښځه تلدمور خور لور او د ميرمنې په نوم ياده کړېبس له ادمه تر دې دمه پورېددې شعار

08.03.2010 samim

کرکټ ډلې ته د کاروان غزل (ډالۍ)

مل يې شه مولا چې بريمنه لاره ووهي (( دا ماشوم د يوې شپې ، سل کلنه لاره ووهي ))  ځوان دې شي ، جانان دې شي ، د ټولو قهرمان دې شي مشک يې شه خولې چې تر ختنه لاره ووهي  هر څو که پښې يبلې دی پڼې يې د دعا په پښو باغ ته د ګلونو به اغزنه لاره ووهي  ګل به د بري د خپل وطن پر جنډه وګنډي تار د ارادې سره چې ستنه لاره ووهي

04.03.2010 samim

موږ په خپل شر او خير نه پوهېږو!

يوې مرغۍ خدای(ج) ته وویلې: يوه وړوکې ځاله مې د ستړياوو د رفع کولو، د يوازېتوب د تېرولو، د ځان ساتنې او آرام کولو لپاره درلوده، خو ستا طوفان هغه راڅخه واخيسته! آيا زما هغې وړې ځالې ستا د سترې نړۍ کومه برخه نيولې وه؟ خدای (ج) ورته وویل: يو مار ستا د ځالې خواته در روان و، ته ويده وې، باد ته مې وويلې، چې ستا ځاله رانسکوره کړي او هغه وخت ته له خپلې ځالې والوتې او ولاړې!!! څه بلاوې مې ستا له سره لرې کړې، خوته پوه نه شوې او زما سره دې دښمني پيل کړه!

23.02.2010 samim

دلوگرولايت د برکی برک د ولسوالی جغرافيې ته يوه کتنه

دلوگرولایت د برکی برک د ولسوالی جغرافيې ته یوه کتنه عمومیات: دبرکی برک ولسوالی دافغانستان دجغرافیائی دمهموسمیو څخه  ده چه دلوگر د ولایت په  لویدیځه برخه کی پرته ده . دغه ولسوالی ۱۳۴۹ هجری  شمسی کال له تشکیلات څخه  وړاندی  دلوګر دولایت مرکز ګنل کیده او د 1350 هجری شمسی کال څخه وروسته دلوگرمرکزپل علم انتخاب شو. ښه کڼم  چی  تر تولو دمخه  دلوگر ولایت تاریخی جغرافیا اوتسمیه وجه

21.02.2010 samim

ځواني مرګه زرلښته

ځواني مرګه زرلښته   دا يورښتينی کيسه مې ديومور نه چې دهغې يادونه به تل راسره ژوندې وي اوريدلې ده مينه اخلاص اومحبت دد وه زړونو پيوندونه دي اوريدلې مې ده چې کلونه مخکې دکلی ښايسته طالب العلم ځوان حکيم چې ښاسته قواره دنګ ونه خرمايي سترګې درلودې هغه وخت په زرلښته زړه وبايلله کله چې د زرلښتۍ کشرې خورګلښته دنرې رنځ نه په ځوانې کې مړه شوه کلښته رښتيا هم چې دګلوڅانګه وه خو دمرګ څپيړه بی وخت دهغې پر مخ ولګيدو

10.02.2010 samim

نحوي برخه

پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار - نحوه(syntax) له اَره د فقرو او جملو( غونډو او غونډلو) له جوړښت او اوډون(ترتيب) څخه غږېږي، له همدې کبله ورته په نوې پښتو نومونپوهنه (ترمينالوجۍ) کې جمله پوهه يا غونډله پوهه وايي. 2- پښتو غونډله(جمله(sentence) له دوو غونډو(فقروphrases) څخه جوړېږي: مبتدا(subject or nominal phrase)اوخبر(object or verbal phrase). په مبتدا کې فاعل يايې ځايناستی( نايب فاعل) راځي او په خبرکې مفعول او فعل، لکه:

24.01.2010 samim

ګړپوهيزه)صرفي(morphological برخه

پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار ګړپوهه يا صرف(morphology) د نومونو او فعلونو له اوړون(ګردان) سره تړاو لري. له دې پلوه د يوې يوازېنۍ کره يا معياري پښتو پر وړاندې ګړنۍ يا ګړدودي پښتو بې کچه توپيرونه لري او په دې توګه ډېرليکوال، او رسنوال (ژورنالېستان)، په تېره خبريالان او وياندان له بېلابېلو ګړدودي وارينټونو سره خورا زياته ژبنۍ ګډوډي(انارشي) رامنځته کوي. 1 ـ نوم اوړون يااسمي ګردان(nominal flection) 1) نومونه څلور ډوله يا

24.01.2010 samim

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more