پښتون رواج او پښتنه پېغله

پلار مې د غرورپه نيلــي ســـپور و ځان يې نه ليدو
دنګ و په خپل ځـــان کې مـــقابل انســان يې نه ليدو
نيـــغ به يې اســـمان ته کتل ټيټ جهــــان يې نه ليدو
پوره غره په ځان و خود لوى خداى شان يې نه ليدو

پاڅيــــدو پـه نـه خـــــبره خــــرپ ســـړى يې ووژه
اور شــــو د غضــب ته وا هــــوسـۍ بچى يې ووژه
خدايزده چې د چا د قسمت شـــين بنــګړى يې ووژه
قتــــل سره جــــوخت د يوه ژوند ســـپرلى يې ووژه

تيرې اوه ورځې نــه وې لــــربر خـــانان جمع شول
ښې سترې حجرې ته بډاګان او ځــــوانان جمع شول
سپين پټکي په ســـــر و طالبــان مـــلايان جمع شول
غبرګ غويان حلال شــول ولسي ملکان جمـع شول

جوړې ننــواتې شـــوې جــرګې چې تـړون وغوښتو
قتل او پـــه بـــدو يې د ښــو پيــــوســــتون وغوښتو
زه يې په ژړا ورکـــړم له مــا يې ســـکون وغوښتو
زما دروح په مرګ يې زما پلارته ژوندون وغوښتو

زما انســـاني حق زما د پلار دغـــو کړو وړو يوړو
خوږ نعمـــت ارام د ژوند ، لمبـــو يــوړو لمبو يوړو
شرنګ مې د ځوانۍ د غــم خنجر د غم چــاړو يوړو
ها ګلابي رنګ مې زيــړ په رنځ شـــو انديښنو يوړو

زه د ژونــــد په پښـــو کې لکــــه مــــاته اينئـه پيغله
زه د زمـــانـــو د درد په خټـــو کـــــې پـــــرته پيغله
زه له خنــــدا لـرې په ژړا ويـــر کې راشـــــنه پيغله
زه د بـــد رواج غشـــــــو خـــــوړلې پښتـــــنه پيغله

 

 

سپوږمۍ افغان