ښځه
مونږ هميشه ښځې ته
د خپل شهوت له دروازې کتلي
مونږ هميشه ښځه
د نارينه د څو شيبو د خوشالۍ لپاره
يوه اله ګڼلې
مونږ هميشه ښځه
په مقابل کې د ځان
د بې ارزښته مات خاورين لوښې نه ټيټه ګڼو
او داسې نور درواخله
خو مونږ هيڅکله
د انسانيت ددغې نيمې نړۍ
معنوي اړخ ته قايل شوي نه يو
مونږ ښځه تل
دمور خور لور او د ميرمنې په نوم ياده کړې
بس له ادمه تر دې دمه پورې
ددې شعار سيوري ته ژوند تيره وو
هغه رښتونى حق چې ښځې ته اسلام او انسانيت ورکړې
مونږ د غرور ګونډې وهلې پرې
او پټ يې ساتو
ځکه که دا حق ورکړو
نو بيا خو دې نړۍ کې
مونږ بې غيرته او کچه خلک يو
سيدجيلاني جلان
04.03.2010
- samim
مل يې شه مولا چې بريمنه لاره ووهي
(( دا ماشوم د يوې شپې ، سل کلنه لاره ووهي ))
ځوان دې شي ، جانان دې شي ، د ټولو قهرمان دې شي
مشک يې شه خولې چې تر ختنه لاره ووهي
هر څو که پښې يبلې دی پڼې يې د دعا په پښو
باغ ته د ګلونو به اغزنه لاره ووهي
ګل به د بري د خپل وطن پر جنډه وګنډي
تار د ارادې سره چې ستنه لاره ووهي...
17.03.2010
- samim
زما او ستا نېکمرغه ورځ
نن ستا د پيدايښت او زما د ژوند تر ټولو غوره ورځ ده
ستا موسکا زما د ژوندانه تر ټولو خوښوونکې شېبه ده
او څومره ښه، چې خدای تعالی ستا په څېر پرښته زما لپاره په دې ورځ پيدا کړې.
او رښتیا هم چې زه یې بايد منندوی اوسم
او د عمر تر پايه یې ستاينه وکړم.
...