مل يې شه مولا چې بريمنه لاره ووهي

(( دا ماشوم د يوې شپې ، سل کلنه لاره ووهي ))

 ځوان دې شي ، جانان دې شي ، د ټولو قهرمان دې شي

مشک يې شه خولې چې تر ختنه لاره ووهي

 هر څو که پښې يبلې دی پڼې يې د دعا په پښو

باغ ته د ګلونو به اغزنه لاره ووهي

 ګل به د بري د خپل وطن پر جنډه وګنډي

تار د ارادې سره چې ستنه لاره ووهي

 بار د پردي جنګ يې که له خپلو اوږو لرې کړ

جوړ به شي وطن ژر به تبجنه لاره ووهي

پير محمد کاروان