يوه ورځ دروغو رښتیا ته وویل: غواړې سيند ته و لاړ شو او ولامبو، رښتيا په خپلې سادګۍ سره د دروغو بلنه ومنله او دواړه د سيند غاړې ته ولاړل، کله چې د سيند غاړې ته ورسېدل، نو رښتیا خپلې جامې ووېستې... او دوکه باز يا چل کوونکي دروغو ورنه هغه جامې واخیستې او خپله یې واغوستې او ورنه و لاړ، له هماغې ورځې رښتیا تل لوڅ يا بربنډ او سخت وي، خو دروغ د رښتیا په جامو کې پوښلي دي.