کل نفس ذایقه الموت

 

د ارواښاد عبدالستار ستانکزي اروا ته د لوی رب نه د فردوس جنت  او پاتې شونو ته یې د جميل صبر غوښتنه کوم،  الله دې هغوی نور له داسې ويره وساتي، تر ټولو يې ښه داده، چې ارواښاد عبدالستار ستانکزي له ځانه ښې خاطرې، خپلې کورنۍ، قوم او خپلوانو ته پريښي، چې ان شاالله ټول به ورته د لوی څښتن دربار د دعا لپاره لاسونه لپه کوي او اروا به يې ښاده غواړي.

 

زه هم په خپل وار د ارواښاد له درنې کورنۍ او بهرمېشتي عبدالقدير شور سره د وير په دې ټغر ځان شريک بولم او د نورو ويرونو څخه يې د خلاصون او ارواښاد او کورنۍ ته یې د فردوس جنت لپاره د سپېڅلي څښتن دربار ته لاسونه لپه کوم.

 

په ډېر درنښت

رفيع الله ستانکزی