مغل خیل:

دغه سیمه د لوګر دمحمد اغې لودیځ لورته پرته سیمه ده.څنګه چې له نوم څخه ېې ښکاري داسیمه په ۱۳مه میلادي پیړۍ  کې کله چې دچینګیز لښکرو دافغانستان پر لور لښکر کښي کړې وه، نو په هغه مهال ددغو لښکرو ځینې کورنۍ په همدغه سیمه کې دلنډ وخت لپاره میشته شوي وو،چې وروسته بیا بیرته ستانه شول.خو داسیمه بیا همدغو مغلو کډوالو ته منسوبه شوه.داڅرګنده نه ده، چې دغه مغلي کورنۍ به چیرته تللي وي.خو په دې سیمه کې دمغلي کورنیو دتل پاتې کیدو امکان ځکه نشته چې دامهال په دغه سیمه کې اصیل اریایان پښتانه قومونه  اوسیږي ،چې ډیر ېې ستانکزي دي او شاوخوا ۲۰۰۰۰نفوس جوړوي.


زرغون ښار:

زرغون ښار دلوګر یو له لرغونو سیمو څخه ده، چې تر دې مهاله ېې په اړه بشپړعلمي  مالومات په لاس کې نه شته.خو تر کال ۱۹۲۹ز پورې ددغې سیمې نوم سبزاباد و،چې وروسته بیا د وزیر محمدګل خان مومند په حکم په زرغون ښار بدل شو.تر دې مهاله په همدغه نوم یادیږي.داسیمه دمحمد اغې په لودیځ کې پرته سیمه ده،چې پاړسي ژبي ېې زرغون شهربولي.

په زرغون ښار کې دهیوادپه کچه یو ډیر مشهور زیارت دی،چې دخواجه صدر اولیا زیارت په نامه یادیږي.ددغه روحاني شخصیت قبر ته د هیواد له ډیرو برخو څخه خلک د دم او دعا لپاره ځي راځي.دولسي خلکو په وینا:خواجه صدراولیا له نن څخه شپږ پیړۍ وړاندې په همدغه سیمه کې دخدای دیوه دوست په توګه تیر شوی دی.وايي:یوه ورځ خواجه صدراولیا په لمانځه ولاړ و،چې مور ېې ترې اوبه وغوښتې ،خو ترڅوچې  هغه لمونځ خلاصوه،نو مور ېې بیرته ویده شوې وه.کله چې نوموړي سلام وګرځاوه،نو سمدلاسه ېې جام له اوبو ډک کړ او دمور کټ ته ودرید،خو هغه ېې له خوبه ویښه نه کړه.مور ېې هماغسې ویده وه.پس له څو ګینټو انتظار وروسته مور ېې له خوبه پاڅیده ،دده له لاس څخه ېې داوبو یخ جام واخیست،خو له جام سره دخواجه صدراولیا دورغوي غوښه هم پرې شوه.ځکه چې اوبه هم یخې وې او موسم هم سوړ ژمی و.مور ېې ددې پیښې په لیدو ډیره خواشینې شوه، دخپل زوی د مینې ادب او درناوي په چلند ډیره و ویاړیده او ډیره خوښه شوه او دعا ېې ورته وکړه،چې اې خدایه ته زما زوی د والیانوسر کړې .خلک واېې له دې پیښې وروسته ده ته دخواجه صدراولیا نوم و رکړل شو،چې له همدې شیبې وروسته له ده بیلابیل کرامتونه څرګندیدل.ځکه خو ېې زیارت ډیرمشهور دی.زرغون ښار ته دهمدغه زیارت لپاره خلک ډیر ځي راځي.دده زیارت په لرګیو نقاشي شویو ستنو دریدلی او ښکلی شوی دی.له دغو نقاشی شویو لرګیو څخه ښکاري چې دا زیارت ډیر پخوانی دی.همدا ډول خلک وایی چې له نن څخه شاوخوا ۳۰کاله پخوا په دغه زیارت کې یوه توره ډبره وه،چې یو متر سور او نیم متر ېې پلنوالی و.دې ډبرې په ډیروجګړو کې دغلګرو پر وړاندې دنورو غازیانو په ډله کې جهاد کاوه.همداراز دې ډبرې هغه پخواني افتونه له منځه وړل ،چې خلکو ته به دزیان لامل ګرځیده. ددې تیږي دمبارزو څرګندنې نښې دا وې،چې دشپې له خوا به غیب وه. سهار وختي مخکې له اذانه په وینو ککړه په خپل ځای کې ایښې وه.یانې هرو مرو به ېې کومه بلا یا افت له منځه وړی و.خوله بده مرغه په تیرو درې لسیزو جګړو کې دا په زړه پورې عجیبه او غریبه ډبره یو په یو غیب اوتري تم شوه. 

د دې لړۍ ليکوال: عبدالرحمن حبيب زوی دی.