دعینکو مس:
داسیمه دلوګر دمحمد اغې لودیځ ته پرته سیمه ده،چې له پلازمینې کابل سره ۲۰کیلومتره واټن لري.ددغې سیمې له نوم څخه ښکاري چې دمسو(cu) دمعدنونو درلودونکې بډایه سیمه ده.دکورنیو اوبهرنیو سروې ګانو پربنسټ دعینکومس دڅومره والي له مخې دهیواد په کچه دمسو ستر کان دی او دڅرنګوالي له مخې هم په سیمه کې سیال نه لري.برسیره پردې دعینکومس یوه زرخیزه سیمه ده.بلکې یوه تاریخي اوکولتوري مینه تیره شوې ده.چې دتاریخ په اوږدو کې او په تیره بیا د درې لیسیزو جنګ جګړو پرمهال په ناقانونه توګه ځینې کیندنې ورکې شوي.چې په پایله کې ېې له سپینو زرو،ګچو او ډبرو څخه جوړې شوې مجسمې رواتي دي،چې شمیر ېې شاوخوا ۱۵مجسمې دي.دا هغه مجسمې دي،چې دقاچاق وړونکو له منګولو څخه ترلاسه شوي دي. دا نو څرګنده نه ده ،چې په دې سیمه کې څومره نور تاریخي اولرغوني توکي شته دي او څومره په ناقانون توګه راایستل شوي دي.خو یوه خبره دپام وړ ده ،چې دغو ناقانونه کیندنو او غلاوو ددغې سیمې لرغونتیا په زبات ورسوله.همدا لامل شو،چې دحکومتي چارواکو پام ورواوښته او دم ګړۍ داطلاعاتو او کولتور وزارت دلرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې (۰۱۲)امنیتي قطعه هلته میشته ده.دلوګر دعینکومس داوسني وضیعت په اړه به وروسته وغږیږم.
د جمشید تخت:
دا لرغونې او تاریخي سیمه دبرکي برک ولسوالۍ په سجاوند کې پرته ده.لکه څنګه چې دنوم له قرایینو څخه یې ښکاري،نو لرغونتیا ېې د آریایانو دریم ستر افسانوي پاچا جمشید زمانو ته رسیږي،چې ۲۵۰۰قبل المیلاد ېې تاریخي جرړې غزیږي.له تخت جمشید سیمې څخه دسروزرو اوسپینو زرو دوه مجسمې نارینه اوښځینه ترلاسه شوي دي،چې بیا دطالبانو دواکمنۍ پرمهال له دغې سیمې څخه قاچاق شوي دي. دا نو څرګنده نه ده، چې دا دوه سترې تاریخي مجسمې په کوم بهرني موزیم کې دنندارې لپاره ایښودل شوي وي.همدا ډول له تخت جمشید څخه داسې ډبرینې لیکنې لاس ته راغلي،چې ددې سیمې دپیړیو پیړیو لرغونتوب په زبات رسوي.
د دې لړۍ ليکوال: عبدالرحمن حبيبزوی دی.