شاهي کلا:
دا کلا او دا سیمه اوس دیوه واړه کلي حیثیت لري او په سلګونه کورنۍ ورکې میشته دي.دا کلا دلوګر دمحمد آغې لودیځ لور ته پرته ده.دا سیمه هم یوه لرغونې او تاریخي سیمه ده، چې ستانکزي او پوپل زي په کې میشت دي.دنوموړې سیمې په اړه لیکني مالومات په لاس کې نه شته.خو له تاریخي شالید څخه ېې ښکاري،چې کله له محمد اغې سیمې څخه دبیلا بیلو پاچایانو اوپه ځانګړي توګه دغزنوي پاچاهانو لړلۍ(۳۵۱-۵۸۳ه) قافلې او کاروانونه تیردل ،نو ددغو کاروانونو لوړپوړي چارواکي اوشاهان په همدغه سیمه کې دشپې یا دورځې لخوا تم کیدل.ځکه چې دغه سیمه ددوی لپاره دښکار او امن ځای بلل کیده.ددې کلا کوم څرک نه تر سترګو کیږي ،خو داسیمه دشاهي کلا په نامه اوس هم یادیږي او دیوه غټ کلي نوم دی.خو دې کلا ته لږڅیرمه دپړاو په نامه یوه لرغونې کلا اوس هم شته چې په اټکل سره دا به هماغه شاهي کلا وي او ددې کلي اړوندې سیمې هغه مهال دهمدغې کلا په نامه یادیدې یا به ددې کلا په مربوطاتو کې شاملې وې.
سلطان صیب غر:
که څه هم دغه سیمه کوم تاریخي ارزښت نه لري،خو له افسانوي ارزښت څخه ډیره برخمنه ده.نو ځکه په دغه لیکنه کې ېې یادونه اړینه بولم.سلطان بابا دلوی خدای «ج» دوست او ولی الله و.په زړه ډیر نرم او لورین و.هیچاته په سزا ورکولو خوښ نه و. نوموړی دلوګر افسانوي اواسطوریزو کیسو مذهبي زورواکی او ولي الله تیر شوی دی.
سلطان صیب په مټو ډیر غښتلی سړی و.خلک داسې وايي چې:کله سلطان صیب پر دې پوه شو،چې په اخرت کې دمسلمانانو لپاره جنت او دکافرانو لپاره دوزخ جوړ شوی، نوسلطان صیب د دوزخ په جوړیدو سخت خواشینی شو.په همدې فکرونو کې و،چې دمحمد اغې سرخاو کلي ته څیرمه غره ته وخوت او په همدغه غره کې ېې د دوزخونو د ورانولو تکل وکړ،چې دوزخونه له منځه یوسي.سلطان صیب وروسته له دې پریکړې په همدغه غره کې تر ننه پورې غیب اوتري تم شو.دغه غر چې دسلطان صیب غره په نامه یادیږي په سرخاو کلي کې پروت دی،له دغه غره څخه لږ وړاندې دلته بند لاره ده. داغر تل په واورو پټ او ګنګل وي او داوسیدو څه امکانات په کې نه لیدل کیږي.
ولسي وګړو ګروه دا ده،چې خدای «ج» دخپل ددغه دوست له دې پریګړې څخه ناخوښه شو او نوموړی ېې په همدغه غره کې په کچه ګوته په زنځیرونو وتاړه.خلک وايي ،چې کله سلطان صیب چې په غره کې په زنځیرونو تړلی دی،له زنځیرونو خلاص شي، نو ټول دوزخونه به له منځه یوسي او ړنګ به ېې کړي.په دې اړه په لوګریانو کې ځانګړې سندره هم ویله شوې ده.
سلطان ګړندی پیر ده
تړلی په زنځیر ده
که خلاص سو دی به وران کړي دوزخونه
جوړ به کړي جنتونه
وايي،چې یوه ورځ یوه کوچۍ شپنه د خپل سیرلي په لټه پسې ددغه غره یوه سوري ته ننوته، هلته ېې سلطان صیب ولید،چې په زنځیرونو تړلی و او اوږده ږیره ېې وه. سلطان صیب دې پیغلې ته د ډالۍ په توګه یوه سره مڼه ورکړه،چې دده حال به چاته نه وايي. شپنې هم ورسره ژمنه وکړه،چې دسلطان صیب حال به چاته نه وايي.خو کله چې کوچۍ کلي ته ستنه شوه او خلکو ېې په لاس کې په سوړ ژمي کې سره او تازه مڼه ولیده پرې شکمن شول او ورڅخه ېې دحال پوښتنه وکړه. کوچۍ مجبوره شوه چې خپل دسترګو لیدلی حال یوپه یو دوی ته نقل کړي. کوچۍ شپنې دسلطان صیب ټوله کیسه کلیوالو ته بیان کړه او وروسته له دې بیانه کوچۍ شپنه ګونګۍ او لیونۍ شوه.
له دې اسطورې څخه مونږ دوه اخیستنې تر لاسه کولی شو. یوه دا چې دا کیسه مذهبي او ګروهی اړخ لري او کټ مټ ېې اسطوره بللی شو.مسلمانان په دې عقیده دي چې، دقیامت له علامو څخه یوه داده چې مهدي «ع» به راځي او له کفارو سره به جنګ جګړې کوي. همدا ډول مسلمانان پر دې ګروهمند دي،چې په اخره زمانه کې عیسی «ع»له اسمانه راکوزیږي، دڅلویښتو کالو لپاره به یوه عادله واکمني کوي، ظلمونه به ختم کړي ، ظالمانو ته به سزا ورکړي او مظلومان به په خپل حق ورسوي.
په همدې شان اهل تشیع وال معتقد دي،چې امام حسین او امام حسن داخرې زمانې د رارسیدو او د یوه اسلامي واکمنۍ لپاره په یوه غره کې چمتوالی نیسي. خو داڅرګنده نه ده،چې دا غر به کوم غر وي. اهل تشیع وال په دې ګروهمن دي،چې کله ځمکه لږ څه ولړزیږي،نو دوی ورته ګذر وايي او دا مانا ترې اخلي،چې ګواکې د ګذر پر مهال د ځمکې په تل کې د امام حسین او امام حسن داسپونو کاروانونه او قافلې روانې وي.نو ځکه ځمکه لړزیږي.
دسلطان صیب کیسه کټ مټ دغو کیسو ته ورته ده. دنوموړي په کیسه کې دویمه اخیستنه دا ده،چې دده موخه د دوزخونو له ورانولو څخه زما په آند داده،چې ده ظلمونه او ناخوالې په نړۍ کې له منځه وړل.کله چې د ځمکې له مخ نه عدالت او نیاو ورک شي، زورزیاتی وده وکړي، نو همدا رنګینه نړۍ خلکو ته سوراور او دوزخ ګرځي او دوزخ ته ورته څیز ترې جوړیږي.نو ځکه دده د دوزخونو له منځه وړل همدا د ناخوالو له منځه وړل دي. او جنتونه جوړول دا مانا لري،چې ګوندې دی به یو داسې ښکلې او عادله نړۍ رامنځ ته کړي،چې دجنت په څیر وي.هلته به هیڅ ډول تاوتریخوالی ،زور زیاتی او ظلمونه نه وي.حق به حقدار ته رسیږي.دجنت په څیر ښکلې خوشاله او رنګینه نړۍ به رامنځ ته کړي.
عبدالرحمن حبيبزوی