كافرو غونډۍ:
د بودايي مدنيت او مذهبي مركزونه زياتره د هوارو سيمو په نسبت د تپو او غونډيو په لمنو كې تاسيسيدل، نو د كافرو غونډۍ د نوم د تسميې له مخې دا واقعاً د كافرو غونډى وه او ممكن پخوا دلته بودايي مذهبي مركز موجود ؤ او دا غونډۍ په يو بل نوم مسمى وه، خو كله چې اسلام دلته نفوذ وكړ او بودايي آئين ته يې دلته خاتمه وركړه نو مسلمانانو دې غونډۍ ته د كافرو غونډۍ نوم وركړ.

هونې سيدان:
هوني د هونيانو د نوم څخه مشتق شوي دي، چې دا يو آريايي قوم دي او دلته يې هستوګنه درلودله او دا محل د دوى په نوم مسمى شوي دي.
واغ جان:
دا ځاى هم د لوګر د يو تاريخي محل نوم دي چې له دوو كلمو (واغ-جان) څخه عبارت دي، البته دا هغه جان نه دي چې د انساني نومونو په پاى كې راځي دا جان ځانته لغوي معنا لري او په فقه اللغت كې څيړل كېداى شي.
دا نوم د بركي راجان د نوم سره د مفهوم له مخې نژديوالي لري. او په هېواد كې دې ته ورته نور نومونه لكه سنجان، خنجان او داسې نور ليدلاى شو.

دشت تخت شاه او دستي ميدان:
دا دواړه سيمې هم د لوګر د هغو سيمو په جمله كې شاملي دي چې ځينې تاريخي لرغونې شواهد ترې تر لاسه شوي دي.
لنډه دا چې د لوګر سيمې د تنګي موسهي څخه نيولي د التمور تر كوتله پورې او له څرخ څخه تر سجاوند پورې، په دې ارته ساحه كې په تاريخي زمانو كې اسلامي تاريخي زمانې دي او كه تر اسلام نه د مخه، خو ټولې مختلفې غني فرهنګي دورې لري او هغه تاريخي شواهد چې په دې سيمه كې حد په حد ليدل كيږي د لوګر د فرهنګي، مذهبي او تاريخي اهميت په اثبات رسوي.

موسهي:
موسهي د هماغو عجيبو نومونو څخه يو نوم دي چې سم شكل يې لا معلوم نه دي. په دې ځاى كې د يو كوچني آس او د هغه د سوار كار مجسمې چې د پخې خټې څخه جوړې شوي موندل شوي دي او نمونې يې پخوا د كابل په موزيم كې موجودې وې او په لږ توپير سره هغو ته ورته مجسمې له بګرام څخه هم لاس ته راغلي دي او معمولاً د تاريخي سابقې له مخې هغه د سترو كوشانيانو د عصر په وروستيو يعنې دريمې مسيحي پيړۍ ته نسبت وركول كيږي.
په موسهي كې هم د يوې ډبرينې غونډى د لمنې په بيخ كې چشمه زار شته چې زيات ماهيان پكې ليدل كيږي او د عقيدې په خاطر يې څوك نه نيسي. د موسهي يو بل تاريخي اهميت په دې كې هم پروت دي چې د بلخ تكسيلا ډېره پخوانى لار له بګرام څخه د پاى منار له كوتله راتيره شوي او د كابل څخه موسهي ته او بيا له موسهي څخه بادام چشمه، يكاب... او حصارك غلجايي كې د كابل مشرقي د پخوانى لارې سره يو ځاى شوې ده.