د عینکو د مسو کان

د عینکو د مسو کان د کابل د ښار سویل خوا ته په ۴۵ کیلومتری  د لوګر په ولایت کي پروت دې . دا سیمه د سمندرله سطحې نه ۲۲۳۵ متره لوړه ده په سیمه کې د تودوخې درجه  له +۳۶ څخه تر -۲۸ سانټیګریټ ته رسیږي او د باران کلنې اوریدنه ۲۱۳ ملي متره ته رسیږي. دکابل ښار له مرکز څخه تر د زید اباد تر پله پوری چې ۳۰ کیلو مټره سړک دې پوخ او نور ۱۵ کیلو متره  سړک خام دې.

د لرغونپیژندونکو په وینا له میلاد څخه د څلورزره کاله پخوا څخه تر ۵۰۰ میلادي کال پوری له دې سیمی څخه مس ویستل کیدل. وموړی کان د شاوخوا ۱۲ میلیونه ټنو مسو په لرلو سره د نړۍ د مسو له ټولو کانونو ستر کان ګڼل کیږي. د ډاکتر عبدالرحمان اشرف د کانو او  انرژي په چارو کی د ولسمشر سلاکار وزیر د معلوماتو له  مخې نوموړې کان په ۱۹۷۳ زیږدیز کال کې د افغانستان  د جیولوجي د سروې د ادرسکن د ګروپ او د شوروي د متخصصین لخوا وموندل شوو. په ۱۹۷۴ زیږدیز کال کې پردې کان اکتشافي کار پیل او په دوو برخو مرکزي او لویدیځ وویشل شوو. مرکزي سیمې اکتشافي کار د یوی ډلې افغان او شوروي اینجینرانو له  خواپه ۱۹۷۴ کال پیل او په ۱۹۷۸ کال پای ته ورسید.

د وخت د شوروي اتحاد د ګیپر سوټ  انسټیټیوټ  د کان په مرکزي برخه کې  بیلانسي ذخایر ۴.۴ ټنه د اوسط له مخې   ۲.۳۷ سلنې مس  ده چې ضریب یی ۰.۷ ښودل شوې دې. دغه راز د کان په مرکزي سیمه کې ټول ذخایر ۶.۸ میلیونه ټنه ښودل شوي چې اوسط سلنه یی  ۱.۷۳٪ کیږي او ضریب یی صفر اعشاریه څلور سلنې ښودل شوې دې. دغه راز د لویدیځې برخې کار په ۱۹۷۴ کال د یوې ډلې اینجینرانو له خوا پیل په په ۱۹۸۸ کال پای ته ورسید. د نوموړي انسټیټیوټ لخوا د کان په لویديځ برخه کې د مسو د بیلانسي ذخایر ۱.۴۰۹ میلیونه  ښودل شوې چې منځنې سلنه یی ۱.۶۱ ٪ او ضریب یی  ۹.۴ سلنې ښودل شوې دې . د دې برخې ټول ذخایر ۴.۵۵ میلیونه ټنه ښودل شوي چې منځنۍ سلنه یی ۱.۵۳ او ضریب یی ۰.۴ ٪ کیږي. په ټولیزه توګه د دواړو برخو مرکزي او لویدیځې د ټول ذخایر ۱۱.۳۳ میلیونه ټنو ته رسیږي چې منځنې سلنه یی ۱.۶۴ ښودل شوې ده. باید وویل شي چې د يو ټن مسو بیه په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې ۱۶۰۰ امریکایی ډالره وو چې په ۲۰۰۵ کې ۱۸ ډالر شوو او اوس مهال د یو ټن مسو بیه ۵۳۰۰ ډالره ده.

د افغان شوروي او وروسته د کورنۍ جګړي په  ترڅ کې هغه اسناد چې د دې کان په اړه پکې معلومات راټول شوي وو د څو اینجینرانو لخوا خپل کور ته یوړل شول او همغلته یی وساتل چې وروسته د طالبانو له پرزیدو یی هغه ټول اسناد د جیولوجې  سوری  ته بیرته وسپارل.
په
۲۰۰۳ کال کې د افغانستان د جیولوجې د سروی(اې،جي ،ایس) او د انګلستان د جیولوجې د سروی (بي ،جي ،ایس) تر منځ د یو تړون کولو نه ورسته دا ټول اسناد د کارپوهانو په وسیله له روسي نه انګریزي ته وژباړل شول او په کمپیوټري بڼه واړول شول.
د ښاغلي اشرف په وینا په
۲۰۰۴ او ۵ کلونو کې د کاناډا په ټورنټو ښار کې  په یو نندارتون او یو نړیوال کنفرانس کې د افغانستان او انګلستان د جیو لوجې د سروې د مرکزونو لخوا دا کان نړۍ ته وروپیژندل شوو او له هغو کمپنیو چې په دی کان یی کار کول غوښتل غوښتنه وشوه چې خپل نومونه د داوطلبې لپاره وړاندې کړي چې بیا وروسته دا ټول لیستونه منظم کړل شول.

کله چې په ۲۰۰۵ کال کې د ولسمشر او د وزیرانو دشورا لخوا د معدني موادو قانون بشپړ شوو نو په همدې کال له نړیوال بانک څخه وغوښتل شول تر څو د دې کان  د قرارداد د ترتیب او داوطلبې لپاره یو میلیون امریکایی ډالر افغانستان ته ورکړي  چې د نړیوال بانک لخوا یی غوښتنه ومنل شوه. د قرار داد او داوطلبې پاڼې د څلورو کمپنیو تر منځ د ګوسټاوسن په نوم یوې کمپنې ته ورکړل شوې چې د داوطلبې لومړې اعلان د ۲۰۰۶ کال د سپټمبر په ۲۵ نیټه وشوو چې په ډیریو مجلو او انټرنیټي پاڼو کې خپور شوو.
په لومړي پړاو کې
۱۶ کمپنې دې ته تیارې شوې چې پدې داوطلبې کې برخه واخلي خو له دوې څخه ۱۳ کمپنې وټاکل شوې او د هغوي  د وړتیا، ظرفیت، مالي چارو ، تخنیکي چارو او کاري سابقي په اړه ټول معلومات د افغانستان د کانونو وزارت ته ولیږل شول. ورسته د کانونو د وزارت د کارپوهانو او  د مالیی وزارت ، د اقتصاد وزارت، د عدلیی وزارت، نړیوال بانک، ګوسټاوسن کمپنې، بي جي ایس او یو ایس جي ایس د استازو په  شمول په یوې ۱۴ کسیزي کمیټې کې د دې ۱۳ کمپنیو اسناد په مسلکي توګه  سره  درجه بند کړل شول او په نړیواله ارونو برابر یی خپل کارونه پیل کړل چې ټولې ۱۳ کمپنې یی د خپلو کاري وړتیا، کاري ظرفیت ، مالي او تخنیکي او کاري سابقې له مخې درجه بندي کړی شوی او بیا وروسته د  ولسمشر د دویم مرستیال لخو په یو خبري کنفرانس کې دا  اعلان شوې چې له ۱۳ کمپنیو نه یی د وړتیا له مخې نهه کمپنې د راتلونکې پړاو لپاره ټاکل شوې دي.

هغه نهه کمپنۍ چې دې پړاو ته یی لاره موندلې وه په لاندي ډول دي:

 Australia
 India
 Canada
 Kazakhstan
 China
 USA
 Russia
 Russia
 China

 Bahar Consortium
 Hindalco Industries Ltd
 Hunter Dickinson, Inc.
 Kazakhmys Consortium, LLC
 MCC  China Metallurgical Group
 Phelps Dodge Corporation
 Tyazhprom export
 Assoc.Strikeforce Ltd.
 Zijin Mining Group Co. Ltd.

د عینکو د مسو د کان کاري ډلې د ګوسټاوسن او بي جي ایس د کارپوهانو په همکاری  د داوطلبي د اخري پړاو په موخه  د قراردادلپاره د شرایطو جوړول، د کار مهال ویش او د قرارداد لپاره نور د ضرورت وړ مواد چې د ګوسټاوسن کمپنې لخوا له مخکې نه جوړ شوي وو له سره وکتل او دې ته یی چمتو کړل چې د اخري پړاو لپاره ټاکل شوو ۹ کمپنیو ته یی ولیږي چې ورسته یی د ۲۰۰۷ کال په جنوري میاشت کې دې ټولو کمپنیو ته ولیږل  او د هغوی لخوا ورته خپل پروپوزلونه وړاندې شول چې بیا وروسته د کارپوهانو له خوا دا ټول پروپوزلونه وکتل شول چې په هغوی کې تر ټولو غوره کمپنې د دې قرارداد لپاره وټاکله او له هغوی سره یی خپلې خبری پیل کړی د دې تر څنک یی د  یوی بلې کمپنې سره چې  دوهمه کمپنې وه  هم خپلې خبری اترې پدې  موخه پیل کړې که چېری ګټونکي کمپنې له دې قرارداد نه لاس په سره شي نو دوهمه کمپنې به د قرارداد وړونکي وي.

په پایله کې یی د ام سي سي په نوم یو چینایی کمپنۍ ته قرار داد ورکړل شوو. نوموړی  کمپنې باید د لاندی مهال ویش سره سم خپل کار پر مخ بوځي

--   له۵ نه تر ۷ کلونو پوری په کان کې برمه کاري، پرمختیا، ارزونه، اقتصادي اوتخنیکي مطالعه او د پلان جوړول.

--   له ۲۰ نه تر ۳۰ کلونو پوری په بشپړه توګه له کان څخه  د مسو رایستل
--   له
۳ نه تر ۵ کلونو پوری د کان بیرته تړل
د اخري پړاو لپاره د ټاکل شوو نهو کمپنیو څخه د هغو پنځو کمپنیو  شرایط چې د کانونو وزارت ته وړاندي کړي وو او له  نوروهغو  څخه غوره وې په لاندې ډول دي:


 

 د کمپنې نوم

 ام سي سي ، چینایی کمپنۍ (دې کمپنې قرارداد

 هنتر دیکنسن، کاناډایی

 قزاق مس ، قزاقي کمپنۍ

 فلبس داچ، امریکایی کمپنۍ

 سټرایک فورس، روسي کمپنۍ

 

 

 

 

 

 

 ټوله پانګونه (په میلیارد امریکایی ډالرو)

 ۳.۳۹۸.۶۸

 ۱،۷۰۳،۳

 ۲،۲۱۰،۵

 ۹.۸۹۷.۴

 ۲.۳۹۱

 په تولید پیل کول

 د شپږم کال له پیل سره

  د اووم کال په پیل سره

 دوه کاله د هیپ لیچ لپاره او څلور کاله د کانستراتور لپاره

 د شپږم کال په پیل  سره

 د څلورم کال په پیل سره

 د تولید مراحل

 ټول تولیدي مراحل: تفحص، اکتشاف، ذوب، تصفیه کتودي  د افغانستان په دننه کې

 د کانسترات تر مرحله پوری په افغانستان کې

 ټول تولیدي مراحل په افغانستان کې

 د کانسترات تر مرحله پوری په افغانستان کې

 د کانسترات تر مرحله پوری په افغانستان کې

 حق الامتیاز

 ۱۹.۵ سلنې

 ۱۵ سلنې

 ۱۸.۱ سلنې

 ۱۲.۵ سلنې

 ۷.۵ سلنې

 د بریښنا تولید (میګا واټ

 ۴۰۰

 ۱۰۰

 ۳۵۰

 ۱۵

 وارداتي بریښنا

 د چاپیریال ساتنه

 د Equator اصول د نړیوال بانک سټنډرډ

 د Equator اصول د نړیوال بانک سټنډرډ

 د Equator اصول د نړیوال بانک سټنډرډ

 د Equator اصول د نړیوال بانک سټنډرډ

 د Equator اصول د نړیوال بانک سټنډرډ

 د افغانستان د دولت لپاره ډالۍ یا په عامه ژبه  لنګۍ

 ۸۰۸ میلیونه امریکایی ډالره  په دریو قسطو کې

 ۱۰۰ میلیونه

 ۲ میلیونه

 ۲۴۳.۴ میلیونه

 ۳۲۰ میلیونه

 د اورګاډی د پټلۍ په برخه کې پانګونه

 

 

 شیر خان بندر-کابل تورخم  او یاه هم   ترمز کابل-تورخم

 نه یی لري

 ترمز کابل- تورخم

 نه یی لري

 نه یی لري

 د دې تر څنګ نوره پانګونه

 د فاسفورس لرونکي سری د فابریکه جوړول
- د مسي کیبلونو د تولید فابریکه
- د سمنټو فابریکه
- د کیمیاوي توکو د تولید فابریکه
- د ډبرو د سکرو رایستل
- د فاسورسي ډبرو رایستل
- د لایمسټون او کوارتز تولید
په پورتنیو اوو فابریکو کې د پانګونې شمیره
۴۸۰ میلیونه ډالره کیږي
دغه راز د ا وسپنې د ذوب کولو د یوی فابریکې جوړول چې په کال کې به یو میلیون ټن اوسپنه پکې ذوب کړل شی او په دې فابریکې کې به کلنې پانګونه
۱.۱ میلیارد ډالرو ته رسیږي

 نه یی لري

 نه یی لري

 نه یی لري

 نه یی لري

د ډاکتر عبدالحمن اشرف په وینا افغانستان ډیر زور په دې ټکې کاوه چې د مسو د تولید ټول مراحل به په هیواد کې دننه تر سره کیږي هغه د دی لپاره چې که دا ټول مراحل په هیواد کې دننه تر سره شي نو قرارداد ګټونکې کمپنې مجبوره ده چې خپلې نوری فابریکې هم افغانستان کې جوړی کړي چې چینایی کمپنۍ ام سي سي دا ټول شرایط منلي دي.
د ښاغلي اشرف د معلوماتو له مخې په نوموړي کان کې د کار په پیلیدو به
۳۰۰۰ افغانان وکولاۍ شي چې هلته کار تر لاسه کړي او د دې تر څنګ به په غیر مستقیم ډول په نورو فابریکو او نورو تړلو کارونو کې ۶۰۰۰۰ خلکو ته د کار کولو لاره هواره شي چې دا به د هیواد په اقتصاد باندې یو مثبته اغیزه ولري.

څنګه چې مخکې وویل شول چینایی کمپنې په دې کان کې د درې میلیارده ډالرو په شاوخوا کې پانګونه کړي او د دې تر څنګ به هر کال افغان دولت ته ۴۰۰ میلیونه ډالره مالیه ورکوي. نوموړې کمپنې کولای شي چې تر راتلونکو ۳۰ کلونو پوری له دې کان څخه مس وباسي. د ښاغلي اشرف له وینا سره سم د عینکو د مسو د کان څخه پرته افغانستان خورا ډیر د مسو کانون لري چې د هیواد یو په دریمه برخه کې د مسو کانونه موجود دي چې دا د افغانستان  د اقتصاد په پښو درولو کې به لویه ونډه و لري.
 راپور جوړونکی: حبيب ګل توتاخېل